الجامعة القاسمیة للدراسات الإسلامية

الجامعة القاسمیة للدراسات الإسلامية الجامعة القاسمیة الدراسات الاسلامیة

د قرآن مجید د سورة المؤمنون (آیتونه ۱۲ تر ۱۴) کې دغه پړاوونه داسې بیان شوي دي:"او یقیناً موږ انسان د خټې له نچوړ څخه پید...
16/05/2026

د قرآن مجید د سورة المؤمنون (آیتونه ۱۲ تر ۱۴) کې دغه پړاوونه داسې بیان شوي دي:
"او یقیناً موږ انسان د خټې له نچوړ څخه پیدا کړ. بیا مو هغه د نطفې په بڼه په یوه خوندي ځای (د مور رحم) کې کېښود. وروسته مو هغه نطفه علقه (د وینې ټوټه چې د ټيګه ويني ټوټه په شان نښتې وي) وګرځوله، بیا مو هغه علقه مضغه (د غوښې یوه ژوول شوې ټوټه) کړه، بیا مو له دې مضغې هډوکي جوړ کړل، بیا مو پر هډوکو غوښه واغوسته، او بیا مو هغه په بله ځانګړې بڼه پیدا کړ. نو ډېر برکت والا دی الله، چې تر ټولو غوره پیدا کوونکی دی."
قرآني اصطلاحات او د انځور پړاوونه
په انځور کې د اونیو له مخې د قرآني پړاوونو تشریح داسې کېدای شي:
نطفه (Sperm/Zygote):
دا د ژوند د پیل مرحله ده، کله چې د انسان د پیدایښت بنسټ اېښودل کېږي. (په انځور کې د ۱ تر ۳ اونیو شاوخوا)
علقه (Leech-like Clot):
د ۵ او ۶ اونیو شاوخوا، کله چې جنین د رحم له دېوال سره نښلي او بڼه یې د ټينګه ويني ټوټي په شان ښکاري.
مضغه (Chewed-like Lump):
د ۸ تر ۱۲ اونیو ترمنځ، کله چې د بدن د غړو لومړنۍ بڼې څرګندېږي او د ژوول شوې غوښې ټوټې ته ورته ښکاري.
عظام (Bones):
د هډوکو د جوړېدو پړاو پیلېږي.
لحم (Flesh/Muscles):
پر هډوکو د غوښې او عضلو راختل، چې د ۱۳ تر ۲۰ اونیو پورې پړاوونو کې څرګند وي.
خلقاً آخر (بله نوې پیداېښت):
هغه مرحله چې روح پکې پوکل کېږي او جنین بشپړه انساني بڼه خپلوي. (د انځور وروستي پړاوونه)
همدا رنګه:
قرآن کریم په سورة الحج (آیت ۵) کې د "مضغه" په اړه فرمایي چې هغه:
"مُخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ"
یعنې: "ځینې برخې یې جوړې شوې وي او ځینې نیمګړې."
دا بالکل هماغه حالت ته اشاره کوي چې د حمل په لومړیو اونیو کې د جنین غړي لا بشپړ او واضح نه وي.
دا آیتونه ۱۴۰۰ کاله وړاندې نازل شوي وو، په داسې وخت کې چې نه مایکروسکوپ موجود و او نه الټراساونډ؛ له همدې امله ډېر خلک دا د قرآن یو ستر علمي معجزه ګڼي.
﴿وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ ۝ ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ ۝ ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ ۚ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ﴾— سورة المؤمنون: ۱۲ ـ ۱۴
او یقیناً موږ انسان د خټې له نچوړ څخه پیدا کړ. بیا مو هغه د نطفې په بڼه په یوه خوندي ځای (رحم) کې ځای پر ځای کړ. وروسته مو نطفه علقه کړه، بیا مو علقه مضغه وګرځوله، بیا مو له مضغې هډوکي جوړ کړل، او پر هډوکو مو غوښه واغوسته، بیا مو هغه په بل ځانګړي مخلوق بدل کړ. نو ډېر برکت والا دی الله، چې تر ټولو غوره پیدا کوونکی دی."
Abdul Hameed Jalili

د درس ترمذي عربي ژباړهليکنه: عبدالبصير ګلګتپه ډېرې خوښۍ او د زړه له کومې سره تاسو درنو حضراتو ته دا زېرى وړاندې کوم چې ز...
09/05/2026

