08/05/2026
خوست د هېواد د ځنګلونو په پراختیا کې پنځم مقام خپل کړی.
د خوست ولایت مقام د یوې خبرپاڼې له مخې، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې د جغرافیایي معلوماتو له مخې، خوست ولایت د هېواد په کچه د ځنګلونو د پراخوالي له پلوه پنځم مقام لري. په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۲۸ زره هکتاره ځنګلونه موجود دي، چې د طبیعي ښکلا، د هوا د پاکوالي، د خاورې د ساتنې او د اقلیم د تعادل په برخه کې مهم رول لوبوي.