Ghani khan poetry

Ghani khan poetry ستا د ظلم ستا د جبر پۀ دې لوبه
دغه چپ خلق پوهېږي خو یرېږي

23/12/2024

Chatam spak kartal nade pakar !!!! Ghani
Khan

بس هوم دغه شانتې خه يمبې نشانه بې جانانهلکه څنګه چې اوبه ويلکه څنګه چې هوا ويلکه څنګه چې ايرې ويکه ته وايې چې ځه ګل شمنو...
07/10/2024

بس هوم دغه شانتې خه يم
بې نشانه بې جانانه
لکه څنګه چې اوبه وي
لکه څنګه چې هوا وي
لکه څنګه چې ايرې وي
که ته وايې چې ځه ګل شم
نو ګلونه خو رژيږي
که ته وایې چې سپوږمۍ شم
که ته وایې چې خکلا شم
که ته وايې چې صحرا شم
که ته وایې چې ځنګل شم
خو اخر به فنا کيږم
يوا ورز به جدا کيږم
پما ګرانه اې جانانه
نن به يم صبا به نه يم
بس هوم دغه شانتې خه يم
بس هوم دغه شانتې خه يم

غني خان

12/09/2024

//// Da Dakaa Dagham da U beghama Donya Jora ka //// 🪸🪸🌸🍂💐
Hashim Zafar
Abdul wali khàn university Mardan expo 2024
.

08/07/2024

ثوک دی ماتہ اواې ثہ رنگي شیدا چي سوک ؟

14/06/2024

غنی خان نظم 🌸 منصور پہ دار اوخوت ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

10/06/2024

كهٴ صورت د محمد (ص) نهٴ وے پېدا
پېدا كړې به خداے نهٴ وه دا دنيا
💞

11/05/2024

|||||||||******zan tAba Sa ranga da zrah pa aeinaa ke Goram 🌺🌸||||||||||||******

26/04/2024

Bacha khan baba. 💐🥀🥀

23/03/2024

Khatir!
Admire your beloved as much as you can,
So that in your book,
Nothing but sweetness be seen.
Engr Shamshad Khan.
اوستايه ښه د يار تر ښه خاطره
چه په کتاب کښې دي خواږه پاتي شي

18/02/2024

ډير په معزرت سره ملګرو پښتنو! ده پښتون قام په خاطر او ده پښتو په خاطر يو وړوکي درخواست کوم ټولو ته چې خپل کشران، مشران، او همځولي په دې خبره خبر کړۍ چې په سوشل ميډيا ده غلط پوسټ او ده کنځل کولو نه بالکل ډډه وکړۍ، ولې چې دا رقم پوسټ يا غلط کنځل يا يو غلطه خبره کول دا ده پښتون ده رواياتو بالکل برعکس دي او دا ده پښتون سره ډير بد لږي، ډير ده ادب او عزت مظاهره کوۍ. خپل کشران او همځولي خبردار کړۍ چې چا ته غلطه خبره يا کنځل په سوشل ميډيا کول دا ده پښتون ډير غلط عکس ښيي. بايد چې مونږ ده هر هغه حرکت نه ډډه وکړو کم چې ده پښتون غلط عکس ښيي... مننه

13/02/2024

ځواني دې رانه وخوړه لونګه ځوانیمرګه
غنم غوندې رېبې مې غنمرنګه ځوانیمرګه

ګلاب ګلاب لېمې رانه پۀ سرو وینو کښې وړې
میرات شې ځوانیمرګ شې مړ شې جنګه ځوانیمرګه

مودې مودې ویدۀ وې پۀ ټپې ټپې مړوند
ځه ویښ شه اوس د سپینو لېچو شړنګه ځوانیمرګه

د چا دنګه ځواني رانړوې پۀ اسوېلو
ښېرا دې پۀ دعا واوړه ملنګه ځوانيمرګه

جامونه شي پیالې شي تودو شونډو ته د یار
راشين مې پۀ غزله کښې شې بنګه ځوانیمرګه

راټيټ شه د سپېڅلي بغاوت تړون یې کړے
شــرر د حوصلې پۀ رنګه دنګه ځوانیمرګه

مونږ لېونې که څوک په دار ويروې مونږ  ته  د يار  د  زلفو  تار  ښکارې نن د 2024 میلادي کال د فروري د میاشتې اوومه نیټه د پ...
07/02/2024

