06/10/2025
Ahmadshah Sahil
لیک ولوالۍ
لښکرونه؛
د دې سړي او نورو ترمنځ څومره ژور توپیر!
ده په خیبر جرګه کي ټولو پښتنو سیاسي مشرانو ته ډېر واضح وویل چي د پاکستان پولیس او پوځ نه ستاسو ساتونکي دي او نه د پښتونخوا؛ راځئ هر ګوند او هر تحریک درې - درې زره ځوانان راټول کړو او یو لوی ولسي لښکر جوړ کړو، چي کله ورته اړتیا وي، ترې استفاده به کوو.
ویل یې دغه لښکر به هم د پښتونخوا او هم ستاسو ساتونکی وي.
خو دغه دودیزو سیاسي مشرانو له دې وړاندیز څخه داسي منډه ووهل چي د پاکستاني ادارو د فشار او وېرې لامله یې حتا د پښتنو ددې اعظمي، درنې او میلیوني جرګې ښکاره مخالفت هم وکړ.
ویل یې موږ لښکرونه ختموو؛ منظور نور لښکرونه راباندي جوړوي. موږ تشدد نه غواړو، او منظور پښتانه تشدد ته هڅوي.
خو نن چي د دوی تر پښو لاندي ځمکه توده سوه او خطر شخصاً دوی ته متوجې سو، نو د خپلو حجرو صفاکارانو او روش خورو ته یې هم ټوپکونه په لاس ورکړي او د لښکر لښکر نارې وهي. یعني د قام د ساتني لپاره لښکر نه جوړوي، خو د ځان د ساتني لپاره د خپلو حجرو مېلمنو ته هم ټوپکونه په لاس ورکوي. د قام د امن لپاره د لښکرو جوړولو څخه منډي وهي، خو د ځان د امن لپاره پر قام چغي وهي چي وې ژغوري.
ځکه وایو چي د منظور او نورو روایتي سیاسي مشرانو ترمنځ ژور فرق موجود دی. یا په بله اصطلاح، دا فرق د پارلماني او غیر پارلماني سیاست ترمنځ دی.
یو بل څه چي ډېر جالب دي، دا دي؛ تېر کال په همدې وخت کي، منظور پښتین ته شخصاً دومره ډېر خطر نه و؛ یعني هغه اړ نه و چي ځان حتا د دښمن له سترګو نیام کړي، خو هغه وخت یې د قام د ساتني لپاره د لښکر جوړولو غږ کړی و. خو نن چي دی په تر ټولو سخت ناامن وضعیت کي دی، هېڅکله نه وایي چې زما د ساتني لپاره دې ځوانان راووځي یا لښکر دې جوړ کړي. یعنې د قام د ساتني لپاره لښکر غواړي، خو د خپل ځان لپاره نه.
برعکس؛ کله چي ملک انعام مروت ته خطر پېښ سو، نو ورته لښکر جوړ سو. محمود خان اچکزی ته خو لا له وړاندي یو لښکر جوړ سوی چي ځانته لویه کلا هم لري، مولانا فضل الرحمن ته چي ستونزه پېښه سوه، حتی د جمعیت پارلماني غړو هم وسلې را واخیستې او ورسره ولاړ وه، محسین داوړ چي په میراعلي کي د یوې وړې ستونزي سره مخ سو، ان تر کور پوري یې د ځوانانو لښکر په ځان پسې جوړ کړی و. دغه راز چي نن د ایمل ولي خان په تحفظ ولاړو پولیسو څخه دوه کم سوه، نو (اې این پي) هم لښکر جوړ کړ.
دوی ټولو ته منظور په خیبر جرګه کي ویلي وه کوم لښکرونه چي د ځانونو لپاره جوړوی، که د قام لپاره یې جوړ کړو، هم به قام خوندي وي او هم تاسو. اما دغه روایتي مشرانو، هر یوه بېل بېل د ځان د ساتني لپاره ددې بې چاره قام ځوانان لښکر کړي دي، او په دې سره یې د پښتنو ځوانانو یوه لویه انقلابي انرژي ضایع کړې ده. پلمه یي دا وي چي ژوند ته یې خطر دی، ځکه لښکر جوړوي، خو د قام ژوند ته چي له تیرو ۸۰ کلونو راهیسي خطر متوجې دی، لښکر نه جوړوي.
پښتانه باید دلته وپوهیږي چي څوک ستاسي لپاره او څوک د ځان لپاره لګیا دي!