Pakhtun Khwa Panra پښتونخوا پاڼه

Pakhtun Khwa Panra پښتونخوا پاڼه A Social Media Team To Analyze The Things With Real Angle To Build Real Image of The Nation. G

سوات: خوازخیلې چالیار مدرسې د قتل کیس مرکزی ملزمانو، قاری عمر اور احسان، جوڈیشل مجسٹریٹ عدالت وړاندې کړې شو.. عدالت ملزم...
29/07/2025

سوات:
خوازخیلې چالیار مدرسې د قتل کیس مرکزی ملزمانو، قاری عمر اور احسان، جوڈیشل مجسٹریٹ عدالت وړاندې کړې شو..
عدالت ملزمانو له درې ورځنې جسمانی ریمانڈ باندې پولیس ته حواله کړه۔

د مردان تعليمي بورډ د ميټرک د کلنۍ ازموينې پايلې اعلان کړې، چې پکې د قايد اعظم پبلک سکول او کالج صوابي زده کوونکی محمد ا...
29/07/2025

د مردان تعليمي بورډ د ميټرک د کلنۍ ازموينې پايلې اعلان کړې، چې پکې د قايد اعظم پبلک سکول او کالج صوابي زده کوونکی محمد اطهر خان د ۱۱۷۷ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.

د زمري ۷، د افغانستان ملي بیرغ ورځ دې ټولو ته نیکمرغه ويپښتونخوا پاڼه
29/07/2025

د زمري ۷، د افغانستان ملي بیرغ ورځ دې ټولو ته نیکمرغه وي
پښتونخوا پاڼه

د سوات د خوازه خېلې د پولیسو مشر وايي د چالیار مدرسې د وژل شوي ماشوم پر مرګ تورن دوه مرکزي ملزمان یې نیولي دي.ډي اېس پي ...
29/07/2025

د سوات د خوازه خېلې د پولیسو مشر وايي د چالیار مدرسې د وژل شوي ماشوم پر مرګ تورن دوه مرکزي ملزمان یې نیولي دي.

ډي اېس پي شوکت علي د جولای پر ۲۸مه ناوخته د سوات خبریالانو ته وویل، د چالیار په مخزن العلوم مدرسه کې د وژل شوي ماشوم فرحان ایاز د وژنې په تور یې وار له مخې هم ګرفتارۍ کړې وې خو دوه مرکزي ملزمان قاري عمر او احسان الله چې پلار او زوی دي، مفرور وو اوس دوی نیولي دي.

نیول شوي دواړه ملزمان د جولای پر ۲۹مه د سوات یو عدالت ته وړاندې کړل شول. عدالت دواړه د دوه ورځو په جسماني ریمانډ پولیسو ته وسپارل.

له خبریالانو سره د یادې قضیې د پلټنو د عملیاتو مشري کوونکي پولیس افسر او د فتح پور تاڼې مشر (اېس اېچ او) محمد ایاز هم خبرې وکړې. هغه وویل، "د دې کسانو نیول راته ځکه مهم وو چې په ټول ملک کې د مدرسې د دې پېښې خبر خپور شوی وو او د سوات خلکو پرې په ځانګړي ډول سخت احتجاج کړی وو."

د سوات د خوازه خېلې په چالیار کلي کې د مدرسې یو ماشوم فرحان ایاز د جولای پر ۲۱مه د تشدد له وجې وژل شوی وو. د سوات د پولیسو ویاند معین فیاض د جولای پر ۲۲مه ویلي وو، د ماشوم پلار محمد ایاز راپور درج کړی چې پکې نوموړی ادعا کوي چې پر زوی یې په مدرسه کې تشدد شوی دی.

وروسته د سوات د پولیسو یو مشر محمد عمر خان د جولای پر ۲۳مه یوې خبري غونډې ته وویل، د مدرسې دوه ښوونکې یې د ماشوم د وژلو او اووه نور پر زده کوونکو د تشدد او پر جرم د غلي پاتې کېدو پر اساس نیولي دي. دوی هغه مهال ویلي وو چې دوه نور کسان د ماشوم په وژنه تورن دي، خو لا نه دي نیول شوي او لټون یې روان دی.

