22/08/2026
په بوتسوانا کې یوې سیلاني بېړۍ له یوه اوبواسپ/هیپو سره له خطرناک حالت سره مخ شوه. ویډیو ښيي چې اوبواسپ د اوبو له منځه راڅرګندېږي او د سیلانیانو بېړۍ تعقیبوي.
راپورونه وايي، د بېړۍ چلوونکي ژر سرعت زیات کړ او سیلانیان یې له سیمې وایستل. په پېښه کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پام ځان ته اړولی دی.
اوبواسپان ډېر سیمهساتونکي حیوانات دي او کله ناکله بېړۍ د خپل قلمرو لپاره ګواښ ګڼي؛ له همدې امله سیلانیانو ته سپارښتنه کېږي چې د اوبواسپانو له سیمو خوندي واټن وساتي.
#بوتسوانا #سیلانیان