21/05/2026
د غزل نيمه مطلع په پاڼه ليک ده
سياهي د يو قلم نه توئېدلې
د ډاکټر د دوايي پرچې پرتې دي
د بالخت د لاندې درې شلې روپۍ دي
د سګرېټو يو نيم ګړے ډبے پروت دے
زنګ وهلې ده ګوتمه په لفافه کې
په کاپۍ کې يې نري شانه ليکلي
د يو چا د مېخکي ارمان پوره شو
لا په ما د يو زرګر قرض پېسې
مات بوتل دے ستا د کور لۀ خاورو ډک دے
پکې تخم د موسم د ډمبرګلو
وچه لښته کشمالے ورسره پروت دے
د قاتل د لفظ قات ليکلے شوے
ستا تصوير يې د کتاب په مېنځ کې پروت دے
تۀ قاتل يې ستا يې دومره ثبوت پرېښے
يو سړے بېګا دوه نيمې بجې مړ دے
کاروان مومند صېب 🫀