24/04/2024
و لقد يسرّنا القرآن للذكر فهل من مدكر
او په تحقیق سره موږ قرآن کریم د یادولو او پند اخیستلو لپاره آسانه کړی دی، نو آیا څوک شته چې یاد یې کړي؟
❇️د قرآن کریم حفظ کول یو له هغو سترو نعمتونو څخه دی چې الله تعالی څپل غوره شوي او خاص بنده ګان په دې لوی نعمت نازوي ( ثم اورثنا الكتب الذين اصطفينا من عبادنا ) حقیقت کې د قرآن کریم حفظ کوونکی د الله تعالی له اهل او خاصو بندګان څخه دی.
(أهل القرآن هم اهل الله و خاصته )
❇️قرآن کریم به د قیامت په ورځ د خپل ملګري شفاعت کوي او په جنت کې به یې مرتبې لوړوي( يقال لصاحب القرآن اقرأ وارتقى فإن منزلتك عند آخر آية تقرأها)
د قیامت په ورځ به صاحب د قران ته وه وېل شي قران لوله او د جنت په درجو ورخېږه ستا ځای او مرتبه به د اخري سره وي.
❇️د قرآن کریم حافظ به د قیامت په ورځ خپل مور او پلار ته تاج اغوندي. نبی کریم صلی الله علیه وسلم د قرآن کریم د حفظ کولو په خاطر د هغوی په درناوي کې فرمایلي دي (من قرأ القرآن وعمل بما فيه، أُلبس والداه تاجًا يوم القيامة، ضوؤه أحسنُ من ضوء الشمس في بيوت الدنيا لو كانت فيكم، فما ظنكم بالذي عمل بهذا) څوک چې قرآن کریم ولولي او په هغه باندې عمل وکړي، نو د هغه مور او پلار ته به قیامت په ورځ د کرامت یو تاج ور واغوستی شي چې د هغه رڼا به د لمر له رڼا څخه ښایسته وي او که چېرې دا لمر د نړۍ په کورونو کې وي نو تاسو د هغه چا په اړه څه فکر کوئ چې هغه په قران عمل کړی وي؟

ډیری خلک د قران کریم حفظ کولو هڅه کوي، مګر دوی د بعضې ستونزو سره مخ کېږي چې د دوی په لاره کې ودریږي. د دغو ستونزو په منځ کې:
1️⃣ د یادولو لپاره کافي وخت نه درلودل.
2️⃣ د حافظې د مؤثره میتود نشتوالی.
3️⃣ د صبر او قوي عزم نشتوالی.
د قرآن کریم حفظ کولو لپاره د منهاج آنلاین اکاډمي د ماشومانو او لویانو لپاره د دې ټولو ستونزو حل وړاندې کوي.
منهاج آنلاین اکاډمي د قران كريم حفظ کولو کې په آسانه میتودونو باندې تکیه او بسنه کوي، او زده کونکو ته ټول هغه د ملاتړ او هڅونې چاپېریال چمتو کوي چې دوی ورته اړتیا لري.
که تاسو غواړئ قران کریم حفظ کړئ، او یا غواړی ستاسو موماشومان قران کریم حفظ کړي نو منهاج اکاډمي تاسې ته دا لوی فرصت برابر وي.
هغه څه دي چې منهاج اکاډمي یې تاسو ته وړاندې کوي:
1️⃣ یوه انفرادي ناسته چې هر زده کونکي ته وقف شوې. ✅
2️⃣ تجربه لرونکي او با استعداده استادان چې تاسې ته قرآن کریم په تجوید سره در زده کړي. ✅
3️⃣ د زده کړې آرام چاپیریال. ✅
4️⃣ د زده کونکو لپاره د تعقیب او ارزونې سیسټم. ✅
5️⃣ د ښوونکي سره د وخت په ټاکلو کې نرمښت. ✅
په لومړۍ برخه کې وړیا ګډون وکړئ او سیسټم پخپله زده کړئ.
د قرآن کریم حفظ او قرآني علومو لپاره د منهاج آنلاین اکاډمي په دغه علوم وړاندې کوي .
❇️ د قرآن کریم حفظ .
❇️ تصحیح القراءة او په احکامو برابر ښه قراءت زدکول .
❇️قاعده نوراني.
❇️تخصصی تجوید او د متونو یاودل.
❇️د قران عظیم شان ترجمه او تفسیر .
❇️ د عربي ژبې زدکول.
❇️ شرعي علوم لکه ( حدیث ، فقه ، سیرت ، مسنون دعاګانې او داسې نور شرعي علوم )
❇️ د شایقینو لپاره د قرءات عشره مختلف روایت وېل.