26/10/2023
بسم الله الرحمن الرحیم
{ زماژوند او جدوجہد👈باچاخان }
؛==========={لیک بختورشاه}
( ټوک: 22 )
بیا زما ڈاکٹري معاېنه وشوه زما صحت ډیر ښهٔ ؤ او ښه ځواني مې وه ، بیا څهٔ موده پس دَ برتۍ حکم راپسې راغی چې فلاني تاریخ ته حاضر شه ، په دې ورځو کې خان صاحب پس دَ درې کالو نه دَ بمبۍ نه راغلی ؤ او دَ باقي تعلیم دپاره لندن ته روان ؤ ، هغه هم راسره دَ برتۍ پیرنګي له لاړو.
دا پیرنګی ښهٔ سړی ؤ مونږ سره ېې ښهٔ سلوک وکړو ، زما ورور خان صاحب ته ېې دَ لندن تللو باره کې ډیر معلومات ورکړل نصیحت ېې ورته وکړو دَ خپلو تجربو نه ېې خبر کړو ، دغه وخت دَ خان صاحب هم دا راېې وه چې زهٔ دې په فوج کې برتي شم ، خان صاحب څو ورځې پس لندن ته لاړو.
زمونږ دَ میٹرک امتحان شروع ؤ ، دوه مضمونونه پاتې وو ، ما دَ خوشالۍ نه امتحان پریښود ، دَ پیرنګي دَ طرف نه حکم راغی چې تهٔ راشه ، چې زهٔ ورغلم هغهٔ راته ووېیل چې ستا ڈایرکٹ کمیشن منظور شو ، زهٔ ډیر خوشاله شوم په دې فکر کې وم چې پلٹن به ښهٔ وي کهٔ رساله ؟
زما دَ همزولو دا راېې وه چې ستا دپاره پلټن ښه ده ، یو خو دې صحت ښهٔ دی بدن دې مضبوط دی او قد دې هم شپږ فُٹه او درې انچ دی ، په دې وخت کې زمونږ دَ ډیري زرداد خان چې په کومه رساله کې ؤ ، هغه دَ جیکب اباد نه پیښور ته رابدله شوه ، هغه خانان زمونږه دوستان وو ، زهٔ او باراني کاکا ېې لیدو له لاړو ، ما فوجیان چرې لیدلي نهٔ وو ، کله چې به لوﺉ افسر راغی او فوجونه به ېې سلامۍ له ورتلل دا مې لیدلي وو چې ښې ښې وردۍ به ېې اغوستې وې ، دَ کمپنۍ دَ وړاندې به یواځې یو پیرنګی او یو دیسي سردار روان وو کرچونه به ېې اچولي وو.
باراني کاکا خو ماته وېیلي وو چې دَ پیرنګي او دیسي افسرانو فرق نهٔ وي ، خو چې ما دَ دیسي سردارانو کورونه ولیدل او دَ پیرنګیانو بنګلې مې ولیدې نو په هغو کې دَ زمکې او اسمان فرق ؤ ، مونږ ولاړ وو چې یو لفٹین راغی ، زهٔ دَ خان سره چې رسالدار ؤ ، ولاړ وم ، دې خان خپل دَ سر ویښته په انګریزي طرز جوړ کړي وو ، نو انګریز دا برداشت نهٔ کړې شو ، نو په سپکه لهجه ېې ورته ووېیل چې خان صاحب " تم بهی انگریز بننا چاهتا هے " یعنې ته هم انگریز جوړیدل غواړې ، دې غریب ورله ځواب قدرې ورکولې نهٔ شو ، ما چې دا حال ولیدهٔ نو دَ دې نوکرۍ نه مې زړهٔ تور شو او په زړهٔ کې مې ووې چې زهٔ خو به دَ پیرنګي دا قسم خبرې برداشت نهٔ کړې شم.
