17/10/2021
لوستل یی ضروری دي!
که اوسه وخت نلرې شیریې کړه بیابه یې وروسته ولولې ډیره ګټوره لیکنه ده.👇
ولې ځینې کسان #لمونځونه نه کوي؟
(دا کیسه زما دژوند له واقعيتونو څخه ده)
یو ورځ په ټولګي کې ناست وم د دیني علومو درس مو درلود معلم صنف ته را داخل شو، د درس د شروع پرمهال یې زمونږ څخه پوښتنه وکړه...
ستاسې په نظر کوم کسان لمونځ نه کوي؟
لومړي شاګرد په ډېرې عاجزۍ سره وویل: (هغه کسان چې مړه دي لمونځ نه کوي)
دویم شاګرد وویل: (هغه کسان چې لمونځ یې زده نه دی نو نه یې ادا کوي )
دریم شاګرد په معقوله توګه ځواب وویلو: (هغه کسان چې مسلمانان نه دي نو لمونځ نه ادا کوي)
په همدې ډول څلورم شاګرد وویل : (هغه کسان چې کافر دي نو لمونځ نه ادا کوي)
په ترتیب سره پنځم شاګرد وویل: (هغه کسان چې له الله تعالی څخه نه ويریږي نو هغه لمونځ نه ادا کوي)
ټولو شاګردانو خپل نظرونه وویل خو زه په یو ژور فکر کې ډوب شوم او له ځان سره مې وویل
چې زه له کومې ډلې څخه یم؟
(۱)- آیا زه مړ یم ؟ نه !
(۲)- آیا زما لمونځ زده نه دی؟ زده مې دی!
(۳)- آیا زه مسلمان نه یم؟ الحمداللّٰه مسلمان یم
(۴)- آیا زه له خپل رب څخه وېره نه لرم؟ وېره لرم
(۵)- آیا زه کافر یم؟ نعوذباللّٰه
نو بیا ولی لمونځ نه کوم؟
له ځان سره مې وویل: ښه که د قبر په اوله شپه راڅخه پوښتنه وکړي؟
ژوندی وې . هو
لمونځ دې زده وو؟ هو
مسلمان وې؟ هو
له خدای تعالی څخه وېرېدلې؟ هو
نو بيا دې ولې لمونځ نه کاوه؟
نو څه ځواب به ورکوم؟
یو ټکان مې وخوړ او له ځان سره مې قوي تصمیم ونیوو چې وروسته له دې به بدون له کوم شرعي عذر څخه هیڅ لمونځ نه قضا کوم.
فقط یو جدي او قوي تصمیم په کاردی
تاسې به هم حتماً په دې اړه فکر کوﺉ.
که چیرې تاسې هم په فکر کې شوي یاست نو دا پیغام درسره #شیر کړئ امکان لري د کوم مسلمان ورور دهدایت باعث وګرځي الله تعالی به اجر او ثواب درکړي.
دنورو_معلوماتو_لپاره__پاڼه_لایک_کړئ