Sahib Shah Sabir صاحب شاہ صابر

Sahib Shah Sabir صاحب شاہ صابر Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Sahib Shah Sabir صاحب شاہ صابر, Digital creator, Kohat.

خبرې څه سړی سړی اړه وي څه په هنر مې ارادې اړه وي له خو تنکی ده خو څه راز دې پکې هسی په زور په زان روژی اړه وي د پوښتنو ب...
17/10/2025

خبرې څه سړی سړی اړه وي
څه په هنر مې ارادې اړه وي

له خو تنکی ده خو څه راز دې پکې
هسی په زور په زان روژی اړه وي

د پوښتنو به درته څه وايمه
په دي دنيا کښې خالي شپی اړه وي

د ميکدې نه بهر څوک اُواتو
چې ميخوران ډکې پيالي اړه وي

د اديره ده داد ستړو زئي دي
دلته شاهان هم قافلې اړه وي

ته د خيبر نه ګوري نه سميږي
رقیبه دا دې په بادي اړه وي

خيبر افريدي

05/10/2025

دلتہ امکان دے د سپرلی د سحر
دلتہ استازی زی رازی د سحر

خدای خبر تہ او سپرلی سہ د یو بل
ستا لیونی شو لیونی د سحر

پہ ہغو زلفو کی خوبونہ اودہ
پہ ہغو سترگو کی مستی د سحر

د انتظار د شپی تمامہ دنیا
شوگیری سترگی اسویلی د سحر

ستا د خایست د سپرلی ذکر کوی
سوک پہ دی لار گلونہ وڑی د سحر

د شپی غمونہ پکی نہ پٹیږی
د زڑہ زخمونہ چی ورزی د سحر

نننئ شپہ یی د صابر سرہ وہ
خدایہ! چی سنگہ بہ پاسی د سحر.

د ډاکټر صاحب شاه صابر پیژندګلو🌸🤎د زړونو صابر د هر چا د خوښې شاعر پروفیسر ډاکټر صاحب شاه صابر په کال 1956کې د مارچ په نهم...
19/09/2025

د ډاکټر صاحب شاه صابر پیژندګلو🌸🤎
د زړونو صابر د هر چا د خوښې شاعر پروفیسر ډاکټر صاحب شاه صابر په کال 1956کې د مارچ په نهمه نېټه د ملاکنډ په سخاکوټ نومې کلي کې زیږیدلے وو
صابر د پیر باز باچه زوې، د پیر زېور شاه نمسی او د پیر منور شاه کړوسے دے۔
د صابر پلار ډیر تکړه ، باشعوره او یو موړ تجارتې سړے وو د خپلو بچو د تعلیم و تربیت یې خاص خیال ساتلے وو۔ د ډاکټرصاحب شاه صابر ورور ساجد شاه وایې زمونږ کورنې حالات ښه وو زما پلار زمونږ د تعلېم و تربیت یې پوره خیال ساتلے وو۔ زما پلار ښه پرسکونه ژوند تیر کړے دے۔ او بیا یې خو په صاحب شاه (صابر) ښه ډیر سبق ویلے وو۔

#تعلېم💝
ډاکټر صاحب شاه صابر ابتدایې تعلیم په خپل کور کلي کې حاصل کړو۔د مذهبې علومو بنیادې زده کړې یې د خپل کلي په جومات کې ترسره کړې او د رسمې تعلېم د حصول لپاره په ګورنمنټ پرایمرې سکول نمبر1 سخاکوټ کې داخل کړې شو۔
دلته نه یې څلورم جماعت پاس کړو او بیا یې په ګورنمنټ هایې سکول
نمبر 1 سخاکوټ کې داخله واخسته او په کال 1972 کې یې لسم جماعت پاس کړو او د نور تعلېم د پاره یې تهاڼه کالج ته مخه کړه ۔
ګورنمنټ ډګرې کالج تهاڼه کې یې داخله واخسته او په باقاعده توګه یې ادبې او سیاسې هلو ځلو ته لاس واچو. صابر په Arts groupکې داخل شو او په کال 1974 کې یې دولسم جماعت پاس کړو او بیا یې په ګورنمنټ ډګرې کالج مردان کې د ګریجوېشن دپاره داخله واخسته۔ په کال 1979کې یې د اسیر طالبعلم په حېث د ملاکنډ #جیل نه پرچې ورکړې او د څوارلسم ډګرې یې ترلاسه کړه ۔

