
11/09/2025
ــــــ خوږو یارانو ته دې ډالۍ وی ــــــ
خوند کوی په ژوند کښې داسې ښۀ یاران
شکـــــر دے زمــــــا څومــــره خوږۀ یاران
زۀ ورته مـــــــدام لاس په دعــــــــــا یمــــه
تل دې وی خـوشحـــال په ژونــدانــــۀ یاران
ځکـــــــــــه خــــو ســــړیه پـــرې نازېــږمـــه
شکــــــر دے لـــــرمـــــه ډېــــر درانـــــۀ یاران
مینـــــے او خلـــوص نه ډک پـښـتــون یمــــــه
ډېــــر رابانـــدې ګـــــــران دی پښتـــانـــۀ یاران
زۀ ټکــــــور بۀ څنګــــه بیـا خــوشحـــــال نه وم
وی چــــــــې راســـــــــــره پیـــــــــرا د زړۀ یاران
ـــــــ تجمل شاه ټکـــــور ـــــــ