Rafiq afghan news

Rafiq afghan news Rafiq afghan news official

05/12/2023

کہ پر ہر چا پشتونېستان گران دی اغہ دی نن پہ پرلت کی د غمازانو د خارہ شرکت وکی👉👉👉

په غور ولایت کې د ۱۵ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پیل شوېد غور ولایت سیمه ییزو مسٸولينو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د ۱۵ ...
30/11/2023

په غور ولایت کې د ۱۵ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

د غور ولایت سیمه ییزو مسٸولينو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د ۱۵ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې دي او مالي لګښت یې د خوړو نړیوال سازمان پر غاړه اخیستی دی. د غور ولایت ویاند ویلي، چې د دې سړک په جوړېدو د سیمې یو شمېر خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې او زیاتوي چې د جوړېدو چارې به یې ډېرې ژر پشپړې شي. د یو بل خبر له مخې؛ په بامیانو ولایت کې هم د تولواره کلي سړک د رغولو چارې د ۱۱۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې دي او مسوولینو یې د ژر جوړېدو خبر ورکړی دی.
https://x.com/rafiqachakzai64?t=2G42G8-_ytuzfbZmQ3fyDQ&s=09

‏د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د حکم پر اساس او د کابل امنیه قومندانۍ پۀ همکارۍ د کابل پۀ شمالي ترمینل کې له پاکستانه...
12/11/2023

‏د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د حکم پر اساس او د کابل امنیه قومندانۍ پۀ همکارۍ د کابل پۀ شمالي ترمینل کې له پاکستانه د راستانه شویو کډوالو لپاره یو لنډ مهاله کېمپ جوړ شوی.
پۀ دغه کېمپ کې د کډوالو لپاره د اوسېدو، خوراک، څښاک او درملنې اسانتیاوې برابرې شوي.
https://twitter.com/rafiqachakzai64?t=jJM7Z08VSsqsv-H1KmATbw&s=09

12/11/2023

‏پی ټی ایم اروپا له اړخه د چمن پرلت په ملاتړ او د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند پرضد نن ورځ د اسټریا هیواد په مرکزي ښار ...
12/11/2023

‏پی ټی ایم اروپا له اړخه د چمن پرلت په ملاتړ او د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند پرضد نن ورځ د اسټریا هیواد په مرکزي ښار ویانا کي احتجاج وکړ
د پی ټی ایم اروپا او اسټریا ټولو ملګرو ته افرین او شاباش وایم
https://twitter.com/rafiqachakzai64?t=nZVBBtV4Cm3do1YIbs5nsw&s=09

12/11/2023

پکتیکا کې له پاکستان څخه راستنېدونکو ګډوالو لپاره د ثبت تر څنګ د روغتیا، لېږد او نورو بېلابېلو مرستو مرکزونه پرانیستل شوي.
#ملي‌تلویزیون

نور حال راپور کې👇

12/11/2023

*ډیکلومه*
شاعر : جانان خدرخېل
#ملي‌تلویزیون

د عربي او اسلامي هېوادونو مشران د غزې د وضعیت په اړه د خبرو لپاره د عربي او اسلامي هېوادونو په بېړنۍ غونډه کې د ګډون لپا...
12/11/2023

د عربي او اسلامي هېوادونو مشران د غزې د وضعیت په اړه د خبرو لپاره د عربي او اسلامي هېوادونو په بېړنۍ غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ځي.

11/11/2023
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر وکړ.اوبو او انرژۍ وزارت وايي، ښاغلی منص...
11/11/2023

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر وکړ.
اوبو او انرژۍ وزارت وايي، ښاغلی منصور به له #ایراني چارواکو سره د برېښنا تړون د غځولو، د برېښنا د مناسبې تعرفې په ټاکلو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړي.
#ملي‌تلویزیون

زموږ ټویټر سره یوځای شئ: 👇
https://twitter.com/rafiqachakzai64?t=Yeksqd_5B1l9ZHnM7S88Vg&s=09

11/11/2023

بلخ کې د یوه خصوصي ښوونځي یو شمېر زده‌کوونکو ۸۰ ساینسي پروژې نندارې ته وړاندې کړې.
#ملي‌تلویزیون

نور حال راپور کې👇

11/11/2023

د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
#ملي‌تلویزیون

نور حال راپور کې👇

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له یو شمېر پانګوالو او مل...
11/11/2023

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له یو شمېر پانګوالو او ملي سوداګرو سره لیدلي. ښاغلي دلاور په دې لیدنه کې پانګوال د هېواد لویه شتمني بللې او ویلي یې دي؛ هېواد مو د ملي پروژو پلي کولو او ملت مو کار ته اړتیا لري او دې کار لپاره باید په ګډه کار وکړو. ورته مهال یادو پانګوالو هم د کانونو او پټرولیم وزارت د هڅو او د لویو پروژو پلي کولو ستاینه کړې او هېواد کې یې د پانګونې او کاري چاپېریال رامنځته کولو ډاډ ورکړی.

زموږ ټویټر سره یوځای شئ: 👇
https://twitter.com/rafiqachakzai64?t=sOclPwLYfLnCN-J3Ofa6mA&s=09

11/11/2023

د افغان کډوالو سره مرسته.

14/10/2023

‏خدایه د دې مبارکې ورځې په برکت خپل رحم وکړې نن سهار د فلسطین د مظلوم ولس حالت وګوره ډیر دردونکی دی 😭🤲

13/10/2023

‏د نورو ولایتونو ترڅنګ د کابل سلګونه اوسېدونکو د فلسطین پر ملاتړ لاریونونه وکړل.
يادو لاریون کوونکو پر فلسطینيانو د اسراییلي ځواکونو بریدونه وغندل او له نړيوالو يې وغوښتل، چې د دغو بریدونو پر وړاندې چوپتيا ماته کړي.
جزییات په راپور کې :

13/10/2023

ايا دا وحشت د زغملو دی چيري دي هغه له هر خوا پوره عرب مسلمانان ،
د اسراییلو پوځ په غزه کې په خپلو جنګي جنایتونو ویاړي او اعلان کوي: چي په یوه دقیقه کې د جنګي الوتکو په مټ ۱۲ څو پوړیزه ودانۍ بمباري کوي،

د لوی کور افغانستان د هرات د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د کوټې پر خيزۍ چوک مرستندويه کيمپ د پښتون ژغورني غورځنګ کوټي اولسوا...
12/10/2023

د لوی کور افغانستان د هرات د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د کوټې پر خيزۍ چوک مرستندويه کيمپ د پښتون ژغورني غورځنګ کوټي اولسوالۍ له اړخه ولګيدو او انشاءالله ژر به په نورو سيمو کې دا ډول کيمپونه هم ولګول شي

Address

Chaman

Telephone

+923137795257

Website

https://www.instagram.com/rafiq.achakzai?igsh=OGQ5ZDc2ODk2ZA%3D%3D, https://youtube.

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rafiq afghan news posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share