14/09/2026
د چمن پوليس وائي د نظر محمد د قتل په تور د قدرت په نامه ځوان نيولی ، قدرت د نظر محمد خپل وراره دی.
پوليس وايي چې د ډيرو پلټنو او تحقيقاتو وروسته يې لاس تر قدرت پوري رسيدلی دی.
پوليسو نور تفصيلات نه دي ورکړي.
د نظر محمد د کورنۍ له لوري هم تراوسه په دې اړه هيڅ خبره او مجلس نه دی ښکاره سوی.
دا به وروسته معلوميږي چې ايا واقعي هغه دا کار کړی او کنه ، که يې کړی دی نو ولي یې کړی دی؟
نظر محمد څو ورځي مخکي په چمن کي پر کالج روډ ماښام کور ته روان و چې نامعلومو کسانو وويشت ، هغه د ژورو زخمونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و ، د هغوی قريبانو او د سياسي ګوندونو ملګرو د هغه لپاره د چمن د ډي سي دفتر مخ ته احتجاج کړی و او د چمن انتظاميې ژمنه ورسره کړې وه چې ډير ژر به د نظر محمد قاتل پيدا کړي.