
13/09/2025
زمونږه د کچه کور په بلۍ به راکوزیږی
سپوږمۍ ته به جولۍ نیسم سپوږمۍ به راکوزیږي
چې ناوې ده زمونږه میلمنه ده پښتنه ده
ډولۍ ته څادر اوتړۍ جینۍ به راکوزیږي
د کټ سره په خوا کښې ئې ولاړ په انتظار یم
پیزار به ورته سم کړمه ابۍ به راکوزيږي
سپرلیه که د ګل په خله ټپه د یکزار شوې
بیا ګوره په ګډا کښې لولکۍ به راکوزیږي
ته ځه د کاکا ځویه ستا د سوري نه یریږي
شیندلي مې غنم ورته مرغۍ به راکوزیږي
زړګیه ځان شپیلې کړه په شپېلۍ نه راویښیږي
په دویم چت کښې اوده ده په ټلۍ به راکوزیږي
زمونږ د کور د توت په څانګو خپلې لاړې تو که
ګبین به په کښې واچوي مچۍ به راکوزیږي
صادقه ګورې ځان ساته په میاشت کښې د صفری
په ویښه به دې ویسي ښاپیرۍ به راکوزیږي