05/06/2025
لاس مې ونیسه چې سترګې مې رڼا شي
په ما راغلله تیاره ، لمنه پریږده
هغه پیر دې اوس د نه سړیو پیر شو
نور جلاله ! د هغه لمنه پریږده
جلال امرخېل
نن د پېښور پوهنتون وروستۍ ورځ وه،✨🌸🥀
د علم دا فصل تر دریو میاشتو پورې ودرېد. د ملګرو خنداوې، د ټولګي شور، او د پوهنتون د انګړ هیلې مو د زړه په پاڼو کې ثبت کړې. درې میاشتې اوږدې دي، خو د امید څراغ مو روښانه دی.
زه، دانیال نثار، او سفیر صدر صیب د اډې (چوک) په لور روان یو، د رخصتیو په نوم خو د جدایۍ یو احساس هم راسره مل دی.
ان شاءالله، بیا به له نویو خوبونو او کیسو سره یو بل ته مخامخ شو.
🥀✨🌸