
20/09/2025
وزیراعلیٰ خیبر پختونخوا کے مشیر برائے اطلاعات و تعلقات عامہ بیرسٹر ڈاکٹر سیف کی افغان سفیر سے ملاقات
اسلام آباد میں افغانستان کے سفیر سردار احمد شکیب سے ملاقات میں دونوں ممالک کے باہمی مفادات، پاکستان و افغانستان کی سکیورٹی صورتحال اور خیبر پختونخوا میں جاری بدامنی کے واقعات پر تفصیلی بات چیت کی گئی۔
مشیر اطلاعات بیرسٹر ڈاکٹر سیف نے افغان سفیر کو وزیراعلیٰ خیبر پختونخوا علی امین گنڈا پور کی قیادت میں امن و امان کے قیام کے لیے کیے جانے والے اقدامات سے آگاہ کیا۔ ملاقات میں اس امر پر زور دیا گیا کہ خطے میں پائیدار امن کے لیے دونوں ممالک کے درمیان تعاون ناگزیر ہے کیونکہ پاکستان اور افغانستان کا امن ایک دوسرے سے جڑا ہوا ہے اور باہمی تعلقات کو مزید مستحکم بنانے کی ضرورت ہے۔
اس موقع پر خطے میں امن و ترقی کے لیے مشترکہ کوششوں پر اتفاق کیا گیا اور امن کے قیام میں قبائلی جرگوں کے کردار کی اہمیت کو بھی اجاگر کیا گیا۔ بیرسٹر ڈاکٹر سیف نے افغان سفیر کو بتایا کہ وزیراعلیٰ علی امین گنڈا پور خود قبائلی جرگوں کا انعقاد کر رہے ہیں تاکہ امن قائم کیا جا سکے۔
مشیر اطلاعات نے کہا کہ افغانستان اور خیبر پختونخوا کے عوام تاریخی، ثقافتی اور مذہبی رشتوں میں جڑے ہوئے ہیں اور عوامی سطح پر تعلقات میں اضافے سے خطے میں امن قائم کیا جا سکتا ہے۔
بیرسٹر ڈاکٹر سیف نے افغان سفیر کو یقین دلایا کہ خیبر پختونخوا حکومت ہر مشکل گھڑی میں افغان عوام کے ساتھ کھڑی ہے۔ ملاقات میں افغان زلزلہ متاثرین کے لیے دعا کی گئی اور متاثرہ خاندانوں کی امداد کے لیے تعاون کی یقین دہانی کرائی گئی۔
افغان سفیر نے اپنے بیان میں تجارتی تعلقات میں اضافے کی خواہش کا اظہار کیا اور اس بات پر زور دیا کہ افغان حکومت امن کے قیام کے لیے ہر طرح کے تعاون کے لیے تیار ہے کیونکہ خطے میں دیرپا امن دونوں ممالک کے مفاد میں ہے۔
______________________________________
د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی د اطلاعاتو او عامه اړیکو سلاکار، بيرسټر ډاکټر سیف، په اسلاماباد کې د افغانستان د سفیر سردار احمد شکیب سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر مسایلو، د پاکستان او افغانستان د امنیتي وضعیت او په خیبر پښتونخوا کې د روانې ناامنۍ پر موضوعاتو تفصیلي خبرې وکړې.
بيرسټر ډاکټر سیف افغان سفیر ته د خیبر پښتونخوا حکومت لخوا، د وزیر اعلی علي امین ګنډاپور په مشرۍ، د سولې او نظم د ټینګښت په اړه شوي اقداماتو معلومات ورکړل. په دې لیدنه کې په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره پر همکارۍ ټینګار وشو، ځکه چې د پاکستان او افغانستان سوله یو له بل سره تړلې ده او د اړیکو د لا پیاوړتیا اړتیا ده.
په غونډه کې د سولې او پرمختګ لپاره پر ګډو هڅو موافقه وشوه او د سولې د ټینګښت لپاره د قبایلي جرګو پر اهمیت ټینګار وشو.
بيرسټر ډاکټر سیف افغان سفیر ته وویل چې قبایلي جرګې د سولې په ټینګښت کې مهم رول لوبولی شي. وزیر اعلی علي امین ګنډاپور پخپله د قبایلي جرګو د تنظیم لپاره اقدامات کړي دي.
د اطلاعاتو سلاکار بيرسټر ډاکټر سیف زیاته کړه چې د افغانستان او خیبر پښتونخوا خلک په تاریخي، کلتوري او مذهبي اړیکو کې سره تړلي دي. د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کولی شي په سیمه کې سوله راولي.
بيرسټر ډاکټر سیف افغان سفیر ته ډاډ ورکړ چې د خیبر پښتونخوا حکومت به په هره ستونزه کې د افغان ولس تر څنګ ولاړ وي. په غونډه کې د افغان زلزله ځپلو لپاره دعا وشوه او له زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
افغان سفیر په خپلو څرګندونو کې د سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د سولې د ټینګښت لپاره افغان حکومت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی، ځکه چې په سیمه کې دوامداره سوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده.