
18/03/2025
په باجوړ کې د ناواګي بازار کې د عوامي نیشنل ګوند له لوري یو ستر احتجاجي مظاهره وشوه، چې پکې غوښتنه وشوه چې په افغانستان کې بند پاتې 1300 باجوړي زده کوونکي دې د ناواپاس له لارې بیرته راولي. همداراز، مظاهره کوونکو د افغانستان سره د ناواپاس تجارتي لاره د پرانیستلو غوښتنه هم وکړه. په دې احتجاجي مظاهره کې د ایم پی اې نثار باز خان، د قامي اسمبلۍ پخواني امیدوار مولانا خانزیب، شیخ جهانزاده، گل افضل، شاه نصیر خان او نورو ګډون وکړ.