د اعلی تعلېم د پاره پېښور یونیورسټۍ ته لاړو ۔
دې دوران کې صابر جیلونه هم تیر کړه
د قید نه پس په کال 1981کې صابر د پېښور پوهنتون نه په پښتو ادب کې د ماسټر ډګرې واخسته ۔ورپسې یې په کال 1983کې په اردو ادب کې ایم اے اوکړه او بیا یې په کال 1994کې په سیاسیاتو کې شپاړسم جماعت پاس کړو۔
صابر په درې مضمونونو کې ایم اے وکړو۔
د تعلیم تنده یې پرې ماته نشوه او بیا یې په کال1991کې د پښتو ډیپارټمنټ پېښور یونیورسټۍ نه ایم فل او په 2005کې د پښتو ډیپارټمنټ پېښور پوهتون نه Phd تر سره کړه.
💝 #هلې ځلي
صابر د پښتون سټوډنټ فیډرېشن یو سرګرم غړے و ۔
د علم او پوهې په حقله د صابر شخصیت منلی شوے او یاد شوے دے۔صابر به چې چرته هم تلو راتلو نو اخبار ،رساله به ورسره وه د صابر د مطالعې اندازه دومره ډیره وه چې ټوله شپه به یې د کتاب لیک لوست کوو۔
دغه وجه ده چې ملګرو به ورته” کتاب شاه “ویل او تر مرګه پورې د کتاب کلک ملګرے پاتې شوے۔

صابر د دې پښتون وطن یو باشعوره شاعر،ادیب ،نقاد،مورخ او د ادب استاذ و۔
نوموړے د یو مترقې ذهن خاوند و د مغربې دنیا د ترقۍ په انداز او انګازه خبر و۔د پښتون قام په رګونو کې وتے ننوتے و ځکه خو د دې اولس د ښې بدې او ګټې او تاوان په رازونو خبر و۔
صاحب شاه صابر دبېن الاقوامې معیار ادیب او لیکوال وه۔
صابر وایې ما د مکتب په اتم کښې شعر لیکل شروع کړي دي۔
خداﺉ بښلې شېر علي شیدا صاحب د صابر او تمجل حسن قایل د شاعرۍ د فن استاذ وو۔هغه به دوې د شعرونو په وزن،بحر،ردیف او قافیه وغېره پوهول۔
شېر علې شیدا د سخاکوټ د کلي اوسیدونکې وو ۔خوږ انسان تعلیم یافته ځوان او د پښتو ژبې ښه شاعر وو۔

💝د فخر افغان باچا خان بابا صابر ته انعام
کالج کې د پښتون سټوډنټس فیډریشن له خوا راساز شوې تقریب کې صابر په خپل تقریر کې په پښتون اولس،پښتنه ټولنه او سیاسې نظم و ضبط باندې د خپل عمر نه پخې خبرې وکړې ۔
د دې غونډې مشر میلمه حضرت باچاخان بابا وو هغوې د صابر د دې خبرو نه ډیر متاثره شول او ډاکټر صاحب شاه صابر ته یې سل روپۍ انعام ورکړو او ورته یې اویل بچیه زه پیسې بې ځایه نه خر کوم۔خو تا راله زړه ډیر خوشحاله کړو ۔ستا خبرې مې ډیرې خوښې شوې ځکه مې درله انعام درکړو۔

