BBC Pashto

BBC Pashto پر فېسبوک د بي‌بي‌سي پښتو رسمي پاڼه. د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه خبرونه او شخصي کیسې - ټولنیز، اقتصادي او هنري مسایل. وټس‌اپ:
00448000121010
(4290)

BBC Pashto is part of the BBC World Service Group which was launched in August 1981 to reach out to over 50-60 million Pashto speakers in Afghanistan, Pakistan and around the world. Nabi Misdaq was its founder and first editor. Initially, the service only had radio programmes, mainly news and current affairs, however, it later expanded by introducing entertainment slots, long form, features, magaz

ines, hard talk and interactive shows such as Stasy Ghag Your Voice which is still very popular among its audience.

17/06/2026

د بي بي سي غرمنۍ خپرونه

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې (سي ټي ډي) د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د عملیاتو پر مهال د درېو وسله‌...
17/06/2026

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې (سي ټي ډي) د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د عملیاتو پر مهال د درېو وسله‌والو د وژلو دعوه کړې ده.
د دغه ادارې د چارواکو په وینا، د جون پر ۱۶مه نېټه استخباراتي معلومات یې ترلاسه کړي وو چې ګواکې یوه وسله‌واله ډله له مومندو سیمې چارسدې ته د "ویجاړوونکو فعالیتونو" لپاره پر لاره ده .
چارواکي وايي، د شکمنو کسانو د نیولو لپاره په شبقدر سیمه کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شول، خو د درولو پر مهال وسله‌والو ډزې وکړې او خبره نښتې ته ورسېده.

د سي ټي ډي د معلوماتو له مخې، له ډزو وروسته سیمه کې د لټون پر مهال د درېو کسانو مړي وموندل شول، چې پېژندګلوي یې د حیات خان عرف حیات الله، عاصم او امین الله معاویه په نومونو شوې ده.
پاکستاني چارواکي زیاتوي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، دې کسانو وسله والو فعالیتونه کول او په هدفي وژنو کې ښکېل وو. په بیان کې ویل شوي چې حیات خان د یوه مذهبي مشر د وژنې په قضیه کې تورن و، او پر عاصم د خیبر ضلعې پر پولیسو او مذهبي شخصیتونو د بریدونو تورونه وو.

سي ټي ډي وايي چې له سیمې درې کلاشنکوفونه، شاجورې او لاسي بمونه ترلاسه شوي، او د ورکو کسانو د نیولو لپاره د سیمه‌ییزو پولیسو په همکارۍ ګډ لټون روان دی.
تر اوسه پاکستان کې حکومت مخالفه وسله والو ډلو د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
خیبر پښتونخوا کې دا تېره څه موده د پاکستاني طالبانو غورځنګ له لوري پر امنیتي څوکیو د خرپ او ترپ بریدونه زیات شوي او په ډېرو پخوانیو قبایلي سیمو کې یې حکومتي واک ننګولی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې له ۸.۸ میلیونو ډېر ماشومان د اقلیمي بدلون له ګواښ...
17/06/2026

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې له ۸.۸ میلیونو ډېر ماشومان د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دي.
له اقلیمي بدلونه ماشومانو ته د پېښ کړاو په تړاو، د یونیسف رپوټ کې ویل شوي چې افغانستان ۴۰ سلنه ماشومان د اقلیمي بدلون له امله ستونزمن ژوند لري او که یې لاسنیوی ونه شي حالت لا ناوړه کېدلی شي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي" سېلابونه، وچکالي، توده هوا او ګردجن بادونه هغه ګواښونه دي چې افغانستان کې یې د ماشومانو پر ژوند، روغتیا او زده‌کړو اغېزې کړې دي".

یونیسف ویلي، افغانستان په سیمه کې لومړنی هېواد دی چې ماشومان یې تر ټولو ډېر د اقلیمي بدلونونو له څپې اغېزمن دي.

افغانستان کې د یونیسف د مشر تاج الدین اویوالې له خولې په دې رپوټ کې ویل شوي چې د اسانیو نشتوالی او کمزورې روغتیايي اډانه، له ننګونو سره مله د خوندیتابه او ښونیز چوپړونه هغه څه دي چې دا ستونزې لا پراخوي.
دغه ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان ماشومانو د ملاتړ او مرستې لپاره دې لاس په چاره شي.