د درس ترمذي عربي ژباړه
ليکنه: عبدالبصير ګلګت
په ډېرې خوښۍ او د زړه له کومې سره تاسو درنو حضراتو ته دا زېرى وړاندې کوم چې زموږ ډېر فاضل، زيارکښ او قدرمن ورور، د جامعہ دارالعلوم کراچی فاضل او متخصص، حضرت مولانا مفتي حبيب الله قاسمي صاحب دامت برکاتهم العاليه ـ چې دا مهال په جامعہ حقانیہ اکوڑہ خٹک او جامعہ قاسمیہ رحیمیہ اکوڑہ خٹک کې لوړې علمي دندې ترسره کوي ـ يو ستر علمي او تحقيقي خدمت پيل کړی دی۔
نوموړی دا مهال د خپل محترم استاد، حضرت شيخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني صاحب دامت برکاتهم العاليه د ترمذي شريف ارزښتناک درس عربي ژبې ته د انتقال په مهم، دقيق او دروند علمي کار بوخت دی۔ دا خدمت يوازې يوه علمي هڅه نه ده، بلکې د علومو د حديثو د خپرېدو او ترويج يو اغېزمنه او تلپاتې وسيله ده، چې د هغې له لارې به عربي نړۍ او عربي پوهان هم له دغو قيمتي دروسو څخه پراخه ګټه ترلاسه کړي۔
د لا زياتې نېکمرغۍ خبره دا ده چې د دې ستر خدمت لپاره خپله حضرت شيخ الاسلام نوموړي ته په رسمي ډول ليکلې اجازه هم ورکړې ده، چې دا د دې کار د اهميت، مقام او ګټورتيا څرګند دليل دی۔
الحمدلله! مولانا صاحب دا خدمت په ډېر مسؤليت، پوره پاملرنې، زيار او اخلاص سره مخ ته وړي، او د هغوی علمي جديت د دې خبرې څرګند ثبوت دی چې ان شاء الله دا کار به يو يادګاري او مرجع علمي اثر وګرځي۔
د جامعہ دارالعلوم کراچی د ۱۴۱۹هـ (۱۹۹۸م) کال ټول فارغان دا علمي خدمت د خپل ځان لپاره د وياړ او عزت سبب ګڼي، چې الله تعالی د دوی يوې مدرسې ملګری د دې ستر خدمت لپاره غوره کړی دی۔ دا زموږ ټولو لپاره د هڅونې او تشويق وسيله هم ده، څو هر يو په خپل خپل ميدان کې د دين متين خدمت ته جدي هڅې روانې وساتو۔
زه د خپل ځان له خوا، او د ټولو دوستانو او ملګرو په استازيتوب، د حضرت مولانا مفتي حبيب الله قاسمي صاحب د دې مبارک اقدام له امله د زړه له کومې مبارکي او ستاينه وړاندې کوم،موږ ټول به دا خپله نېکمرغي وبولو چې په دې ستر ديني خدمت کې د هغوی مرسته او ملاتړ وکړو۔ که هر ډول علمي، تحقيقي يا فني مرستې ته اړتيا پېښه شي، نو ان شاء الله موږ ټول به تر خپلې وسې د همکارۍ لپاره حاضر يو۔
الله تعالی دې حضرت مولانا ته د دې ستر کار د بشپړولو لپاره ځانګړې همت، استقامت، اخلاص او برکت ورپه برخه کړي، د دوی دا هڅه دې د قبوليت مقام ته ورسوي، او دا دې د قيامت تر ورځې د علم زده کوونکو او څېړونکو لپاره ګټوره او د آخرت ذخيره وګرځوي۔ آمين يا رب العالمين۔
والسلام
کمنټ

د الله تعالی مرسته په لمانځه او صبر سره..
08/05/2026

د الله تعالی مرسته په لمانځه او صبر سره..

15/04/2026
13/04/2026

د مدرسې طالب !

په يو کلي کې يو غريب سړی اوسېده، نوم يې “لفظ” و۔ د هغه دوه وروڼه وو: يو “موضوع” او بل “مهمل”۔

موضوع ډېر هوښيار و، هر څه به يې معنا لرله او خلک به پرې پوهېدل۔ خو مهمل بې‌معنا خبرې کولې، داسې چې هېڅ مفهوم به ترې نه جوړېده۔

موضوع دوه زامن لرل: “مفرد” او “مرکب”۔ مفرد يوازې ګرځېده، خو مرکب له نورو سره يو ځای کېده۔

مرکب دوه ډولونه درلودل: “مرکب ناقص” او “مرکب تام”۔ مرکب ناقص نيمګړې خبرې کولې، مطلب به يې نه بشپړېده۔ خو مرکب تام پوره جمله ويل، مطلب به يې واضح و، خبر به يې ورکاوه، نو ځکه ورته “کلام” ويل کېږي۔

بيا کلي ته يو يتيم هلک راغی، نوم يې “کلمه” و۔ له هغه سره درې ملګري وو: “اسم”، “فعل” او “حرف”۔

اسم خپلواکه و، خپله معنا يې لرله او بل ته اړتيا نه درلوده۔
فعل يوازې نه راځي، له ځان سره فاعل يا بل تړاو هم غواړي۔
حرف ډېر کمزوری و، خپله معنا نه لري، د اسم او فعل په مرسته معنا پيدا کوي۔

د اسم دوه ښځې وې، یوه معرفه او بله نکره. معرفه ډېره مشهوره وه او هر چا پېژندله، خو نکره ډېره ساده او عامه وه چې هر چا ته کارېدله.