اوس چې هغه دوه مرکزي ملزمان قاري عمر او احسان الله هم نیول شوي دي، د وژل شوي ماشوم تره صدر ایاز د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، د پولیسو له کاره خوښ دی او هیله لري چې نیولو شویو کسانو ته به سزا ورکړل شي. نوموړی وايي، "زه له خپلو عدالتونو او اعلا چارواکو نه یوه غوښتنه کوم او هغه دا چې نیولو شویو کسانو ته دې هماغسې سزا ورکړل شي لکه دوی چې زما وراره ته ورکړې وه. که اوس دوی ونیول شول او سبا عدالت پرېښودل نو دا خو به انصاف نه وي."

په خوازه خېله کې د بشري حقونو د خپلواک کمېشن یو ځايي مشر امتیاز خان د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د سوات خلکو د پېښې د مرکزي ملزمانو د نیولو لپاره مظاهرې کړې وې او دوی هم ورسره په هغه احتجاج کې شامل وو او اوس یې غوښتنه دا ده چې عدالت دې ملزمانو ته سزا ورکړي چې د بیا لپاره داسې پېښې تکرار نه شي. هغه وايي، "پولیس خپله کارکردګي وکړه او ملزمان یې ونیول، اوس عدالت له پکار دي چې د انصاف تقاضې پوره کړي."

نوموړی وايي په پاکستان کې له بده مرغه ملزمان ونیول شي خو بیا وروسته یې په عدالتونو کې ضمانت وشي.

تر دې وړاندې په سوات خوازه خېله کې ځايي خلکو هم د مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه کړې وه چې په یوه مدرسه کې د ماشوم د مبینه وژنې رڼې پلټنې دې وکړي.

د سوات د پولیسو یو مشر محمد عمر خان په وینا پولیسو د مخزن العلوم مدرسې د لټون پر مهال پر ماشومانو د تشدد اوزار هم ترلاسه کړي وو. هغه دا هم ویلي وو چې تر پېښې وروسته یې مدرسه تړلې ده.

په سوات کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې مدني فعالې ثمرین حکیم په وینا په مدرسو، سکولونو او کار ځایونو کې پر ماشومانو تشدد کول یو جرم دی. نوموړې د جولای پر ۲۲مه مشال راډیو ته ویلي وو، د مور او پلار او کورنۍ مسوولیت هم دی چې د خپلو ماشومانو خیال وساتي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د مدرسو او سکولونو د استادانو لخوا پر ماشومانو د تشدد پېښې مخې ته راغلې دي..

خبر:د وزیراعظم معاون خصوصی او باجوړ نه ممبر قومی اسمبلی مبارک زیب په تحصیل ماموند کې کرفیو او آپریشن ختمولو مطالبه کړې د...
29/07/2025

خبر:
د وزیراعظم معاون خصوصی او باجوړ نه ممبر قومی اسمبلی مبارک زیب په تحصیل ماموند کې کرفیو او آپریشن ختمولو مطالبه کړې ده

مس عینک اتلانو په شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نوې کارنامه وکړهمس عینک اتلان لوبډلې د بند امیر ښاماران لوبډلې پر وړاندې د ر...
29/07/2025

مس عینک اتلانو په شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نوې کارنامه وکړه

مس عینک اتلان لوبډلې د بند امیر ښاماران لوبډلې پر وړاندې د روانې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۲ دوه لوبغاړو په زیان سره ۲۶۴ منډې جوړې کړې او د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو په یوه پاڼۍ کې یې د ډېرو منډو پخوانی ریکارډ مات کړ او نوې کارنامه یې خپل نوم کړه. له دې وړاندې دغه ریکارډ له بند امیر ښاماران لوبډلې سره و چې په ۲۰۲۰م کال کې یې د بست ساتونکو پر وړاندې ۲۳۲ مندې جوړې کړې وې.

د دغې لوبډلې په ګته وفي الله تره خېل ۷۸*، فرمان الله ساپي ۷۲*، رحمن الله ګربز ۷۰ او خالد تڼیوال ۳۴ منډې جوړې کړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به د لوبې دویمه پاڼۍ څو شېبې وروسته پیل شي.

