پختون شاعر

پختون شاعر زه شاعر نه یم هو پښتو او پښتنوسره می مینه ده

که چری ستاسو شاعری لیکلی وی یا مو ریکارډ کړي وی نو پختون شاعر پاڼړی ته ئى رالیږلی شۍ
مننه....
زه شاعر نه یم هو پښتو او پښتنوسره می مینه ده
#پښتون #پښتو پختون #غزل #نظم #ٹپه #روباعی

ده رڼې ورځې ماښام دی ورته ګورهیو غریب مئین ناکام دی ورته ګورههره ورځ مو  یوه بله شپه پیلیږيده افراط دهغه انجام دی ورته ګ...
01/12/2025

ده رڼې ورځې ماښام دی ورته ګوره
یو غریب مئین ناکام دی ورته ګوره

هره ورځ مو یوه بله شپه پیلیږي
ده افراط دهغه انجام دی ورته ګوره

په یو سر ئې دنیا پسې اخیستې
څه سرزوری زما قام دی ورته ګوره

ستا هادي چې سر له کاڼو جنګولو
وس مات شوی او آرام دی ورته ګوره
#عبدالهادي هادي
پختون شاعر

په ورځ ناست ئی بی طلبه   په شپه خوب کړی بی ادبهلاس دی وخاته له دواړو     هم له روزه هم له شبه نه دلی شوی نه هوری شوی   ت...
30/11/2025

په ورځ ناست ئی بی طلبه
په شپه خوب کړی بی ادبه

لاس دی وخاته له دواړو
هم له روزه هم له شبه

نه دلی شوی نه هوری شوی
تر منځ ورک شوی مذبذبه

عبادت دی په ریا شو
په مذهب کښی بی مذهبه

مدام بند ئی په سبب کی
بی خبر له مسببه

واړه تشی شړومبی شاربی
خبر نه شوی له مطلبه

ته ویدی ورباندی سور ئی
آس دی یون کا بی جلبه

تن دی تش په توره وسو
آس دی داغ کړ بی منصبه

ده راکب چی واک پردی شی
سود په څه وی له مرکبه

له ژوند یو سره ناسته
له مرده و مرکبه

هلک لوی شوی په اوبو کی
اوبه نه پیژنی کبه

د رحمان شراب له عشقه
نه له کور وله عنبه
#عبدالرحمان بابا
پختون شاعر

غزلده ننګ جامې دې چې وطنه جينكۍ واچويده اور لمبو تا دې سړي خپلې پګړۍ واچويدلته چې څوک هم ده يزيد خلاف اواز پورته كړيقانو...
29/11/2025

غزل
ده ننګ جامې دې چې وطنه جينكۍ واچوي
ده اور لمبو تا دې سړي خپلې پګړۍ واچوي

دلته چې څوک هم ده يزيد خلاف اواز پورته كړي
قانون لاسونو كې هغه تا هتكړۍ واچوي

كه په لور خور باندې تعليم كول رښتېا كفر دى
ده دې نه هه ده چې ئى اور تا بېا ژوندۍ واچوي

دلته چې وږى وي نو څوک ئى هم پوښتنه نكړي
دلته چې مړ شي نو په قبر ئى روپۍ واچوي

چې ده كېمرې مخې تا اوښكې توياوي خپل شعر تا
داسې شاعر دې بېا د زهرو څو ګولۍ واچوي

چم تا ورځمه چې ارمان د ستم اورژوي
چې په زخمونو راته مالګه لېونۍ واچوي

صنمه زه به د عمرې په پېسو دا كار اوكړم
ېوه يتيمه به غوږونو كې والۍ واچوي

صنم
پختون شاعر

هسکه غړۍ لرم دا ښکته غورځوی نشممقام به ټیټ لرم خو سترګې ټیټوی نشمهو ستا بنده یم مکمله خدایه جار دې شمخو ستا نه پرته تندی...
28/11/2025

هسکه غړۍ لرم دا ښکته غورځوی نشم
مقام به ټیټ لرم خو سترګې ټیټوی نشم

هو ستا بنده یم مکمله خدایه جار دې شم
خو ستا نه پرته تندی چا ته لګولی نشم

زه احترام کوم ده هر ملګري هر انسان
مګر ده چا پیسو میسو ته ئې کوی نشم

که څوک راځي یو ځلې ښه او که ځي دوه ځلې ښه
زړه کښی مې زور نشته نازونه نخرې وړی نشم

#اوڅاربابورزی
پختون شاعر

ځمه ماښام دی ده اذان وخت دیډار ده الزام دی ده ماښام وخت دیهله پیالۍ د شونډو راکه کنهصبر تمام دی ده اذان وخت دیښکلیه په څ...
27/11/2025

ځمه ماښام دی ده اذان وخت دی
ډار ده الزام دی ده ماښام وخت دی

هله پیالۍ د شونډو راکه کنه
صبر تمام دی ده اذان وخت دی

ښکلیه په څو روپۍ ئې اخلې وایه
صبر تمام دی ده اذان وخت دی
#ثناﺀالله همدرد
پختون شاعر

