
30/10/2022
په کوم یو کار کښې چې ما کله چرته شک خوړلے
هم هغه کار کښې مې بیا خامخا څه ټک خوړلے
پــرون د کلـي یــو بـابـا راتــه قـیـصــۀ کــؤلـه
زمــا ګلاب پشــان بـچے دغــــې ټوپک خـوړلے
يـو لیـوني وې بـل سړي تـه اے خـبـره واوره
د غــریبـانـو بـرخـــۀ رزق دې ســڑک خــــوړلے
پـۀ هغه ورځ زمـا د عقـل نـه پردې لـرې شوې
چې غریبي مې شوه دماغو مې چورلک خوړلے
ما خو د پېغلو په سرونو دروند څادر غوښتلو
افسوس څادر ترې دې نقاب او تربوُزک خوړلے
پښتون زلمے د انګریزۍ کتـاب په فـخـر لـؤلي
په المارۍ کښې د پښتو کتاب منـږهـک خـوړلے
عظیم هوښیار شؤلو اوس ستا چلونه ښۀ پېژني
پۀ نادانۍ کښې يې هر ګام باندې تیندک خوړلے
عظیم خلیل