💝د صاحب شاه صابر د کتاب” تکل“ په اړه ډاکټر محمد اقبال نسیم خټک خپله تبصره کې وایې
”په غزل کښې د نقطې نه نقطه وېستل او د خبرې نه خبره جوړول اګر که ډیر ګران کار دے خو د غزل دغه خوبي د غزل روح ګڼلے شي۔
د پښتو په کلاسیکي شاعرانو کښې کاظم خان شېدا او په اردو کې مرزا غالب په دغه فن کې ډیر زیات مهارت لرې۔
ښکارې داسې چې ښاغلې صابر د پښتو او د اردو د کلاسیکي شاعرۍ ښه غرقه مطالعه کړې ده ځکه یې غزل خوندناک دے“
لکه چې صابر وایې
ښه لګي خواږه لګي
ستا کاته په زړه لګي
دا کاته دې هېر مه شه
دا تا سره ښه لګي
ستا په وعده څه باور
ساپه وعده څه لګي
ته او په رښتیا مینه
دا دروغ مې نه لګي
عشق لکه د بنګ لوګې
کله کله ولګي
هغه سړی هغسي
هسې په ما ښه لګي
دا د محبت نشه
کفر شې هله لګي۔

💝د صابر په حقله همېش خلیل صیب وایې
”ښاغلے صاحب شاه صابر د شلمې عیسوۍ صدۍ د وروستو کلونو د پښتو په جدت پسنده شاعرانو کې د خپل منفرد انداز بیان په وجه د توجه قابل دے“

💝ښاغے رحمت شاه ساٸل صیب د صابر سره د خپلې ملګرتیا او د هغه د سیاسي نقطه نظر ذکر څه دا رنګه کوي:
”ډاکټر صابر سره زما تعلق په ډیرو کلونو خور وه او مونږ په کلونو کلونو په سیاسي او ادبي مېدان کښې ډیر نزدې ملګري پاتې شوې یو۔۔۔ ډاکټر صاحب لکه د نورو مېدانونو د دې میدان هم یو نه ستړے کیدونکے لوبغاړے او فاتح پاتې شوے دے۔
که زه اوایم چې دې سړي له د ددې خاورې،دې قام او دې وطن د غمه بغېر د خوب نه دے ورغلے نو دا به ریښتاو نه هم ريښتیا خبره وي۔“

💔 #وفات
د زړونو صابر په کال 2007 د اپریل په دریمه نیټه د یو پنځوس 51 کالو په عمر کې سترګې پټې کړی۔ او د صابر په غم یې ورپسې مور هم ساه ورکړه۔
هغه خوشحال وایې:
مړه هغه چې نه یې نوم نه یې نښان وي
تل تر تله په شه نوم پایې شاغلې۔

🍁د خپل یار په ناڅاپې او د ځوانۍ په مرګ ډاکټرخالق زیار وایې :
مرګه ولې شوی بې صبره
زما یار صابر خو ځوان وو
(د صاحب شاه صابر کلیات نه استفاده)

صابر خو صابر وو نن لکه د ستورې ځلیږي د هر چا د خوښې او ذوق شاعر ۔
ماته چې کله هم صابر رایاد شې په کتاب او غزلو یې مېنه ماته کړم۔

🍁تاسو د صابر شعرونه کمنټ کې ډالۍ کړﺉ۔

#کاپې

د هغہ خکلی د یادونو بارانپہ زړہ می خکلی شو د ګلونو بارانخدایہ پہ دی  #میخانہ ووروید  #محبت د شرابونو بارانپریږدہ چی پریو...
26/08/2025