د معرفه اووه اولادونه وو: ضمیر، علم، اشاره، موصول، معرف باللام، معرف بالاضافة او معرف بالنداء. ضمیر به تل د نوم پر ځای کارېده لکه زه، ته، هغه. علم بیا یو خاص نوم و لکه احمد یا مکه. اشاره به تل یو شي ته ګوته نیوله لکه دا یا هغه. موصول به تر هغې مانا نه ورکوله تر څو چې به یې خپله صله یا جمله نه وه موندلې. معرف باللام هغه و چې په سر کې به یې الف لام (ال) و. معرف بالاضافة هغه چې له بل خاص نوم سره به تړلی و، او معرف بالنداء هغه چې د غږ په واسطه خاص شوی و.

بيا د اسم اړوند دوه حالتونه دي: “مذکر” او “مونث”۔
مذکر د نر لپاره وي، مونث د ښځې لپاره۔

د مونث درې نښې مشهورې دي:
تاء مربوطة (ة)
الف مقصوره (ى)
الف ممدوده (اء)

مونث دوه ډوله دی: حقيقي (اصلي ښځه) او لفظي (صرف په لفظ کې ښځينه، خو حقيقت کې نه وي)۔

بيا عدد راځي:
واحد: يو شی
مثنی: دوه شيان
جمع: له درېو زيات

جمع دوه ډوله دی:
جمع سالم: اصلي بڼه نه بدلېږي، لکه مسلمون، مسلمات
جمع مکسر: بڼه بدلېږي، لکه رجل → رجال

خلاصه دا چې دا ټوله کيسه د نحو مهم اصول په ساده او ياد ساتلو وړ انداز کې بيانوي:
لفظ يا خو با معنا وي (موضوع) يا بې معنا (مهمل)
کلمه درې ډوله ده: اسم، فعل، حرف
اسم معرفه او نکره کېږي
او بيا د جنس او عدد تقسيم پرې راځي

فإن كان صوابا فمن الله وإن كان خطأ فمني ومن الشيطان والله ورسوله بريئان منه.

که ليکنه درسته او مفيده وي دا د الله سبحانه وتعالی په توفيق او مدد سره او که غلطيانې په کښي موجود وي دا زما کمزورئ ده او ما پري خبر کړي مننه .
منقول

13/04/2026

استغفر الله😢😭

سعید بن جبیر رحمه الله وايي:
د قیامت په ورځ به یو بنده ته د هغه عملنامه ورکړل سي، خو یاد بنده به په عملنامه کي خپل لمونځونه، روژې او نور هیڅ نېک اعمال ونه ویني.

بیا به ووايي: ای ربه!
دا خو زما عملنامه نه بلکه د بل چا ده.
ځکه چي ما خو په دنیا کي نېک اعمال ترسره کړي ؤه او په عملنامه کي مې ډېري نېکۍ وې.

بنده ته به وویل سي: ستا له رب څخه هیڅ شی نه هېرېږي او نه هم ورکېږي، همدا ستا عملنامه ده، البته ستا اعمال د خلکو په غیبت کولو سره له منځه تللي دي.
[بحر الدموع لابن الجوزي رحمه الله - (159)].
منقول

09/04/2026

✓ خاصو خلکو ته سلام کول*
✓ تجارت دومره عام کیدل، چې ان ښځه به له خپل مېړه سره د هغه په تجارت کې مرسته کوي
✓ خپلوي نه پالل

دا د اخرت هغه نښې دي چې د اخرت له رامنځته کيدلو مخکې به راښکاره کيږي او د رسول الله ﷺ په يوه حديث کې يې يادونه شوې ده. عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قال قال رسول الله ﷺ : بين يدَي الساعةِ تسليمُ الخاصَّةِ وفشوُ التجارةِ حتى تعينَ المرأةُ زوجَها على التجارةِ وتُقطعُ الأرحامُ. أخرجه البخاري في الأدب المفرد (1049)، و أحمد (3870)، والحاكم (7043).

* سلام کولو کې سنت طريقه دا ده چې پېژاندو او ناپېژاندو ټولو ته بايد سلام واچول شي.
Hamid Afghan

06/04/2026

مرګونه ولې دومره زيات شول؟

څلور الهي وعدې
04/04/2026

څلور الهي وعدې

02/04/2026

ګنهګار انسانه! د توبې دروازه هم خلاصه ده

Address

Akora Khattak

Telephone

+923171998233

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when الجامعة القاسمیة للدراسات الإسلامية posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to الجامعة القاسمیة للدراسات الإسلامية:

Share