
29/07/2025
باجوړ: د ماموند تحصیل اوسېدونکي د کرفیو، عملیاتو او حکومتي دوګلۍ پر ضد آواز پورته کوي
باجوړ (خبریال):
د باجوړ د ماموند تحصیل اوسېدونکي د روانو پوځي عملیاتو، پرلهپسې کرفیو، او د عام ولس د ژوند د فلج کېدو پر ضد سخت احتجاجونه کوي. ولس وایي چې له تیرو څو ورځو راهیسې سیمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا پراخ عملیات روان دي، خلک په خپلو کورونو بند دي، تعلیمي ادارې، بازارونه او کلینیکونه بند شوي دي.
خلک وایي چې په دې عملیاتو کې د بېګناه ولس کورونه او مالونه زیانمن شوي، او د ماشومانو، ښځو او ناروغانو حالت د اندېښنې وړ دی. یوه ځوان احتجاج کوونکي وویل:
"موږ ته ترهګر ویل کېږي، خو موږ د امن غوښتونکي یو. زموږ ماشومان د خوراک، تعلیم او صحت نه محرومه دي. دا زموږ سره ظلم دی!"
د ولس غوښتنه دا ده چې که عملیات هم کېږي، نو باید د ولس د خوندیتوب او اسانتیاو خیال وساتل شي، او بېګناه خلک دې هدف نه ګرځول کېږي.
په ورته حال کې، د خیبرپښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور او د تحریک انصاف ګوند باندې ولس سختې نیوکې کوي. خلک وایي چې یاد ګوند او مشر یې د عملیاتو اجازه ورکړې، خو اوس ځان نا خبره ښيي او دوغلا سیاست کوي.
یوه قومي مشر وویل:
"علی امین ګنډا پور که رښتیا زموږ خیرخوښه وي، نو را دې شي زمونږ سره کښېني، زموږ حال دې واوري. دا سیاست نه، دا د ولس ژوند دی!"
په سیمه کې انټرنیټ بند دی، رسنۍ ته د لاسرسي اجازه نه ورکول کېږي، او د بشري حقونو فعالان هم له سیمې لرې ساتل کېږي. ولس غوښتنه لري چې د حالاتو د سمون لپاره دې پارلمان، عدلیه او بشري حقونو ادارې سمدستي مداخلت وکړي