د هغہ خکلی د یادونو باران
پہ زړہ می خکلی شو د ګلونو باران

خدایہ پہ دی #میخانہ ووروی
د #محبت د شرابونو باران

پریږدہ چی پریوزی د نفرت برجونہ
راشہ چی راشی د ګلونو باران

مہ زہ چی نہ زی د سپرلی وریزی
خاندہ چی خکلی شی د رنگونو باران

سومرہ خواږہ شو ستا د #یاد بادونہ
سومرہ خہ لگی د #زخمونو باران

پہ سږنی ژمی سوکڑہ د #دیدن
پہ سږنی کال د #غمونو باران

پہ پرهرونو کی گلونـــــہ کــــرو
پہ زڑونو غواڑو د دردونو #باران

#صاحبـ-شاه-صابر

08/08/2025

ستوماني (نظم)

د عمرونو داسې ستړے
د مودو داسې ستومانه
چې د چا په زلفو کېوځم
چې د چا په څنګل پرېوځم
هلته ساه واخلم دمه شم
سترګې پټې کړم اوده شم.

05/08/2025

خدائ خبر چي څنګ به دې جانانه هيروم
دا به لکه ځان د خپله ځانه هیروم

څوك چې مې په هېره چرې هم هېر کړی نه دی
هغه څوك به څنګه په اسانه هیروم

خوب خو کله هېر او کله یاد څه داسې كېږي
خيال به دې په څه خبره ګرانه هیروم

هر سه چې ستا له بركته يمه عشقه
ستا کومه نیکی به مهربانه هیروم

ووایه چې کله دې د تندې سوې نه يم
کومه ناروا به دې اسمانه هيروم

ساه که مې څه ده خو ستا په ساه کې ده پوهېږم
څنګه تا به ولی؟ خپل ارمانه هیروم

لا خو مې د زړه د پرهرونو وینې څاڅي
څنګ به دې د مینی ګلستانه هیروم

مه وايه د خلکو خلك هر څه هر څه وايي
مه مې هېروه نه به دې جانـه هـېـروم

ځم د پښتنو د غرونو كاڼي ورله وړم
خپل پی مخی لال د بدخشانهرهېرووم

دا د هېرولو خويې ئې ښه نه دے #صابره
دا عادت ده هغه مسلمانه هیروم

ما د ګلونو د رنګونو دلداری کړی دہما د سپرلی د انتظار سرہ یاری کړی دہما د خپل زڑہ پہ رڼا ستوری د اسمان رڼولزہ کہ ذرہ وم م...
28/07/2025

ما د ګلونو د رنګونو دلداری کړی دہ
ما د سپرلی د انتظار سرہ یاری کړی دہ

ما د خپل زڑہ پہ رڼا ستوری د اسمان رڼول
زہ کہ ذرہ وم ما د لمر سرہ سیالی کړی دہ

د جانان ذکر می پہ ژبہ د غزل کړے دے
د خپل ارمان قیصہ می تل پہ اسویلی کړی دہ

مونږ د دنیا د بادشاہانو بادشاہی رنګ کړی
خو یو سړی زمونږ پہ زڑونو بادشاہی کړی دہ

ما تہ ددی خلقو د زڑونو د تیارو پتہ دہ
ما ددی کلی پہ کوسو کی #ملنگی کړی دہ

زہ یی د خپل وجود د خوږ پہ خوږو پوهہ کړمہ
پہ ما د یار سترګو بلا مہربانی کړی دہ

تہ سہ خبر یی د زړہ سرہ تاتہ سہ پتہ دہ؟
چی ستا #صابر سومرہ پہ گرانہ #شاعری کړی دہ.

26/07/2025

خپل پرہرونہ کڑو ڈیوی خلقو
رازی چی سترگی کڑو خوږی خلقو

ورکی کڑئ خپلی مجبورئ ورکی کڑئ
ماتی کڑئ خپلی زولنی خلقو

ما ستاسو مینہ ستاسو پت پاللی
ما دنیا پیژنی پہ دی خلقو

ما د سندرو پہ تار وپییلی
ستاسو د ژوند خوږی قیصی خلقو

زہ د فتوو پہ دہند کی نہ پٹیدم
زما خبری پیژنـــــــدی خلقـــــــو

سہ چی وم ستاسو د نظرہ ومـــــہ
سہ چی می وی ستاسو می وی خلقو

مہ کوی ما او جانان مہ بیلوی
دیار د کلی د کوسی خلقو.

