Musafir

Musafir 𝐌𝐮𝐬𝐚𝐟𝐢𝐫

پوښتنه یې وکړه:استاده دې طلا کې دا ۲۴، ۲۱، ۱۸ او ۱۴ عیاره څه مانا؟ دا څه شی دي؟!ساده ځواب یې دا دی، چې ۲۴ عیاره یا Karat...
03/04/2026

پوښتنه یې وکړه:
استاده دې طلا کې دا ۲۴، ۲۱، ۱۸ او ۱۴ عیاره څه مانا؟ دا څه شی دي؟!

ساده ځواب یې دا دی، چې ۲۴ عیاره یا Karat یانې کابو سل فیصده خالصه او سوچه طلا ده. ۲۱ چې ورته وايې، یانې ٢١ تقسیم ٢٤ ضرب ۱۰۰، یانې ٨٧ فیصده طلا او نور پکې مس او نقره گټه شوې‌ده (یاد ساتئ سوچه طلا څخه د سینگار توکي، غوږوالۍ، غاړه‌کۍ او گوتې نه‌جوړېږي، ځکه نرمه وي)، همداسې ۱۸ عیاره یانې چې ١٨ تقسیم ٢٤ او بیا ضرب سل یانې ٧٥ فیصده طلا او پاتې په‌کې مس او نقره گډه شوې‌ده او که وایې ۱۴ عیاره یانې ۱۴ پر ۲۴ تقسیم کړې، او ضرب سل کړې یانې ٥٨ فیصده طلا او پاتې فیصدې پکې مس او نقره گډه شوې‌ده.

مس په‌کې د شخېدا او نقره په‌کې د ځلا له‌پاره کاروي.

څومره چې عیار لوړ وي، نو طلا سوچه‌توب ته نږدې وي او څومره چې ټيټ وي، نو طلا له سوچه‌توب لرې کېږي. یانې لوړ عیار طلا قیمته او ټيټ عیار طلا ارزانه وي.

پوه شوئ!؟ 💫🔥💎😊👍

Address

Kolkata
007

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Musafir posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share