Afgan News

Afgan News د افغانستان ټول ژورنالیستان او عام وگړي کولي شی چی د پیښو،عجایبواو نورو په زړه پوری شیانو ویډیو گانۍ واستوی مونڔ یی نشر کوو.

17/03/2025
د افغانستان د سوک وهنې ملي لوبډلې لوبغاړي د «بریکس» په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن ورځ له غرمې مخکې د روسیې په ل...
17/06/2024

د افغانستان د سوک وهنې ملي لوبډلې لوبغاړي د «بریکس» په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن ورځ له غرمې مخکې د روسیې په لوري روان شوي دي. د سوک وهنې د فدراسیون چارواکي وايي، چې په دغو سیالیو کې د هېواد په استازیتوب څلور سوک وهونکي په بېلابېلو وزنونو کې برخه واخلي. د یادولو وړ ده، چې د سوک وهنې دغه سیالۍ د روسیې په کوربه توب په کازان کې ترسره کیږي.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې افغانستان هغه وخت پرمختګ کولی شي، چې د افغانانو ملي یووا...
17/06/2024

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې افغانستان هغه وخت پرمختګ کولی شي، چې د افغانانو ملي یووالی او ملي پيوستون مخکې له مخکې پیاوړی شي. نوموړي په خپل پیغام کې د ټولو لپاره د زده کړو برابر فرصت، د بشري قوې تربیه او د ملي ارادې تمثیل او تفاهم لپاره د زمینې برابرول له هغو مواردو یاد کړي، چې د هېواد د پرمختګ لامل ګرځي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دغه هیواد کې د ځینو دولتي ادارو د تړلو اعلان کړی. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، هغ...
17/06/2024

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دغه هیواد کې د ځینو دولتي ادارو د تړلو اعلان کړی. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، هغه ادارې چې دغه هېواد ته مالي ګټه نه رسوي ډېر ژر به وتړل شي. د دغو ادارو په منځ کې د پاکستان د ټولګټو چارو وزارت هم یادېږي. په راپور کې راغلي چې د دې پرېکړې د بیا کتنې لپاره یوه کمېټه جوړه شوې ده.

د چاپېریال ساتنې اداره وايي چې د ملګرو ملتونو دوو ادارو په افغانستان کې د څه باندې ۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت د دوو پروژو ...
17/06/2024

د چاپېریال ساتنې اداره وايي چې د ملګرو ملتونو دوو ادارو په افغانستان کې د څه باندې ۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت د دوو پروژو د تطبیق طرحه تایید کړې ده. دغې ادارې پرون په یوه خبر پانه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ او د نړیوال پرمختګ ادارې به دا پروژې د ۲۰۲۹م کال تر جولای میاشتې په کونړ او بدخشان ولایتونو کې پلې کړي. د خبر پاڼې له مخې دا پروژې د کرنیزو فعالیتونو، د ویجاړو ځمکو د احیا، د ځنګلونو د کېنولو او د چاپېریال ساتنې په نورو اړوندو برخو کې دي.

Indirizzo

1street
Maida
2

Sito Web

Notifiche

Lasciando la tua email puoi essere il primo a sapere quando Afgan News pubblica notizie e promozioni. Il tuo indirizzo email non verrà utilizzato per nessun altro scopo e potrai annullare l'iscrizione in qualsiasi momento.

Contatta L'azienda

Invia un messaggio a Afgan News:

Condividi