Saba News سبانیوز

Saba News سبانیوز زه دمور وطن خدمت او عزت کوم

28/09/2025

د خوست ولایت په جرګو تالار کې درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

28/09/2025

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي تل له دولته د پلونو، سړکونو او برېښنا غوښتنه

25/09/2025

✨ د انصاف د مایع ګازو شرکت خبرتیا

د خوست ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ هغه سړک چې کلونه کلونه د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوی و، بالاخره د تګ راتګ لپاره...
22/09/2025

د خوست ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ هغه سړک چې کلونه کلونه د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوی و، بالاخره د تګ راتګ لپاره پرانیستل شو.

د ولسوالۍ د نورو چارواکو ترڅنګ د خالبيسات ښاروال علي جان عاقل په دې سړک د خلاصون په برخه کې شپه او ورځ هڅې وکړې. هغه د ډېرو ستونزو او ننګونو سره سره په دې بریالی شو چې د ټولګټو چارو ریاست د ماشینګرۍ په مرسته دغه سړک جوړ کړي. اوس خلک له خطرناکو فرعي لارو پرته په خلاص مټ خالبيسات بازار ته تګ راتګ کوي.

د سړک په جوړېدو سره زرګونه کورنۍ هر سهار د خالبيسات بازار ته د عادي توکو د اخیستلو لپاره ورځي. خالبيسات بازار چې د خوست دوهم لوی بازار ګڼل کېږي، که د اوږدو سړکونو په جوړېدو او اساسي رغونې سمبال شي، نو پانګونه به پکې زیاته شي او د بازار د ښکلا او ودې په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

د صبریو او یعقوبیو ښاروال زیاتوي چې ځینې وختونه کارونه د شخصي غوښتنو له امله له خنډونو سره مخ کېږي. نوموړي وویل:
«موږ هڅه کوو چې د نظام او قانون په چوکاټ کې خلکو ته عامه خدمتونه وړاندې کړو.»

ښاروال عاقل له لوړو پوړو چارواکو هیله وکړه چې هغه کسان چې د عامه پروژو په وړاندې د شخصي ګټو لپاره خنډونه جوړوي، د قانون په رڼا کې محاکمه او سزا شي.

هغه زیاته کړه: «اوسني نظام ته چې هر څوک په رښتینې توګه کار کوي باید وستایل شي. موږ لا هم خپلو چارو ته متوجه یو او د نیمګړتیاوو په حل کې د خلکو همکاري اړینه ده.»

*د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې څلور جعلي پیران د اصلاح په موخه ونیول شول* د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې د س...
20/09/2025

*د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې څلور جعلي پیران د اصلاح په موخه ونیول شول*

د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې د سپېرې ولسوالۍ ام/ر بالم/عروف محتسبینو څلور هغه جعلي پیران ونیول چې د کلونو راهیسې یې د خلکو په منځ کې بدعات او خرافات خپرول.
یاد کسان په ډېر خراب او وېرونکي حالت کې وموندل شول، ځینو یې په شلو کلونو وېښتان نه وو پرې کړي او غسل یې نه و کړی، یو یې په یوه جامه کې تر ۱۵ کلونو ژوند کړی و او بل داسې عقیده لرله چې که له سیمې ښار ته لاړ شي نو مري. دغه ډول خرافاتو نه یوازې د دوی ژوند خراب کړی و، بلکې د خلکو په ذهنونو یې هم ناوړه اغېزې کړی وې.
د دوی د کورنیو په غوښتنه، محتسبینو لومړی د ظاهري اصلاح چارې ترسره کړې: غسلونه ورکړل شول، وېښتان پرې کړل شول او نوې جامې، څادرونه او خولۍ ورکړل شوې. وروسته ورته ديني لارښوونې وشوې، څو له بدعاتو لاس واخلي او د شریعت د لارښوونو سره سم ژوند وکړي.
د یادو کسانو کورنیو د ام/ر بال/مع/روف له دې اقدامه هرکلی وکړ او ویې ویل چې په دې ډول هڅو سره ټولنه د خرافاتو له منګولو ژغورل کېږي او د پاک اسلامي ژوند په لور ګام اخلي.

د صبریو او یعقوبیو ولسوالی دیعقوبیو پوستې لاندې  پُل ترمیم شوهغه پُل چې شاوخوا دریې لسیزې وړاندې د یوې مرستندویه مؤسسې ل...
17/09/2025

د صبریو او یعقوبیو ولسوالی دیعقوبیو پوستې لاندې پُل ترمیم شو

هغه پُل چې شاوخوا دریې لسیزې وړاندې د یوې مرستندویه مؤسسې له لوري په بنسټیز ډول جوړ شوی و، د تېرو جګړو پر مهال سخت زیانمن شوی و او د موسمي سېلابونو له جدي ګواښ سره هم مخامخ و.

د صبریو او یعقوبیو ولسوالیو د ښاروالۍ په همکارۍ او د سیمې د یو تن ځوان، طارق بریال، په مالي لګښت دغه پُل بېرته ترمیم او ورغول شو. د سیمې خلک د پُل له بیا رغېدو څخه ډېر خوښ دي او وایي چې پُل د سېلابونو له کبله ورځ تر بلې د ویجاړۍ له ګواښ سره مخ و. دوی د طارق بریال له دې ملي احساسه مننه کوي چې په خپل شخصي لګښت یې د خلکو د تګ راتګ دا مهمه اړتیا بېرته ورغوله.

طارق بریال وایي:
“ما دغه کار د ملي احساس له مخې ترسره کړ. تمه لرم نور شتمن ځوانان هم د هېواد په ابادۍ او د سولې او ثبات ترڅنګ د بیا رغونې په برخه کې خپله ونډه واخلي.”

16/09/2025

یعقوبیو بازار کې د لیوانخیلو د یارانو په مېدان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال لیګ سیالۍ پیل شوې دي.

13/09/2025

د خوست په باک ولسوالۍ کې د یو مسافر په مالي لګښت فرعي سړک جوړېږي

08/09/2025

ددې نندارې ځانګړتیا دا وه چې یو ځوان د خپلې شخصي ونډې په لګښت د کرکټ سیالۍ د ښودلو لپاره په لوی سکرین برابر کړی و،

05/09/2025

۱۴۰۴/۶/۱۴
بلال یعقوبیو د کرکټ په ډګر کې د خپلو ښې لوبې او ښه استعداد له امله وستایل شو.

02/09/2025

۱۴۰۴/سنبله/۱۱
د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست د خپلو همکارو موسسو په مرسته د پنځو میلیونو افغانیو په ارزښت د دوو کلینیکونو د ودانیو د جوړېدو لپاره د بنسټ ډبرې د اېښودلو مراسم ترسره کړل.

31/08/2025

د خوست ولایت له مرکزه وروسته، په صبريو او یعقوبیو ولسوالۍ کې د یوه ځايي تاجر له لوري د دوو میلیونو افغانیو په ارزښت یوه معیاري مسالخ (قصابخانه) جوړه او د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د خلکو د استفادې لپاره پرانیستل شوه.

Adresse

Paris
22000

Téléphone

+93777741134

Site Web

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque Saba News سبانیوز publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

Contacter L'entreprise

Envoyer un message à Saba News سبانیوز:

Souligner

Partager