Loy Afghanistan news

Loy Afghanistan news The main purpose of Loy Afghanistan news is to share contents that informative!!

08/09/2026
08/09/2026

سعودي «ډیلټا انرژي» په افغانستان کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو د نفتو او ګازو تړون لاسلیک کړ

د سعودي عربستان «ډیلټا انرژي انټرنېشنل» شرکت په افغانستان کې د خپلو پانګونېزو پلانونو په چوکاټ کې، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سره د هرات ولایت په «کشک–تیرپل» حوزه کې د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج په موخه یو تړون لاسلیک کړی دی.

د دې تړون لومړنۍ پانګونه ۲۰۰ میلیونه ډالره ارزول شوې او د تړون موده ۲۵ کاله ټاکل شوې ده.

دغه شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په پام کې لري د افغانستان د انرژۍ سکتور د پراختیا لپاره د ۱۰ کلونو په موده کې د نږدې ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د احتمالي پانګونې یو پروګرام هم وڅېړي.

شرکت زیاتوي چې دغه پانګونه به د اکتشاف د پایلو، تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو، د مالي سرچینو برابرولو، د اړینو جوازونو او اجازه‌لیکونو ترلاسه کولو، او د پانګونې په اړه د وروستۍ پرېکړې له ترسره کېدو سره مشروطه وي.

28/04/2026

Pakistan should stop killing innocent people in Afghanistan

Address

London Colney

Telephone

+447447999961

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Loy Afghanistan news posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Loy Afghanistan news:

Shortcuts

Share