28/10/2025
د سپۍ لور!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ لنډه کيسه
دروازه وټکېده، ژر پاڅېدم، سپين ږيري د کوټې په کونج کې له خپلې کمپلې سر راوويست، بصیر د کوټې جارو کول بس کړل، ما دروازه خلاصه کړه، ساتونکي وويل:
ـ دا دې کوټه شوه!
سپين ږيری پخپل ځای کې کېناست، بصير نوي کس ته غاړه ورکړه، سپين ږېري په مسخره يي انداز وويل:
ـ غل خو به نه يې؟
راغلي کس ورته سترګې وربرګې کړې، بصیر جارو د کوټې کونج ته ورګوزاره کړه او له سپين ږيري کاکا سره يې خپله خبره يو ځای کړه:
ـ قتل يې کړی!
دا وخت يوه ملنډه ما هم وکړه:
ـ چې ځانونه ترې وساتوو!
سپين ږيري ديوال ته ډډه ووهله، نوي راغلي کس ته يې وويل:
ـ مه خپه کېږي، دلته سم خلک نه راځي، خامخا يې يوه توره کړې وي، تا کومه کارنامه کړې؟
کس په قهرېدلي څېره ور وکتل، بصیر له خپله ځايه پورته شو، د کوټې له کونجه يې کمپله راوخيسته او د کس پر پښو يې واچوله، خو خپله ملنډه يې وکړه:
ـ همدا دې ځای شو، ځان پکې تاوه کړه، چې کوټه يخه ده.
ما سپين ږيري کاکا ته کړل:
ـ ته څه وايې، چې کومه کارنامه به يې کړې وي؟
بصير وخندل:
ـ خو درته مې وويل، چې قتل يې کړی!
کس اووږد وغځېد او کمپله يې په ځان کش کړه، ما سپين ږيري ته سترګه ووهله او په جدي انداز مې وويل:
ـ غل انسان چا ته سترګې نه لري!
کس له کمپلې سر راوويست:
ـ غل به دې پلار وي!
بصير ورتاوو شو، خو سپين ږيري ورغږ کړ:
ـ پام!
زما اعصاب هم ورته ګډ وډ شول، کمپله مې ترې کش کړه او په غوسه مې ورته وويل:
ـ بدماش يې؟
سپين ږيری له خپله ځايه په کښېدلو د کس خواته نږدې شو، هغه ژر پاڅېد، پلتۍ يې ووهله او په قهرېدلي څېره يې سپين ږيري ته لاندې باندې وکتل، بابا ورته په خبرو شو:
ـ له ځانه به يې شروع کړم، زه خپلو ورونو بندي کړی يم او ګناه مې دا ده، چې د ځمکو تقسيم مې سم نه دی کړی، ځکه چې ښه او عالی ځمکه ترې ما په دې وجه اخيستې، چې مشر يم او اوس مې پکې ځانته ښايسته کور هم جوړ کړی. زه پوهېږم، چې ما ښه نه دي کړي، خو پښتانه يوو ضد او کينه به پالوو.
جواد انساني قاچاق کوي، خلک خارج ته لېږي او بصير له پلار نه ښځه غواړي، کمعقل په پلار مرګونی ګوزار کړی اوس ترې خبر هم نه لري، چې څنګه به وي!؟
کس بصير ته په کتو په خبرو شو:
ـ ښځه دې ورکه شي، نوم دې ورک شي!
ما ورغږ کړ:
ـ دنيا په ښځو آباده ده. دا اوس څه حال دی، کوټه د کتلو نه ده، دا که کور وی د ښځو له برکته به څومره پاک او ستره و!
کس بيا په خبرو شو:
ـ د سپۍ لور ده، زمونږ ژوند يې اور کړی، مرګ ته مې ووهله!
بصير چوپه خوله په خپلې کمپلې کې ننوت، ما ورغږ کړ:
ـ بې غيرته!
سپين ږيري په مستانه انداز وويل:
څوک يې دیدن پسې ړندېږي
څوک يې له کټه غورځوي چې خوب راځينه
خيبر روښان دوستوخېل