مونږ لېونې که څوک په دار ويروې
مونږ ته د يار د زلفو تار ښکارې

نن د 2024 میلادي کال د فروري د میاشتې اوومه نیټه د پښتو ژبې د ملي او انقلابي شاعر ارواښاد اجمل خټک څوارلسم تلین دی

اجمل خټک په کال 1929ء کښې د حکمت شاه کره په اکوړي کښې پېدا شوے وۀ.
په فارسۍ او اردو کښې ٸ اېم اے(MA) کړې وٶ.
څۀ وخت په محکمۀ تعليم کښې وۀ، وروستو يې په رېډيو پاکستان کښې هم د څۀ وخت د پاره نوکري وکړه .
پښتو نظم او نثر يې دواړه ښۀ ليکل .
اجمل خټک صاحب د پښتو ژبې او ادب په ډېرو لويو شاعرانو او اديبانو کښې شپېرلے شي.
د شاعرۍ مجموعې يې:
د غېرت چغه، ګلونه تکلونه، ګل پرهر، د سپین غر لۀ سره″ په نامو چاپ شوې دي‌.
په نثر کښې يې ″دا زۀ پاګل وم″(راپورتاژ)، کچکول(کالمونه)، ژوند او فن، قيصه زما د ادبي ژوند (سوانح عمري او جلد) او د افغان ننګ (افسانوي راپورتاژونه)، د وخت چغه، او د ژوند پېغام، نومې کتابونه چاپ دي.
د پښتو ژبې دا لوے شاعر اديب، پښتون دانشور، صحافي او قومي مشر په 7/۷ فرورۍ 2010/۲۰۱۰ء په حق ورسېدو.
په ګور ئی نور شه
الله پاک دې وبخښي، روح ئې ښاداو په ګور ٸ نور شه۔ ۔ ۔

07/02/2024

زه ده یو سياسي پارټۍ سره هم تعلق نه لرم خو دومره وایم چې ده باچا خان بابا ده نظرېې قائل يم او ده پختون قوم بچۍ يم نو په پختون مې زړه درديږي. سبا ورځ کو تاسو ووټ له لاړ شۍ او که نه خو لږ ساعت له په دې خبره سوچ اوکړۍ چې دې پختونخوا له دا پختونخوا نامه چا ورکړه؟ او ولې يې ورکړه؟ او بيا په دې خبره سوچ اوکړۍ چې ده دې ګل ګل پختونخوا وسائل ده ګل ګل پختنو ده پرمختګ وسيله ولې نه جوړيږي؟ ځما يقين دۍ چې ده دې سوال په ځواب کې په ګنړ شمېر ده باچا خان بابا ده نظرېې منونکي شهيدان به ستاسو ده خيال په درشل ولاړ وي. ده خبرې مقصد مې دا دې چې يو نر پختون له وټ ورکړۍ چې په پارليمان کې درله ده پښتونخوا آواز پورته کولۍ شي...

01/02/2024

رڼا پسې د امن د لالټينه شاه ته نه وه
چې ناوې د بارودو لوګو دومره کړه بدرنګه

زه نه غواړم چې بل زلمى په خامو بريتو مړ شى
او پېغله دې د مينې په پېغور کړي خلک تنګه

دروېش روښان

07/01/2024
26/11/2023

Attann che da khuchayn khlk kawee na 🍁🍁🍁🍁🍁💕❤️ghanikhanpoetry

26/08/2023

Harsa da Rab / za u makham la. Raghlee yama 😓🗣️🗣️🗣️😪
Nature with Natrul music.
fayaz khan kheshge a

23/08/2023

ایسے چھوٹے موٹے ریسکیوز شمالی علاقہ جات میں روزمرہ روٹین کا حصہ ہیں ۔۔۔۔ حبیب رحمان گلونہ 😂

Address

Peshawar

Telephone

+923479421017

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ghani khan poetry posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category