21/05/2026
په انځور کې ښکاره شوې مور او د هغې ۱۱ کلنه لور د کچې غلو لخوا تښتول شوې دي. دغو غلو لومړی له مور څخه د ۳۰ لکه روپیو غوښتنه وکړه چې که پیسې راوړي نو خپله لور به بېرته یوسي. د ډېرو زاریو او سوالونو وروسته معامله په ۱۵ لکه روپیو تمامه شوه، او مور پیسې له ځان سره د کچې سیمې ته یوړې.
خو ظالمانو نه یوازې دا چې له هغې څخه ۱۵ لکه روپۍ واخیستې، بلکې مور یې هم بې عزته کړه، او بیا یې هماغه ماشومه لور د مور په مخ کې په ۸ لکه روپیو بل چا ته خرڅه کړه.
دا د ظلم، بې رحمۍ او وحشت وروستی حد دی. داسې پېښې اورېدو سره انسانیت او وجدان دواړه لړزېږي.
اوس پوښتنه دا ده: کچې سیمو کې غله ولې دومره زورور شوي چې د ریاست دننه یې جلا واکمني جوړه کړې ده؟ حکومت ولې د دوی پر ضد جدي او پرېکنده عملیات نه کوي؟ ولې زیاتره وخت پښتانه د دغو پېښو ښکار ګرځي؟
موږ له ریاست او اړوندو ادارو غوښتنه کوو: که دولت خپله دا سیمه نه شي پاکولی، نو پښتنو ولسونو ته اجازه ورکړل شي، موږ به ان شاءالله په دوو ورځو کې سیمه له دغو ظالمانو پاکه کړو، او که مو ونه شوه کړای، هر ډول جرمانه به منو.
خو حقیقت دا دی چې دا ډلې ځکه دومره پیاوړې دي چې تر شا یې د بااثره کسانو ملاتړ موجود دی، او دا خبره د ریاست او ولس دواړو لپاره د اندېښنې وړ ده.
له ټولو پښتنو او انسان دوستو خلکو څخه غوښتنه کوو چې د دې مظلومې مور غږ مه پرېږدئ چې خاموشه شي. دا یوازې د یوې ماشومې خبره نه ده، دا زموږ د عزت، ناموس او انسانیت مسئله ده.
دا ظلم تر نړۍ ورسوی ترڅو ریاست او اړوند ادارې اړ شي چې سمدستي او اغېزمن اقدام وکړي.
که انصاف ونه شي، د ولس اعتماد به له ریاست څخه پورته شي، او دا به د ټولنې لپاره تر ټولو لوی زیان وي.
Ijaz Kali Wall 👈