شپږیزه کرکټ لیګ - د اتلانو لیګ
-----
INNINGS CHANGE! 🔁

The Mis-e-Ainak Knights create history as they post the highest total on the board in the Shpageeza Cricket League's history. The Knights, banking on extraordinary half-centuries from Wafiullah Tarakhil (78*), Famanullah Safi (72*), and Rahmanullah Gurbaz (70), posted a mammoth total of 264/2 runs on the board in the first inning. 📝👏

| | |

په باجوړ کې د کميشنر د اعلاميه سره سم عمليات شروع شوې دې، د ځائ سرچينو د معلومات او ويډيوګانو تر مخه اولس ډير په تکليف ک...
29/07/2025

په باجوړ کې د کميشنر د اعلاميه سره سم عمليات شروع شوې دې، د ځائ سرچينو د معلومات او ويډيوګانو تر مخه اولس ډير په تکليف کې دې، ﺯخميان هم دې، او چلورلکې يې په کورونو د پاسه ګرځې، د عملياتو له کبله په سيمه کې د يرې ترحې چاپيرچال رامينځ ته شوې دۍ.

په پيښور تعليمې بورډ کې پوﺯيشن اخيستونکې ﺯده کوونکو ته جائﺯې ورکړې شوې..📒📙🏆🏅🥇📚📚🎊🎉🎈✨
28/07/2025

په پيښور تعليمې بورډ کې پوﺯيشن اخيستونکې ﺯده کوونکو ته جائﺯې ورکړې شوې..📒📙🏆🏅🥇
📚📚🎊🎉🎈✨

سپین غر پړانګانو د ۵۰ منډو په توپیر بریا خپله کړهسپین غر پړانګان لوبډلې د یوې خورا غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې مس...
28/07/2025

سپین غر پړانګانو د ۵۰ منډو په توپیر بریا خپله کړه

سپین غر پړانګان لوبډلې د یوې خورا غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې مس عینک اتلانو ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو لسم پړاو اتصالات شپګیزه کرکټ لیګ - ایکس بُل جام سیالیو کې یې خپله دویمه بریا خپله کړه.

شپږیزه کرکټ لیګ - د اتلانو لیګ
-----
RESULT | SPEENGHAR TIGERS WON BY 50 RUNS 🚨

Speenghar Tigers have put on a terrific all-round effort to beat the Mis-e-Ainak Knights by 50 runs and register their second victory in the Etisalat Shpageeza Cricket League 2025, powered by XBull Energy. 👊

| | |

د نړیوالو انتقادونو او فشارونو له ډیریدو سره سم اسرائیلي چارواکو اعلان کړی چې دوی به د غزې په ځینو سیمو کې د لسو ساعتونو...
28/07/2025

د نړیوالو انتقادونو او فشارونو له ډیریدو سره سم اسرائیلي چارواکو اعلان کړی چې دوی به د غزې په ځینو سیمو کې د لسو ساعتونو له پاره پوځي عملیات وځنډوي او زیاتوي چې په مرستو بار ۱۲۰ لارۍ به وکولی شي سیمې ته داخلې شي.

په سوریه کې د اسد رژیم له نسکوریدو وروسته د لومړي ځل لپاره پارلماني ټاکنې کیږي.سوریه پلان لري چې د بشار الاسد د رژیم له ...
28/07/2025

په سوریه کې د اسد رژیم له نسکوریدو وروسته د لومړي ځل لپاره پارلماني ټاکنې کیږي.
سوریه پلان لري چې د بشار الاسد د رژیم له سقوط وروسته د نوي مشرتابه تر سیوري لاندې د سپتمبر له ۱۵مې څخه تر ۲۰مې پورې خپلې لومړنۍ پارلماني ټاکنې ترسره کړي.

سوریه پلان لري چې د بشار الاسد د رژیم له سقوط وروسته د نوي مشرتابه تر سیوري لاندې د سپتمبر له ۱۵مې څخه تر ۲۰مې پورې خپلې لومړنۍ پارلماني ټاکنې ترسره کړي.

د سوریې د ټاکنو د عالي کمیټې مشر، محمد طه الاحمد، د دولتي خبري اژانس سانا له لارې وویل چې کمیټې د شنبې په ورځ له ولسمشر احمد الشرع سره وکتل ترڅو د موقتي انتخاباتي قانون په کلیدي بدلونونو خبرې وکړي. دا بدلونونه د سوریې د ټولنې له بېلابېلو برخو سره د مشورو په پایله کې رامنځته شوي دي.

الشرع د دې ټاکنو د ټولو سوریې ولایتونو ته د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او د هر ډول سیمه ییزې وېش نظریه یې رد کړه، کوم چې ټول سوریایان یې مخالفت کوي.

