29/04/2025
پيالې نسکوروم دې، تشومه خو دې نه
نصيبه، بدلوم دې، قبلومه خو دې نه
تقديره، زولنې دې د جانان تر کوڅې وړمه
زندانه، نړوم دې، تېرومه خو دې نه
ازل مې لېونتوب دی، له نامه سره کرلی
ګرېوانه، څیروم دې، ټولومه خو دې نه
د سر سودا منمه خو چې سر ټیټول غواړي
قاصده ستنوم دې، ورلېږمه خو دې نه
خالق مې ککرۍ سجدې ته نه ده پيدا کړې
تنديه، ماتوم دې، لګومه خو دې نه
ياغي يم د فرياد د پاره نه يمه راغلی
آسمانه، کڼوم دې، ژړومه خو دې نه
د غره پر ژبه غواړم د شيرينې د نوم ذکر
جنونه، پاروم دې، ويدومه خو دې نه
زخمونه د حبيب دي، د طبيب کوڅې ته نه ځمه
پرهاره، شوړوم دې، رغومه خو دې نه
چې هر محراب ته ځمه، ستا جلوه په کې بلېږي
د يار د تصوير خاله، هېرومه خو دې نه
چې شمېر د جهاني د ګناهونو باندې کېږي
زاهده، ړندوم دې، خپلومه خو دې نه
شاعر :- عبدالباري جهاني