30/11/2025
د اجمل خټک بابا په نامه د وحدت پېغام
په پېښور کښې د پښتو عالمی جرګې لخوا په 23 نومبر د اجمل خټک بابا د زيږون سل کلن جشن ونمانځل شو، دغه جشن د نورو نه علاوه په زاتی توګه د عالمی پښتو جرګې سرپرست اعلا زبير خان په داسې پښتنی جزبه ښايسته کړو چې ټولو ادبی ،سياسی، صحافتی اهمو شخصياتو پکښې ګډون وکړو،
زبير خان ټول پښتانه د اجمل بابا مينه وال د حمزه بابا د دې شعر په معنا راټول کړل،
سترګې ،ليمه، روځې، باڼه پښتانه
څنګه يو ځاې شو پښتانه پښتانه
د عالمی پښتو جرګې دغه پرتمينې غونډې دا ثابته کړه
چې د خټک بابا ژوند او مبارزې ته پښتانه نن هم احترام لری ،
د اجمل خټک صېب ټول مزاحمتی ادب ،سياست ، صحافت او د ژوند د مبارزې دا درې واړه اړخونه دومره فعال پاتی شوی دی چې بلها د نن پښتانه قام پرست مشرتابه ې شاګردان پاتی دی، د مزاحمتی ادب نه ې د نن لويو شاعرانو ليکوالانو تاثر اخستی دی، او د سياسی صحافت لار ښود رهنما ياديږی،
د اجمل خټک او د وحدت تړون هم د دغه سلسلې يوه کړئ ده او د ورځپاڼې وحدت باني پير سفید شاه همدرد سره ې همېشه خپل خيالات شريک کړي دی او وحدت ې د پښتو صحافت يو سرخېل ګڼلی دی،
نن چې زه د وحدت لخوا د اجمل خټک په نامه د عالمی پښتو جرګې مننه کوم،نو وياړم چې مونږ هم د خټک بابا په سل کلن جشن کښې شامل يو، او ټولو پښتنو ته د اجمل خټک په دغه شعر يادګيرنه ورکوم...!!
اے پښتنو هېر نکړئ دا ستاسو ملنګے خټک
وخت به درنه داسې لېونے ګورې بیا هم غواړي
پير هارون شاه
ورځپاڼه وحدت پېښور