Raaz News

Raaz News "راز نیوز، تاسو ته د هیواد او سیمې د نوې او تازه وضعیت په اړه معلومات وړاندې کوي."

د ایران د دولتي ټلوېزیون درېیم کانال په یوه خپره شوې ویډیو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کشر زوی، بارون ټرمپ، په اړ...
26/08/2026

د ایران د دولتي ټلوېزیون درېیم کانال په یوه خپره شوې ویډیو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کشر زوی، بارون ټرمپ، په اړه ګواښوونکې څرګندونې کړې دي. په ویډیو کې د هغه د تګ راتګ او امنیت په اړه ادعاوې شوې او د ۱۰ میلیونه ډالرو د انعام یادونه هم شوې ده. د امریکا پټ امنیتي خدمت ویلي چې له دې ویډیو خبر دي او احتمالي ګواښونه څېړي.
دا موضوع یوه ورځ وروسته له هغې مطرح شوې چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ادعا وکړه، ایران یې د یوه زوی د وژلو هڅه کړې وه؛ خو هغه د زوی نوم او د ادعا شوې هڅې جزئیات نه دي ورکړي.

د امریکا د کانګرس افغان‌الاصله غړې عایشه وهاب وايي، واشنګټن باید له افغانستان سره، پرته له دې چې کومه ډله په واک کې وي، ...
26/08/2026

د امریکا د کانګرس افغان‌الاصله غړې عایشه وهاب وايي، واشنګټن باید له افغانستان سره، پرته له دې چې کومه ډله په واک کې وي، ډیپلوماټیکې اړیکې او تعامل وساتي.
وهاب ټینګار کړی چې له افغانستان سره اړیکې کولی شي د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او مدني حقونو په برخه کې د بدلون لپاره د امریکا د اغېز وسیله وګرځي.
نوموړې د طالبانو د مخالفو ځینو ډلو پر دریځونو هم نیوکه کړې او هغوی یې «ژور ناکام او لارورکي» بللي دي.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب ویلي، اسلام‌اباد له امریکا د ۱۰ میلیارده ډالرو د اسعارو د ثبات مالي اسانتیا غوښتې د...
26/08/2026

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب ویلي، اسلام‌اباد له امریکا د ۱۰ میلیارده ډالرو د اسعارو د ثبات مالي اسانتیا غوښتې ده.
د نوموړي په وینا، دا غوښتنه د خصوصي پانګه‌والو د باور پیاوړتیا او د پاکستان د بهرنیو اسعارو د ثبات لپاره شوې ده. د امریکا او پاکستان ترمنځ خبرې روانې دي او اسلام‌اباد تمه لري چې په راتلونکو میاشتو کې به د واشنګټن ځواب ترلاسه کړي.
اورنګزېب زیاته کړې چې پاکستان غواړي صادرات زیات کړي او د تادیاتو د بیلانس تکراري ستونزې راکمې کړي.

امریکا سوریه د «ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو» له نوملړه وایسته. دا پرېکړه د کانګرس د ۴۵ ورځني بیاکتنې له مودې وروسته عملي شو...
25/08/2026

امریکا سوریه د «ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو» له نوملړه وایسته. دا پرېکړه د کانګرس د ۴۵ ورځني بیاکتنې له مودې وروسته عملي شوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، دا اقدام د سوریې د نوي حکومت د مثبتو ګامونو او له نړیوال ترهګرۍ سره د واټن ساتلو ژمنو په غبرګون کې شوی دی.
سوریه له ۱۹۷۹ کال راهیسې د امریکا په دغه نوملړ کې وه. د سوریې چارواکي وايي، له نوملړه ایستل به د نړیوالو پانګونو او له نړیوال مالي نظام سره د هېواد د بیا نښلېدو په برخه کې مهم خنډونه لرې کړي.
#سوریه #امریکا

د ناقانونه وسلوالی ډلی (ټی ټی پ) د مرکزي زون نظامي کمېسیون په یوه خپاره شوي مکتوب کې ویلي، چې د مهمند ولایت والي له ځینو...
22/08/2026

د ناقانونه وسلوالی ډلی (ټی ټی پ) د مرکزي زون نظامي کمېسیون په یوه خپاره شوي مکتوب کې ویلي، چې د مهمند ولایت والي له ځینو ستونزو سره مخ دی او له همدې امله نه شي کولای د ولایت چارې په پراخه کچه پر مخ یوسي.
په مکتوب کې ویل شوي، چې د مهمند ولایت ټولې چارې دې د ولایت د مرستیال حنظله خراساني له لوري پر مخ یووړل شي او هڅه دې وشي چې چارې په ښه ډول تنظیم او مخته یوړل شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، له طالب مشرانو سره لا هم خبرې کوي او باور لري چې د افغانستان د روانو ستونزو د حل لپاره بای...
21/08/2026

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، له طالب مشرانو سره لا هم خبرې کوي او باور لري چې د افغانستان د روانو ستونزو د حل لپاره باید ټول افغانان، د طالبانو په ګډون، د خبرو او ګډ تفاهم له لارې یوې حل‌لارې ته ورسېږي.
کرزي ویلي، طالبان او د هغوی مخالفین ټول افغانان دي او باید په ګډه د شخړو د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.

د امنیتي سرچینو په وینا، پولیسو او امنیتي ځواکونو په ګډ عملیاتو کې د خیبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ د زرګړۍ په سیمه کې د و...
19/08/2026

د امنیتي سرچینو په وینا، پولیسو او امنیتي ځواکونو په ګډ عملیاتو کې د خیبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ د زرګړۍ په سیمه کې د وسله‌وال کمانډر عرفان، چې په «لیزري» مشهور دی، کور ونړاوه.
د پولیسو په وینا، عرفان د ګڼو بریدونو او امنیتي پېښو په تړاو مطلوب دی، چې د ډي‌ پي‌ او خالد پر ضد برید او د خزینې بانډې پېښه هم پکې شامله ده.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، پاکستان او افغانستان تاریخي، مذهبي او کلتوري اړیکې لري.نوموړي ټینګا...
18/08/2026

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، پاکستان او افغانستان تاریخي، مذهبي او کلتوري اړیکې لري.
نوموړي ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د دوو پیاوړو او سوله‌ییزو ګاونډیانو په توګه د خپل ګډ راتلونکي لپاره نوې او پیاوړې بنسټونه جوړ کړي.

17/08/2026

د اګست په ۱۴مه د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي پېښو راپورونه

#پاکستان #امنیت #خبرونه

د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو لپاره د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ د افغان ابدالیانو ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړ.ټ...
17/08/2026

د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو لپاره د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ د افغان ابدالیانو ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړ.
ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبې د جاپان په کوربه‌توب ترسره شي.

Address

Lahore

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Raaz News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share