Ibad Afghan Offical

Ibad Afghan Offical ‏مونږه لاشونو څه ته پرېنښودو
ګنې سندرې د چا نه خوښېدې

31/12/2024
31/12/2024

Mashar Nisar Baaz lala

31/12/2024
31/12/2024
30/12/2024
نظم (زما ملنګ) هغه کوڅه په کوڅه څوک غوښتل د چا ملنګ وو دلته يو کس وو چې ملنګ وو خو باچا ملنګ وو هغه ملنګ هغه د دې خاؤرې ...
29/12/2024

نظم (زما ملنګ)

هغه کوڅه په کوڅه څوک غوښتل د چا ملنګ وو
دلته يو کس وو چې ملنګ وو خو باچا ملنګ وو

هغه ملنګ هغه د دې خاؤرې بې نومه ملنګ
هغه د نمر غوندې روښانه او معلومه ملنګ
هغه تړلۓ د خپل وريت احساس په لومه ملنګ
هغه د دې خاؤرې سردار هغه مظلومه ملنګ

هغه په ټولو ملنګانو کښې جدا ملنګ وو
دلته يو کس وو چې ملنګ وو خو باچا ملنګ وو

هغه ملنګ چې څڅېده يې له کچکوله مينه
هغه د سترګو په کاسو کښې راټولوله مينه
هغه ملنګ په نظرونو کښې ګرځوله مينه
هغه ملنګ چې ټول اولس له يې ورکوله مينه

هغه ملنګ داسې ملنګ وو چې ريښتيا ملنګ وو
دلته يو کس وو چې ملنګ وو خو باچا ملنګ وو

هغه نغمه نغمه ملنګ هغه سندره ملنګ
هغه راتاؤ زما د خياله تصوره ملنګ
هغه کوله چې د خپل اختيار خبره ملنګ
تا خو به نن هېر کړۓ نه وي پېښوره ملنګ؟

هغه ملنګ چې ستا ملنګ وو او زما ملنګ وو
دلته يو کس وو چې ملنګ وو خو باچا ملنګ وو

هغه چې لاړو له دې خوا نو په دې خوا رانغۓ
هغه په دې کوڅه په ناز او په ادا رانغۓ
هغه چې تلو نو داسې لاړو چې په شا رانغۓ
هغه چې يو ځل مرور لاړو نو بيا رانغۓ

څومره بې لوظه بې اقراره بې وفا ملنګ وو
دلته يو کس وو چې ملنګ خو باچا ملنګ وو

هغه د جبر استحصال د لاسه ستړۓ ملنګ
هغه د وخت د سمندر د چپو وړۓ ملنګ
هغه ملنګ د لېونو د تپې غړۓ ملنګ
هغه منصور غوندې يارانو په دار کړۓ ملنګ

لکه چې زه ورپسې ورک يم داسې دا ملنګ وو
دلته يو کس وو ملنګ وو خو باچا ملنګ وو

اقبال مومند

29/12/2024

Address

Dir

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ibad Afghan Offical posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Ibad Afghan Offical:

Share