خدای بښلي مطیع الله تراب صيب د خپل مرګ وصيت داسې شاعرانه کړی و.»«»«»««»«»«»«»« د تراب د مرګ وصیت په غور واورئ  د دې کلي ...
15/07/2025

خدای بښلي مطیع الله تراب صيب د خپل مرګ وصيت داسې شاعرانه کړی و.

»«»«»««»«»«»«»«
د تراب د مرګ وصیت په غور واورئ
د دې کلي او ښاریو پوښتنه وکه

د اټک د سیند پر غاړه غاړه ولاړ شه
د خټکو یوسفزو پوښتنه وکه

په قرار قرار می یوسه صوابی ته
د یوسف او شيربانو پوښتنه وکه

جنازه مې ملکنډ په څوکو کیږده
د مومندو باجوړو پوښتنه وکه

په مزه مزه می کوز که اشنغر ته
په مردان کې د کوڅو پوښتنه وکه

څه خلیل او داودزي په ما خبر که
د ادم او د درخو پوښتنه وکه

پېښور دره کوهاټ درنه هیر نه شـي
د هنګو دواوو پوښتنه وکه

خه په ټل زما د مرګ یوه ټپه شه
د ميرلي د اورشو پوښتنه وکه

چې د بنو مازدیګر درنه هېر نه شي
د وزیرو بنوڅو پوښتنه وکه

چې د کوټې او چمن په لاره لاړ شې
د کاکړو د پټکو پوښتنه وکه

بیا په بیړه بیړه راشه کورمې خور ته
د هغې د سرو لاسو پوښتنه وکه

هلته زما د ادبي سنګر یاران دي
په سده کې د هغو پوښتنه وکه

خه بنګشو علیشیرزیو یورو ګوزو ته
د توتکې د چینارو پوښتنه وکه

د پکتیا ټولو قامو ته لاس اوچت که
د مننګو د خاخو پوښتنه وکه

د تیرا په تورو غرونو به راواوړې
د خیبر د افریدو پوښتنه وکه

د خاطر د خاطرو به خاطر وکړې
د همزه د تاترو پوښتنه وکه

د شمشاد په جګو څوکو سلام وایه
په شلمان کې د تاپو پوښتنه وکه

هزار ناو او باسول نه چې ورتېر شي
په ډاګو کې د خېمو پوښتنه وکه

نارنج ګل مې د پټکي هر ول کې کېږده
ننګرهار کې د باغو پوښتنه وکه

د ملنګ یو څو اشعار به چاته یاد وي
اخوا دیخوا د باندډو پوښتنه وکه

د کنړ په سردرو جرګه جرګه شه
د ببهسودو دورنټو پوښتنه وکه

په لغمان کې مهترلام بابا زیارت دې
مازدیګر د تیرګاړو پوښتنه وکه

سیرشاهي پاچیراګام درنه هېر نه شي
چپرهار کې د ډاګو پوښتنه وکه

د کفن پټکی می کوږ په سر راکيږده
بیا ورځه د خوګیاڼو پوښتنه وکه

د تور غر او د سور رود په لویه لاره
د ناري ناري برجو پوښتنه وکه

د سپین غر د جګ دالان لاندې مې کېږده
د څڅوبي د اوبو پوښتنه وکه

وطنۍ شنه لوپټه په ما خوره که
د سرګړي د وښو پوښتنه وکه

تر هغې مې خړو خاورو کې پټ نه کړې
د پرېوتو دېوالو پوښتنه وکه

تواقف می جنازې لپاره واخله
دواړې غاړې د مورچو پوښتنه وکه

په ما خاورې کړه انبار چی درز وانه ورم
په مزار مې د ډېوو پوښتنه وکه

#تراب صيب دې خدای وبښي!

