21/05/2025
شیـخ الـحـدیـث خلـیفه جـمـال صـاحـب د حــج مبـارک سـفر ته روان شـو
الحمد لله، د زړه له کومي خوشحال یو چې د علم، تقوی، او زهد ښکلی مثال، زموږ قدرمن استاد او روحاني لارښود شیخ الحدیث خلیفه جمال صاحب د الله جل جلاله د بلنې په منلو سره د حج مبارک سفر ته روان شو.
خلیفه صاحب د دین خدمت ته ځان وقف کړی، زرګونه شاګردان یې روزلي، او د نبوي علومو ښکلي څراغونه یې بل کړي دي. اوس دا عالم رباني د بیت الله شریف زیارت ته روان دی، چیرې چې د حضور نبي کریم صلی الله علیه وسلم د دعاؤو رنګ، د صحابه کرامو د قدمونو څرک، او د عرفات د میدان برکتونه نغښتي دي.
الله تعالی دې دا مبارک سفر ورته د روحانیت، قبولي، او اجرونو سبب وګرځوي، حج یې مبرور، سعی یې مشکور، او توشې یې د مغفرت او رحمت نه ډک کړي. آمین یا رب العالمین.