05/01/2026
زما خاوند نامرده دی؛ زه ترې جلا کېږم!
په ځينو ټولنو کې دا عام مشکل وي، چې کوم نارینه د خپلې میرمنې جنسي تنده نشي ماتولې؛ اکثریت میرمنې بیا له خاونده لار جلا کوي او لامل دا وايي چې "خاوند مې نامرده و".
د یو وکیل په حیث دا وړ ډېر کیسونه ماته راغلي؛ خو دا ځل دا کیس بدل و.
زه د ښځې د خاوند وکیل وم، محکمې ته خبره لاړه، ښځې په زغرده وویل: زما خاوند نامرده دی، زه ترې جلا کېږم!
د محکمې په تالار کې ټولو خلکو سرونه ځوړند کړل، د ښځې په خوا کې دوه ماشومان، چې زامن یې وو؛ هغوې هم یو خوا او بل خوا وکتل.
زما په زړه او ذهن کې تېر شو، چې دا څومره بې شرمه او کچه ښځه ده. که خاوند دې نامرده دی، نو دا دوه ماشومان له کومه شو!؟
ما همدا پوښتنه له ښځې څخه وکړله. زیاته یې کړه:
زما خاوند داسې نامرده نه دی چې زما جنسي خواهش نشي پوره کولاې. زه حیران شوم. خبره يې پسې وغځوله:
زه له کلي څخه ښار ته دې ښاغلي ته واده شوې یم، په کلي کې به مې چې پلار راته غږ کولو، نو په "خوږې"، "جانې" "ګلې" او... نومونو به یې بللم، اوس که راڅخه عادي غلطي وشي، دا ښاغلی راته سپۍ وایي، زما ټوله قبيله کنځي او کله کله خو راته د رنډۍ خطاب هم کوي.
وکیل صیب ته ووایه، چې زما په سر زما قبيلې ته کنځل کوونکی نامرد نه دی؟ خپلې مېرمنې ته رنډۍ ویوونکی نامرد نه دی؟ مرد خو هغه وي چې رنډۍ ته هم عزت ورکړي. مرد خو هغه وي، چې خپلې میرمنې ته په درانه نظر وګوري.
ما چې دا خبرې واوریدلې، سر مې ټيټ کړ او په ځان مې هم د نامرد ګومان ځکه وشو، چې په زړه کې مې همدې ښځې ته د "بې شرمې او کچه ښځې" خطاب کړی وه
کاپي
ستوري د اسمان