
20/04/2025
#نوټ .
مینہ او جوند پکار دے۔❤️😘
درنښت
زمـــــا نه ځان ورک دے زمـــــا داسې ګمان کیږي
تاســــو لــــــږ چُپ شئ کۀ پېدا شمه اعلان کیږي
خـــدایه! د زړۀ حرم مې داسې بې امامه دے چې
نۀ پـــــکښې لــــمونځ د مینې کیږي نۀ اذان کیږي
ماله د ښـــــــار دُکانداري پۀ دغــــــې نۀ ښۀ کیږي
حُــــسن پـــــــرست یمه اکـــثر پکښې تاوان کیږي
ماته د هرچا زړۀ کښې خپل اهمیت ښۀ معلوم دے
نۀ مــــې ګــــــیله د چا نه کـــیږي نۀ خفګان کیږي
زمـــــا پۀ شــــا زما یـــــــاران ما نه جامې اوباسي
مــــخامخ مــــــــــاته د دروغــــــو ځار قربان کیږي
نــــصیب مـې خوار دے پۀ دعا کښې هم اثر نۀ لرم
چــــې غـــــواړم نۀ کیږي چې نۀ غواړم باران کیږي
ســــتا د اشــرفُ المخلوقات نه ګوره څۀ جوړ شوي
د یـــــؤ انــــــسان پۀ لاس وژنه د انــــــــسان کیږي
اســــماره! زۀ تـــــرېنه پۀ چُـــپه خُلۀ وَتل خوښووم
چــــې پۀ مـــــــحفل کښې چرته ذکر د جانان کیږي
#پشتون #شارع #شاعری