
04/05/2025
ايوب صابر: شاعر اؤ ادیب
از ډاکټر مصطفٰی کمال
د دېو شعرونو خالق،
څنګه تېرېږی اشنا وايه کنه
حال د نيمګړې دُنیا وايه کنه
دغه په غم لړلي ستړي ژوندون
چا سره ؤکړه وفا وايه کنه
راشه چې غم د زړونو نن کړو شریک
څوک به ژوندي وي سبا وايه کنه
د کوهاټ، ځنګل خېلو کلي ايوب صابر به د نن ډېر پښتانۀ زلمي اؤ پېغلې نۀ پېژني، خو دا هغه سړے ؤ، چې ټول عُمر ېئ د پُښتو ژبې اؤ ادب سره بې کچه مينه پاللې وه. د سرکار نوکري ېئ د پُښتو د پاره پريښې اؤ ډېر شخصي کړاؤونه ېئ ګاللي وو .... علمي اؤ ادبي معيار داسې چي، د قلندر مومند اؤ دوست محمد خان کامل غوندې شخصيتونو ورته احترام درلود. هغه ښکاره جاره ترقي پسند اؤ د محبت علمبردار ؤ. شعري مجموعه "ځيګر خون" ېئ واقعي چې د هغۀ د غوڅ ځيګر وينې وې، چې د مظلوم اولس له درده د کاغذ په صفحو راتوې شوې وې.
له زړګي چې وينې ؤڅڅؤم بېت شي
زمانې زما نقصان ته خو خيال ؤکړه
هغه د محبت نغمه ګر ؤ،
پُښتنه ئې بده چاره د مُغل کړې
چې راپورته کاندې سترګې نو وژل کړې
اؤ د ظلم تر دې حده خلاف ؤ چې،
عاصي يم، ګناهګار يم خو چې ذکر د حُسېن شي
کافر به يم صابره کۀ خندا ته مې زړۀ کېږي
ايوب صابر د پُښتو د ازاد نظم په بانيانو کښې ؤ .. اؤ په ورځپاڼه "مشرق" کښې د "اس حمام میں" په نوم د اردو اؤ په ورځپاڼه "وحدت" کښې "د بوډۍ ټال" په نوم د پښتو د مؤثرې کالم نګارۍ نه علاوه، د "جدید پشتو ادب" غوندې د جامع ادبي تاریخ ليکوال ؤ ... خو په دې شعر کښې ورسره اختلاف لرم چې،
خاوندان د تاج و تخت هم په تعظيم شي
خاوندان چې د قلم په لاره ځي
اروا ېئ ښاده اؤ هغه لوے ژوند ېئ د خوشحالو شه !