15/10/2022
🔸 د الله تعالى په حصوصى رحم او د ملګرو په دعاګانو زما دريم کتاب { موسم خمار خمار جانان جانان دے او ته ځې ؟ } هم نن د جلد سره چاپ شو • ملګرو ته دے پته وى چې په دے کتاب کښې د نوې غزلو نه علاوه معرا نظمونه ، ټپيزې ، هاٸيکو او افسانې هم شاملې دى • مننه کوم د خپل ګران مشر ورور پروفيسر ډاکټر اظهار الله اظهار صيب چې کوم ليک ٸې د " فليپ " په شکل کښې زما د کتاب شا مخ کړے دے د غې ليک ځان قابل نه ګنړم خو کيدې شى دا دهغوى بې کچه مينه وه • دے نه علاوه د ټولو نه چې زيات په کمه خبره خوشحاله يم نو هغه دا چې زما سره زمونږ د جرګې د ملګرو پنځه کتابونه هم نن چاپ شو چې پکښې زمونږ د جرګې د بانى ارواښاد اول خان رسوا صيب کليات ، د مجيب الرحمن مجيب کتاب ، د فضل على ساګر کتاب او د سرير منصور کتابونه شامل دى او درنګ له به د دغې ټولو کتابونو ټاٸيټلې او تفصيل تاسو د زما د ملګرو په وال اوګورې • دا هم د ځان د پاره اعزاز ګنړم چې ما د دې خپل کتاب سره سره د ټولو ملګرو د کتابونو ټاٸټلې په خپل لاس تيارې کړې دى • نړۍ نړۍ مننه کوم د خپل ورور ډسټرکټ يوتهه افيسر عثمان خان چې په ذاتى توګه ٸې راسره په دے ټولو کتابونو کښې خپله وعده پښتونولې او مينه تر سره کړه • مننه کوم د خپلې جرګې د ملګرو په حصوصى توګه د سرپرست امين باچا ترنګزٸ ، مجيب الرحمن مجيب ، سرير منصور او فضل على ساګر او پير وارث خان وارث چې د دې کتابونو د چاپ په سلسله کښې پنځه مياشتې زه د کمو سختو مرحلو او ستونزو نه راتير شوم نو هغې کښې ماسره اوګه په اوګه ولاړ وو • دا هم د جرګې د صدر په حيث د خپلې جرګې اعزاز ګنړم چې د اشنغر په تاريخ کښې په وړومبى ځل د يوې جرګې د پنځو ملګرو په يو ځاٸۍ پنځه کتابونه چاپ شو او دا د تاريخ حصه شوه • د هاغې ملګرو هم جهان مننه کوم چې زما په دے کتاب ٸې په خپلو سريزو کښې ماسره بې کچه مينه ظاهره کړې ده زما د دې کتاب دا ناګهانى چاپ به زما د ملګرو د پاره د خيرانتيا خبره ضرور وى خو دا زما د طرفه ټولو رونړو، خواٸيندو ، کشرانو مشرانو او په حصوصى توګه مسافرو ته يو سرپراٸز شو • ملګرو ته دے ياده وى چې زما او زما د ملګرو دا کتابونه به په ايزور وخت کښې { ثاقب پبليشر رحمت مارکيټ عقب قصه خوانى بازار پيښور دکان نمبر 0912570005 } کښې ملاويږى 🔸
[ ستاسو رور ارشد جان شاهکار 15 اکتوبر 2022 ]