30/05/2026
د راپورونو له مخې، د پي ټي اېم فعال فريد آفريدي د اختر له رارسېدو وړاندې بې درکه شوی او تر اوسه يې د ځای او حالت په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي. که نوموړی د امنيتي ادارو په ولکه کې وي، نو د قانون او اساسي بشري حقونو له مخې بايد سمدستي عدالت ته وړاندې شي او کورنۍ ته يې د هغه د حالت په اړه معلومات ورکړل شي.
فريد آفريدي د سولې، عدالت او بشري حقونو غږ پورته کوونکی فعال بلل کېږي. د سولې غوښتونکو او مدني فعالانو بې درکه کول، له قانوني بهير پرته ساتل، او د هغوی له اساسي حقونو محرومول د اندېښنې وړ عمل دی چې د قانون حاکميت او بشري ارزښتونو ته زيان رسوي.
موږ د هغو ټولو کسانو د برخليک د روښانه کېدو غوښتنه کوو چې د خپلو کورنيو او ملګرو په وينا بې درکه شوي دي، او ټينګار کوو چې هر څوک بايد د قانون له مخې چلند ورسره وشي، عدالت ته وړاندې شي او د خپل ځان د دفاع حق ولري.
همدارنګه له United Nations، نړيوالو بشري حقونو سازمانونو او ټولو حق غوښتونکو بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې د مدني فعالانو د حقونو د خونديتوب لپاره خپل غږ پورته کړي او د فريد آفريدي او نورو ورته کسانو د حالت د روښانېدو او د قانوني حقونو د تأمين غوښتنه وکړي.