Wadan Noori

Wadan Noori ښو خلکو ته مینه ورکړئ🍂 او ښه پرېمااانه یې ونازوئ یقین وکړئ په دې دنیا کې یې موندل معجزې ته ورته دي❤️

Love and appreciate good people deeply, never take them for granted. Believe me, finding good people is like witnessing a miracle; they are truly rare.

ګران او قدرمن دوست، انجینرTalash Saib صاحب ته د کابل پوهنتون څخه د فراغت له امله د زړه له کومې مبارکي وایم.ستاسې دا ستره...
13/08/2026

ګران او قدرمن دوست، انجینرTalash Saib صاحب ته د کابل پوهنتون څخه د فراغت له امله د زړه له کومې مبارکي وایم.
ستاسې دا ستره لاسته‌راوړنه دې د لا زیاتو علمي، مسلکي او شخصي بریاوو پیل شي. په راتلونکي ژوند کې درته د لا ډېرو بریاوو، پرمختګونو او ویاړونو هیله لرم.

فراغت مو مبارک، انجینر صاحب! 🌹🎓

13/08/2026
12/08/2026

ګران ملګري Noman Khpalwak په چین کې د ګوانګژو ښار په زړه کې د Kabul Restaurant رستورانت په نوم نوی رستورانت پرانیست
که په ګوانګژو کې د اصیل افغاني وطني خوړو، خوندورو خوراکونو او بېلابېلو فسټ فوډونو مینه‌وال یاست، نو د کابل رستورانت ستاسو لپاره د افغانستان د خوندونو یو ښکلی یاد دی
📍 آدرس: چین، ګوانګژو ښار، یوژیو سیمه، د ګوانګژو اورګاډي تمځای، لویدیځ حوانشي سړک، ۱۵۵-۳ نمبر، ۱۱۲مه خونه
🚇 نږدې موقعیت: د ګوانګژو میټرو/اورګاډي سټېشن د Exit D1 ته نږدې

📱 WeChat: 18998434014

که په ګوانګژو کې یاست، یو ځل ورشئ، افغاني خوندور خواړه تجربه کړئ ❤️

10/08/2026

کله چې مې مېلمه فسټ فوډ تازه پرانیست، ځینو کسانو راته ویل: پنځمه ناحیه پرېږده؛ دلته له کلونو راهیسې یو مشهور فسټ فوډ فعالیت کوي، ته به دلته کامیاب نه شې!
خو موږ میدان پرېنښود، تسلیم نه شو او پر خپل کیفیت، خوند او د مشتریانو پر ښه خدمت مو باور وکړ.

نن الحمدلله، د هماغه مشهور فسټ فوډ ځینې ګاونډیان څو څو ځله مېلمه فسټ فوډ ته راځي، زموږ دایمي مشتریان شوي او په ځانګړي ډول زموږ د خوندور برګر لپاره بېرته راګرځي. 🍔❤️

تر هغه چې خپله هڅه کوې، میدان مه پرېږده؛ تر هغه چې باور لرې، تسلیمېږی مه!
په کاروبار کې د هر چا خبرې مه منئ؛ د خلکو نظر واورئ، خو خپله پرېکړه د خپل هدف، کیفیت او عمل پر بنسټ وکړئ.
او تر ټولو مهمه دا چې:
مشتري په خبرو نه، په خوند، کیفیت او ښه چلند ګټل کېږي

آدرس: کابل خوشحال خان د قلعه وزیر څلور لارې د کلید معرفت مکتب ترڅنګ.
د تلیفون شمېره: 0784320147/0776388825

نن مو د خوږ او قدرمن ملګري، Karim Mayar صاحب، د Melma Fast Food مېلمه فسټ فوډ په صمیمي چاپېریال کې د راتګ ویاړ درلود.مای...
07/08/2026

نن مو د خوږ او قدرمن ملګري، Karim Mayar صاحب، د Melma Fast Food مېلمه فسټ فوډ په صمیمي چاپېریال کې د راتګ ویاړ درلود.
مایار صاحب چې په خپل خندا‌روی، خوش‌طبعه او نیک اخلاقه شخصیت مجلس ته ځانګړې خوږه فضا وربښي، نن مو ورسره یو ډېر خوندور او ارزښتمن بنډار وکړ.
د مېلمه فسټ فوډ ترڅنګ مو د شخصي کاروبار د پیل او پرمختګ، فرصتونو، خطرونو، ننګونو، ګټو او راتلونکي په اړه اوږدې او ګټورې خبرې وکړې او خپل نظرونه مو یو له بل سره شریک کړل. دا ډول مجلسونه انسان ته نوې تجربې، نوې نظریې او د راتلونکي لپاره نوې انګېزې ورکوي.

له مایار صاحب څخه نړی مننه چې مېلمه فسټ فوډ مو په خپل راتګ لا ښکلی کړ.
کور مو ودان، هر کله راشئ! ❤️
مېلمه فسټ فوډ یوازې د خوندورو خوړو ځای نه دی؛ دلته د خوړو ترڅنګ د دوستۍ، صمیمیت او ښکلو مجلسونو خوند هم شته.

آدرس: کابل خوشحال خان د قلعه وزیر څلور لارې د کلید معرفت مکتب ترڅنګ.
د تلیفون شمېره: 0784320147/0776388825

04/08/2026

وضاحت!

ځینې قدرمن ملګري وایي چې زموږ د رستورانت ځای کوچنی دی، هو دا خبره حقیقت دی

خو غواړم یو حقیقت درسره شریک کړم؛ د همدې ځای د موندلو لپاره مې له اوو میاشتو څخه زیات هڅې او لټون کړی دی. دا ځای زموږ د سفر وروستی تمځای نه، بلکې یوازې د Melma Fast Food مېلمه فسټ فوډ د پیل لومړی ګام دی.

زه هره ورځ په دې هڅه کې یم چې یو پراخ، مناسب او لا غوره ځای پیدا کړم، ترڅو خپلو ټولو قدرمنو مېلمنو ته په لا آرام، ازاد او معیاري چاپېریال کې خدمت وکړو.

ستاسو مینه، باور او ملاتړ زموږ د پرمختګ تر ټولو لویه سرمایه ده. ان‌شاءالله ډېر ژر به تاسو ته د لا پراخ، ښکلي او غوره رستورانت زېری درکړو

نوټ؛ د ویدیو لپاره د ویدیو د پای انیمېشن څنګه دی؟

01/08/2026

الحمدلله! نن په Melma Fast Food مېلمه فسټ فوډ کې دومره بیروبار و چې ټول خوراکونه مو له وخته مخکې خلاص شول، سره له دې چې د پرون په پرتله مو دوه برابره آماده‌ګي نیولې وه.

له هغو ګرانو مېلمنو بښنه غواړو چې ناوخته راتلل هیله ته چې په تکلیف نشي. سبا به، ان‌شاءالله، لا ښه چمتو یو او ستاسو په خدمت کې به یو.

Indirizzo

3rd
Rome
00118

Notifiche

Lasciando la tua email puoi essere il primo a sapere quando Wadan Noori pubblica notizie e promozioni. Il tuo indirizzo email non verrà utilizzato per nessun altro scopo e potrai annullare l'iscrizione in qualsiasi momento.

Contatta L'azienda

Invia un messaggio a Wadan Noori:

Scelte rapide

Condividi