17/10/2023
دې ورځو کې بايد کوم اعمال وکړو ؟
١- توبه ويستل
٢- د قران کریم تلاوت کول
٣- د خپل ځان او نورو مسلمانانو لپاره دعاګانې غوښتل.
٤- دشپې لمونځ کول
سعيد بن جبير رحمه الله په باره کې راځې چې هغه به ويل :پدې لسو ورځو کې خپلې ډېوې مه مړې کوئ بيا فرمايي چې سعيد بن جبير رحمه الله به په دې ورځو کې دومره زيات عبادت کولو چې کله به پرې داسې وخت راغلى چې عبادت کول به يې د طاقت نه اخوا وو.
٥- زياتې صدقې کول.
د بعضو سلفو څخه نقل دي چې هغوى به د هر لمونځ نه وروسته صدقه کوله.
٦- دالله پاک ذکر کول
امام ابن القيم رحمه الله فرمايي : ” کله چې د انسان په زړه کې غفلت راشي او دالله پاک ذکر نه کوي
، زړه يې سخت شي، کله چې د الله تعالى ذکر کول شروع کړي، د زړه نه يې سختوالى داسې ختم شي لکه تامبه چې وېلې کيږي او اخر کې ختمه شي.
٧-تکبيرونه ويل : عبدالله بن عمر او ابو هريره رضي الله عنهما به بازار ته ووتل او په اوچت اواز به يې تکبيرونه ويل خلکو به هم ورسره تکبيرونه ويل.
٨-حلال خوړل د حرامو نه ځان ساتل
٩-غيبت نه کول
١٠-د نورو مسلمانانو عيبونه نه لټول🤲🏻📿🤍
゚viralシ ゚viral ゚