26/08/2026
د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ځواکونو لوی درستیزوال حزبالله افغان د یو شمېر شعیه علماوو او هزاره قومي مشرانو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د هېواد د امنیت، ملي یووالي او د متقابلو همکاریو په اړه خبرې شوې دي. شعیه علماوو او قومي مشرانو د امنیتي ځواکونو له خدمتونو او هڅو مننه کړې او د هېواد د امنیت، سولې او ثبات په ټینګښت کې یې د هغوی رول مهم بللی دی. حزبالله افغان هم د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې ټول افغانان د یوې کورنۍ غړي دي او د هېواد امنیت، ثبات او پرمختګ د ټولو ګډ مسوولیت دی.
#تازه #خبرونه