د سوریې ولسمشر هم ټینګار وکړ چې هغه کسان باید له ټاکنو څخه بهر وساتل شي چې د جنګي مجرمینو ملاتړ یا ورسره همکاري کړې وي، او همدارنګه هغه کسان د هیواد د ویشلو هڅه کوي.

محمد طه الاحمد وویل د خلکو د شورا (پارلمان) د څوکیو شمېر به د نوي سیستم له مخې له ۱۵۰ څخه ۲۱۰ ته لوړ شي. د ۲۰۱۱ کال د نفوسو د سرشمېرنې پر بنسټ، د ولایتونو ترمنځ د څوکیو وېش به په همدې ډول پراخ شي. ولسمشر به د ۲۱۰ غړو څخه ۷۰ غړي وټاکي.

هغه وویل چې د موقتي انتخاباتي سیستم په اړه د ولسمشر فرمان لاسلیکیدو سره سم به ، ټاکنیزه کمیټه به شاوخوا یوه اوونۍ وخت ولري ترڅو فرعي کمیټې جوړې کړي، چې بیا به ۱۵ ورځې وخت ولري ترڅو ټاکنیزې ادارې وټاکي.

د کاندیدانو نوم لیکنه به وروسته ترسره شي، چې نوماندانو ته به یوه اوونۍ وخت ورکړل شي ترڅو خپلې ټاکنیزې مبارزې چمتو کړي، چې پکې د ټاکنیزو ادارو او کمیټې له غړو سره مناظرې شاملې دي.

ټاکل شوې چې ټاکنې د سپتمبر له ۱۵مې څخه تر ۲۰مې پورې ترسره شي، هغه تایید کړه، او زیاته یې کړه چې ښځې به لږ تر لږه د ټاکنیزو ادارو ۲۰ سلنه برخه جوړوي.

هغه همدارنګه وویل چې ټاکنیز بهیر به د ټاکنو عالي کمیټې تر څارنې لاندې، چې د کاندیدانو لیستونو او وروستیو پایلو د ننګونې حق به هم تضمین کړي د مدني ټولنو او نړیوالو سازمانونو د څارنې لپاره خلاص وي.

د شنبې په ماښام، د سوریې ولسمشرۍ د پارلمان لپاره د موقتي انتخاباتي قانون وروستۍ نسخه ترلاسه کول تایید کړل.

د جون په ۱۳مه، الشرع یو فرمان صادر کړ چې د ټاکنو عالي کمیټه یې جوړه کړه، په پیل کې یې د پارلمان د څوکیو شمېر ۱۵۰ وټاکه، مخکې له دې چې دا ۲۱۰ ته پراخه کړي.

د فرمان له مخې، کمیټه د ټاکنیزو ادارو د جوړولو مسؤلیت لري، چې د پارلمان دوه پر درې برخه به وټاکي. پاتې یوه پر درې برخه به ولسمشر وټاکي.

څوکی به د نفوسو پر بنسټ د ولایتونو ترمنځ ووېشل شي او د کمیټې له خوا ټاکل شویو معیارونو سره سم به د ټولنې د مشرانو او پوهانو لپاره به په ټاکنیزو حوزو وویشل شي

د خېبر پښتونخوا په تيراه کې د پوځ لخوا پر عامو خلکو په ډزو کې وژل شويو او ټپيانو ته د ديت ورکولو قېمت رسنيز شو.  ځايي قو...
28/07/2025

د خېبر پښتونخوا په تيراه کې د پوځ لخوا پر عامو خلکو په ډزو کې وژل شويو او ټپيانو ته د ديت ورکولو قېمت رسنيز شو.

ځايي قومي مشرانو له پاکستاني پوځ سره په جرګه کې پر دې قېمت هوکړه کړې ده.

په دې جرګه کې پرېکړه شوې، چې هر وژل شوي کس ته به ۱۵ لکه کلدارې او ټپي ته ۲ لکه کلدارې غرامت ورکول کېږي: «د لس کلن ماشوم وژونکي پوځي خلاف به ايف ای آر درج کېږي. پنځلسو ورځو کې به د پوځ لخوا د خلکو نيول شوي کورونه تخليه کېږي. د خلکو پر کورونو به ډرون الوتکې نه ګرځي او پر لاره پوستو کې به عام خلک نه په عذابېږي.»

د ياد وړ دې وې چې پوځ لخوا پر معترضينو ډزو کې ۸ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.

Address

Hayatabad
25000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pakhtun Khwa Panra پښتونخوا پاڼه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share