څهٔ موده پس حکم راغی چې تهٔ په فلاني تاریخ مردان ته حاضر شه ، ما ته ېې دَ گاېیڈ په پلٹن کې کمیشن راکوهٔ دَ گاېیڈ یوه پلٹن او بله رساله وه کمانڈر به ېې یو ؤ ، دا به همیشه په مردان کې وه ، دَ نورو فوجونو په شان به بدلیده نهٔ ، او دَ هندوستان په فوجونو کې ډیره یاده وه ، په دې کې به دَ پنجاب او پُښتونخوا دَ لویو لویو خانانو او جاگیردارانو زامن په ناېیکۍ لایسۍ او دفعه دارۍ برتي کیدل ، او زهٔ ېې پکې په سردارۍ واخستم ، خو زما زړهٔ دَ فوج نه ټکیدلی ؤ ، دَ بابا مې خواهش وهٔ چې زهٔ دا نوکري قبوله کړم ځکه چې په دغه وخت کې دا ډیره دَ عزت نوکري ګڼلې شوه ، خو ما ونهٔ منله ، بابا مې خفه هم شو خو دَ مور ما سره اتفاق ؤ ، دَ هغې دَ پیرنګیانو نوکري نهٔ وه خوښه.
بیا تعلیم پسې
ما دَ نوکرۍ په خوشالۍ کې سبق میٹرک کې دَ امتحان دوران کې پریښی ؤ ، دا کال خو زما په دې کشمکش کې ضاېع شو ، بل کال مې بیا دَ تعلیم اراده وکړه ، زمونږ دَ کلي دَ مولوي عبدالعزیز صاحب دَ کشر ورور عبدالحلیم سره مې چې زما هم جماعتي ؤ ، صلاح مشوره وکړه چې بیا تعلیم شروع کوو.
مونږ اوریدلي وو چې کیمبل پور کې چې کوم سکول دی په هغهٔ کې دَ تعلیم ښهٔ انتظام دی ، دَ استاذانو هلکانو ته توجّه ډیره وي او ښهٔ کوشش ورسره کوي او عربي پکې هم ډیره ښه ښودلې شي ، زما عربي لازمي مضمون ؤ ، مونږ دواړه هم په دې خیال لاړو او په کیمبل پور کې په سکول کې داخل شُو.
دلته زمونږ دَ پیښور نور هلکان هم وو ، څو ورځې درسونو کې کښیناستو ، خو خوند ېې رانهٔ کړو ، چا راته دَ قادیان ډیر صفت وکړو نو دَ قادیان دَ تللو اراده مو وکړه او قادیان ته روان شُو ، په دغه وخت کې چې مونږ قادیان ته ورغلو حکیم نورالدین صاحب خلیفه ؤ ، مونږ دَ هغهٔ لیدو له ورغلو ، دَ هغه ساده بې تکلفه ژوند او دَ مینې محبت خبرو راباندې ډیر اثر وکړو ، هغه ډیر لوی عالم او با اخلاقه سړی ؤ ، مونږ دَ هغه سره ناست وو چې دَ مرزا غلام احمد زوی چې دا اوس دَ دې فرقې امیر دی او هغه وخت ېې په کالج کې سبق وېیلو راغې ، او مونږ رخصت راواخست دَ سکول بورڈنگ ته راغلو.
دلته چې څومره هلکان وو دَ اکثرو په خُلو کې دا خبره وه
" ابن مریم کی بات کو چهوڑو اس سے بهتر غلام احمد هے " یعنې عیسیٰ ع مهٔ یادوﺉ دَ هغهٔ نه غلام احمد غوره دی ، دا اواز مونږ دپاره ډیر نا اشنا ؤ ، بیا مونږ هغې هلکانو هغه جنتي مقبرې ته بوتلُو.
څومره چې دَ دې ځاﺉ دَ حالاتو نه خبریدو هم هغه هومره زمونږ تعجب زیاتیدهٔ ، فکر واخستو چې پاتې شُو کهٔ لاړ شُو ، بله شپه خوب وینم چې یو لوی ژور کوهی دی زهٔ ور پریوځم ، یو سپین ګیری سړی لاس راواچوي او دَ کوهي دَ غورځیدو نه مې بچ کوي او راته وواېي چې پام کوه.
چې سحر شو زهٔ او عبدالحلیم مانځه له پاڅیدو ما هغه ته خپل خوب ووې ، هغه هم څه خوب لیدلی ؤ ، مونځ مو وکړو او واپس خپل کلي ته راروان شُو ، عبدالحلیم خو لاړو او بیا په پیښور کې په هغه خپل سکول کې داخل شو او زهٔ علیګڑھ ته لاړم.
پاتې نور بیا انشأالله