د افغانستان، هند او شري لنکا د الف لوبډلو تر منځ د دری اړخيزه سياليو په لړ کې نن چهارشنبې د افغانستان او هند د الف لوبډل...
17/06/2026

د افغانستان، هند او شري لنکا د الف لوبډلو تر منځ د دری اړخيزه سياليو په لړ کې نن چهارشنبې د افغانستان او هند د الف لوبډلو تر منځ سيالي کېږي.
افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی هند ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
شري لنکا تر دې مهاله یوه لوبه له افغانستان ګټلې او یوه له هند څخه خو یوه یې هند ته بايللې هم ده.
بل پلو هند بيا دوې لوبې بايللې دي، یوه یې افغانستان او بله هند ته بايللې ده.
افغانستان بيا دوې لوبې کړې چې يوه یې ګټلې او يوه یې بايللې ده.
د سياليو په جدول کې تر دې مهاله شري لنکا په لومړي، هند په دويم او افغانستان په درېيم نمبر دی.

د نړيوال جام په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره يوه افغان الاصله فوټبالر دغو سياليو ته لار موندلې ده. نديم اميري چې د جرمني تا...
17/06/2026

د نړيوال جام په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره يوه افغان الاصله فوټبالر دغو سياليو ته لار موندلې ده. نديم اميري چې د جرمني تابعيت لري او له اصله افغان دی د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړيوال جام کې د جرمني لپاره لوبېږي.

د نړيوال جام په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره يوه افغان الاصله فوټبالر دغو سياليو ته لار موندلې ده. نديم اميري چې د جرمني تابعيت لري او له اصله افغان دی د ۲۰۲۶ کال د فوټبال ...

د افغانستان او هند د ملي لوبډلو تر منځ نن چهارشنبې د هند په لکنو کې د دريو يو ورځنيو سياليو دويمه لوبه ترسره کېږي.لومړۍ ...
17/06/2026

د افغانستان او هند د ملي لوبډلو تر منځ نن چهارشنبې د هند په لکنو کې د دريو يو ورځنيو سياليو دويمه لوبه ترسره کېږي.
لومړۍ لوبه چې د باران له کبله را لنډه شوې وه، هند په اوو وېکټو وګټله.
ستاسو په اند د افغانستان لپاره په نننۍ لوبه کومو بدلونونو ته اړتيا ده او څه بايد وشي؟
نظرونه مو راسره شريکولی شئ.

17/06/2026

تاسې هم خپلو ماشومانو ته اندېښمن یئ چې ډېر موبایل او یا انټرنېټ کاروي او نه پوهېږئ چې څه څه پکې ګوري؟ په دې ویډیو کې ګټورې سپارښتنې شته چې څنګه یې د هغوی له ناوړه کارونې او تاوانونو خوندي ساتلی شئ. نورګل شفق یې درته روښانوي:

بي بي سي‌ په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغو مکتوبونو ته لاسرسی موندلی چې پکې ویل شوي د پوځي کارکوونکو په ګډون د ټولو ح...
17/06/2026

بي بي سي‌ په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغو مکتوبونو ته لاسرسی موندلی چې پکې ویل شوي د پوځي کارکوونکو په ګډون د ټولو حکومتي‌ کارکوونکو لخوا " په کور او ادارو کې" د ځیرکونو موبایلونو پر کارونې بندیز اعلان شوی دی.

بي بي سي‌ په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغو مکتوبونو ته لاسرسی موندلی چې پکې ویل شوي د پوځي کارکوونکو په ګډون د ټولو حکومتي‌ کارکوونکو لخوا " په کور او ادارو کې" د ځ...

د امریکا د هوايي ځواک یوه بي-۵۲ بم غورځونکې الوتکه د جنوبي کليفورنيا له اېډورډز هوايي اډې څخه له پورته کېدو لږ وروسته را...
17/06/2026

د امریکا د هوايي ځواک یوه بي-۵۲ بم غورځونکې الوتکه د جنوبي کليفورنيا له اېډورډز هوايي اډې څخه له پورته کېدو لږ وروسته راپرېوته چې له امله یې اته کسان ووژل شول.

د امریکا د هوايي ځواک یوه بي-۵۲ بم غورځونکې الوتکه د جنوبي کليفورنيا له اېډورډز هوايي اډې څخه له پورته کېدو لږ وروسته راپرېوته چې له امله یې اته کسان ووژل شول. دا پېښه ...

په هرات کې امنیتي چارواکو بي بي سي ته تائید کړې چې په دغه ښار کې یې د تېرې اوونۍ له لاریون وړاندې لږ تر لږه ۱۹ مېرمنې نی...
16/06/2026

په هرات کې امنیتي چارواکو بي بي سي ته تائید کړې چې په دغه ښار کې یې د تېرې اوونۍ له لاریون وړاندې لږ تر لږه ۱۹ مېرمنې نیولې وې چې وروسته یې پرېښودې.

په هرات کې امنیتي چارواکو بي بي سي ته تائید کړې چې په دغه ښار کې یې د تېرې اوونۍ له لاریون وړاندې لږ تر لږه ۱۹ مېرمنې نیولې وې چې وروسته یې پرېښودې.

Address

Sompting

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when BBC Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share