Khalil Ullah

Khalil Ullah دې پاڼه کي به د مصنوعي زيرکتيا او ټيکنالوژۍ تر څنګ په نورو برخه کي هم ويډيوي خپريږي.

16/07/2026

آیا تر اوسه مو داسې ماهي لیدلی چې وزرونه لري او الوځي؟

دا ماهیان د خپلو دښمنانو او غټو ښکاري ماهیانو څخه د تېښتې لپاره تر ۲۰۰ مترو پورې په هوا کې مزل کوي او ان تر ۲۰ فټه پورته ټوپ وهي.

11/07/2026

عصري ټکنالوژۍ او انجینرۍ په مټ چين څنګه ۶۰۰۰ زده کونکي او ښوونکي وژغورل.

په دې ویډیو کي د چین په ګوانګ شي سیمه کي د هغو ۶۰۰۰ زده کوونکو او ښوونکو د ژغورني بې ساري عملیات وګورئ چي د سختو سېلابونو له امله په خپلو کالجونو کي محاصره سوي وه.

08/07/2026

د ایران حیرانوونکې ډیپلوماسي: هر هیواد ته د قرآن په ژبه ځانګړی پیغام!

د حماس لپاره زېری او ترکیې ته پېغور؛ د قرآني آیتونو تر شا د ایران سیاسي پیغامونه!

ایراني چارواکو په دې وروستیو کې د بېلابېلو هیوادونو راغلو پلاوو ته د هغوی د وضعیت او سیاسي دریځ سره سم ځانګړي قرآني آیتونه تلاوت کړل چې ټوله نړۍ یې حیرانه کړه!

05/07/2026

د امریکا د ازادۍ په ورځ د خامنه يي جنازه | ولي د ایران د مشر جنازه ۴ میاشتي وځنډېدل؟

په ایران کي د میلیونونو خلکو په ګډون دا ماتم پیل سو، په دې ويډيو کي وينو چي د هغه تابوت به په کومو مقدسو ښارونو کي ګرځول کېږي.

09/03/2026

آیا وریځې رښتیا هم د پنبې په څېر سپکې دي؟

۱۴۰۰ کاله مخکې قرآن د وریځو د وزن په اړه څه ویلي؟
"سحاباً ثقالاً" — په قرآن کریم کې د وریځو ساینسي معجزه
پدې ویډیو کې به تاسو د وریځو د وزن په اړه داسې ساینسي حقیقتونه واورئ چې ستاسو عقل به حیران کړي. ساینس اوس دا ثابتوي چې یوه کوچنۍ وریځ ۵ لکه کیلو ګرامه وزن لري، خو قرآن کریم ۱۴۰۰ کاله مخکې ورته "سحاباً ثقالاً" یا (درنې وریځې) ویلي دي.
دا د قرآن کریم یوه لویه معجزه ده چې نن سبا ساینس پوهان پرې پوهېږي.

ساینس او قرآن : ۴مه برخه


#پښتو #اسلام #قرآن #ساینس #معجزه

27/02/2026

ولې الله تعالی په قرآن کې د لمر او سپوږمۍ لپاره د "لامبو وهلو" لفظ کارولی؟ | د قرآن کریم ساینسي معجزه

په دې ویډیو کې موږ د سورت الانبیاء د ۳۳ نمبر آیت (يَسْبَحُونَ) او د معاصر ساینس ترمنځ یو حیرانوونکی تړاو څېړو. تاسو به پوه شئ چې ولې ناسا (NASA) خپل ستورمزلي په اوبو کې روزي او څنګه د انشټاین او سټیفن هاکینګ نظریات د قرآن کریم دغه مبارک لفظ ثابتوي.
دا ویډیو ثابته وي چې قرآن کریم د هغه ذات کلام دی چې دا کائنات یې پیدا کړي دي. که ساینس هر څومره پرمختګ وکړي، د قرآن کریم حقانیت نور هم روښانه کیږي.

#معجزه #ساینس #ناسا #اسلام #فضا

24/02/2026

د سورت الطارق حیرانوونکې ساینسي معجزه! ✨

سبحان الله! ایا پوهېدئ چې په فضا کې داسې ستوري شته چې د دروازې په څېر "ټکاری" کوي؟ 🌌🚪
هغه څه چې ساینس پوهانو په ۱۹۶۷ کال کې کشف کړل، قران کریم ۱۴۰۰ کاله وړاندې په ډېر دقیق ډول بیان کړي وو. په دې ویډیو کې د "سورت الطارق" هغه حیرانوونکې ساینسي معجزه وګورئ چې ستاسو ایمان به نور هم تازه کړي.
د "الطارق" او "الثاقب" مانا څه ده؟ 🤔
ولې الله تعالی د یو خاص ستوري لپاره د "ټکونکي" او "څیرونکي" کلمې کارولې دي؟
دا ویډیو تر پایه وګورئ او د الله ج په قدرتونو ځان خبر کړئ. ✨

اسلام او ساينس

#معجزه #ساینس #اسلام

21/02/2026

د قرآن کریم یوه لویه معجزه: «وَالْبَحْرِ الْمَسْجُورِ» څه معنی؟

په سمندر کې اور څنګه بلېږي؟ د سمندر په تل کې د اورشېندونکو غرونو پټه نړۍ

آیا تاسو کله فکر کړی چې په سمندر کې دننه اور بلېدای شي؟ هغه څه چې ساینس پوهانو په ۱۹۷۷ کال کې کشف کړل، قرآن کریم ۱۴۰۰ کاله وړاندې په ډېر وضاحت سره بیان کړي و. په دې ویډیو کې وګورئ چې څنګه اوبه د اور مړ کولو پر ځای هغه ته نوره انرژي ورکوي. سبحان الله!

قرآن او ساينس ـ

#معجزه #پښتو #قرآن

19/02/2026

درنو خوږو ملګرو !
ما ويډيوي له څو ورځو راهسي نه دي جوړي کړي، د ويډيو جوړولو په ورځو کي زموږ انټرنیټ تقريباً يوه اونۍ بند وو، بيا له هغه وروسته ځيني د ژوند چاري وې چي لامله يې ويډيو جوړولو ته نسوم فارغه.

د ويډيو جوړولو لړۍ به په دې برکتناکه مياشت روژه کي بيا پيل سي لخيره.

ستاسو له ميني او ملاتړ څخه نړۍ نړۍ مننه ❤️😍

Address

London
WC2N

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khalil Ullah posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Khalil Ullah:

Shortcuts

Share