14/07/2025

د ژوند آہنگ د ژوند نغمہ بدلوی
حالات بدلیږی زمانہ بدلوی

سوک چی پہ ژوند کی سہ بدلون غواڑی
اول بہ خپلہ رویہ بدلوی

ہر سوک د خپل ساقی د نومہ ستڑے
ہر سڑے خپلہ میخانہ بدلوی

اوس خو تیاری ہم د رنا ڈیری
ہرہ شپہ نوی لوپٹہ بدلوی

وخت چی بدل شی نظریہ نوی شی
ژوند چی بدلیږی فلسفہ بدلوی

پہ یوہ منڈہ بدلیدونکی دنیا
د زندگی ہرہ رشتہ بدلوی
مونږ لا پہ زمکہ د شپی زـای نـہ مـومـو
خلق سپوږمۍ تہ زی نشہ بدلوی

جانان یی ہغہ انتظار یی ہغہ
#صابر د مینی طریقہ بدلوی.

#صاحب‌شاه‌صابر
Sahib Shah Sabir صاحب شاہ صابر

💔 باجوڑ کی ویران دوپہر... ایک قبر، دو معصوم، اور ان کہی چیخیںقبر کے کنارے ایک معصوم بچی اپنے بھائی کے سر پر ہاتھ رکھے اس...
11/07/2025

💔 باجوڑ کی ویران دوپہر... ایک قبر، دو معصوم، اور ان کہی چیخیں

قبر کے کنارے ایک معصوم بچی اپنے بھائی کے سر پر ہاتھ رکھے اسے دلاسہ دے رہی ہے۔۔۔
ان کے والد مولانا اب اس دنیا میں نہیں رہے۔

⚰️ اس کھیل کو کھیلنے والوں پر شاید کوئی اثر نہیں پڑے گا،
لیکن ان معصوم بچوں کے دل و دماغ پر جو زخم رہ گیا ہے،
وہ زندگی بھر نہ بھرے گا۔

👧🏻👦🏻 بے وقت یتیمی صرف ایک رشتہ نہیں چھینتی،
یہ ایک پوری زندگی کا سہارا، اعتماد اور محفوظیّت بھی چھین لیتی ہے۔

جب کوئی باپ جاتا ہے،
تو صرف ایک جسم نہیں دفن ہوتا.
ساتھ خواب دفن ہوتے ہیں، آوازیں خاموش ہو جاتی ہیں،
اور آنکھوں میں آنسو ٹھہر جاتے ہیں۔

📢 ہم کب جاگیں گے؟
یہ خون، یہ قبریں، یہ سسکیاں…
کیا یہ سب کچھ ہمیشہ معمول ہی رہیں گے؟

#باجوڑ






؟

يوه بله جنازه د پښتون قوم...چې دستار تړي بې شمار دي د دستار سړي په شمار دي.مېړونه مرئ نوم او کړنې یې پاتې کیږي! په ډیرې ...
10/07/2025

يوه بله جنازه د پښتون قوم...
چې دستار تړي بې شمار دي
د دستار سړي په شمار دي.

مېړونه مرئ نوم او کړنې یې پاتې کیږي!
په ډیرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د ظلم او استبداد لاندې وطن پښتونخوا کې د پښتون قوم یو بل غږ هم چپ شو.

‏شهید مولانا خانزیب زړور او ملت پاله شخصیت وو .
د ظلم مقابل کې د محکوم ملت غږ وو د قوم لپاره یې ځان قرباني کړ.
‏شهادت دې یې مبارک وي، کورنۍ ، دوستانو ،ټول پښتون قوم او افغان ملت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.
انا لله وانا الیه راجعون .

Address

Kohat

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sahib Shah Sabir صاحب شاہ صابر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share