‏زما پټۍ یوه مسکا زما درمل محبتخلقو زخمي یمه زخمي ته توجه پکار دهځمکه ولاړه پرېږده ته ورباندې وګرزېږهګالیله خپلې زندګي ت...
26/11/2025

‏زما پټۍ یوه مسکا زما درمل محبت
خلقو زخمي یمه زخمي ته توجه پکار ده

ځمکه ولاړه پرېږده ته ورباندې وګرزېږه
ګالیله خپلې زندګي ته توجه پکار ده

دغه خبره دې تر ښکلو پورې ورسیږي
دنیا فاني ده عاشقۍ ته توجه پکار ده

تا کښې وړتیا د بریا نه وه دښمنان مه کنځه
بسمله خپلې کم عقلۍ ته توجه پکار

پختون شاعر

Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard! Yasmeen Afzal, Daud Zaland Mangal, Saoud Khan, ImranUllah...
26/11/2025

Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard! Yasmeen Afzal, Daud Zaland Mangal, Saoud Khan, ImranUllah Suri, Fazal Rahman Fazal, Sher Hassan Hassan, Ahmad Zeb, Rafiullah Safi, M Ali Khan, سپین غر شنواری, Esa Khan Muqaddas, Muhammad Murtaza Sokari, Jamshaid Khan, Ajmal Khan Ahmadzai, Ashiq Ali, Azizullah Khan, Farman Khan Farman Khan, نظرمحمد درویش, Jawad Faizi, محمد صابر ستانکزي, Tariq Aziz Azez, Rehmanullah Khan, Zahib Ullah, Hussain Ahmad, Faisal Shahzad, Sher Baz Khan, Asmat Ullah, Shahid Boom, Shir Afzal Khan, Abdulmalik Almas, Jahangir Jani, Hazrat Umar, Said Asghar Sial, Ihsanullah Arman, Ijaz Ulhaq Kali Wall, Asad Orakzi, Samad Khan, حسنین پشتون, Akhtar Ali, نقیب الله شریفزئ, Rafiullah Mandokhail, Jan Muhammad, Akhtar Mohammad Ahmadzia, Mujeeb A***n, روښانو پکتیا وال, طلامحمد, سا لار, لاونگ آشنا, Farooq Khan, Noorr Ehman

سورونه راټولومه هم سازونه راټولومهدردونو کښې لګيا يمه خوندونه راټولومهدا کوم خلق چې دلته په پښتو پسی بد وائيورزم ده دهغه...
25/11/2025

سورونه راټولومه هم سازونه راټولومه
دردونو کښې لګيا يمه خوندونه راټولومه

دا کوم خلق چې دلته په پښتو پسی بد وائي
ورزم ده دهغه خلقو نه ذهنونه راټولومه

چې ټول پښتانه يو شي او بس يو اواز ترې جوړ شي
دې ټولو پښتنو نه اوازونه راټولومه

په لر کښی او په بر کښې رانه تس نس چرته نه شي
د خپلې مورنۍ ژبې لفظونه راټولومه

ظاهر فدا د مينی محبت په لار روان يم
شعرونه ترې جوړومه پرې غمونه راټولومه
#ظاهرفدا
پختون شاعر

پراتې وې څو تازه د وينو دارې په دېوال راښکلې وې له درده چا نوکارې په دېوالچې ماته پکښې ځان ده ارمانونو قاتل ښکاريزه نه س...
24/11/2025

پراتې وې څو تازه د وينو دارې په دېوال
راښکلې وې له درده چا نوکارې په دېوال

چې ماته پکښې ځان ده ارمانونو قاتل ښکاري
زه نه ساتم کوټه کښې اوس هېندارې په دېوال

زما ده قام عسکر دي که لښکرې د تيمور دی
کوپړۍ ئې ده قام کېښودې قطارې په دېوال

زما د راز لفظونه په غزلو کښې بربنډ شي
ته نيمه راښکاره شې حيادارې په دېوال

وس هم کوي پوښتنه دکاروان مومند له خلقو
وس هم راښکاره کېږي څوک د لارې په دېوال


پختون شاعر

24/11/2025

�ټپې� او بیتونه�
16 pending post

ګلې چې تا پریښودم صحرا په غیږ کښې واخیستمسپک لکه کاغز شومه هوا په غیږکښې واخیستمزه لکه بې موره او بې پلاره یتیم داسې ووم...
23/11/2025

ګلې چې تا پریښودم صحرا په غیږ کښې واخیستم
سپک لکه کاغز شومه هوا په غیږکښې واخیستم
زه لکه بې موره او بې پلاره یتیم داسې ووم
نه چا په سر ښکل کړمه نه چاپه غیږ کښې واخیستم
مړ یم راژوندی به شم او بیا به ستاهجران یمه
تا که ګرانې لاس راکړ اوتاپه غیږ کښې واخیستم

پختون شاعر

22/11/2025

ژوند لکه زمه کوا هرچاته خندا کوا
11 pending post

Address

Peshawar
25000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when پختون شاعر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share