28/09/2025
هغه بيا چرته کښې مړ کيږي چې نختر اور اوکړي
زمونږه مينه پۀ ويړيا ده لکه غر اور اوکړي
پښتون تر هغي وي اودۀ چې نتيجه يي دا شي
چې يي پينسې يا يې لمنې يا سادر اور اوکړي
حسد خزان دې ګلان وچ کړي حسد سره غرمه ده
چرته چې وچ واښه لرګي وي نو اکثر اور اوکړي
زۀ او اشنا يو پۀ حجره کښې او رقيب پۀ درندکښې
مونږ چې دننه پۀ خندا شو دے بهر اور اوکړي
ستا پۀ ښکلا کښې څه د سرو شرابو رنګ ګرځي
ستا پۀ ليدو باندې زما تږے نظر اور اوکړي
سحر نسيم د رڼاګانو اظهارونه کوي
لکه ماښام کښې د ډيوې د ژبي سر اور اوکړی
سقيم سحر نسيم صيب