Zarin Khan ZK

Zarin Khan ZK Entertainment (videos shorts reels & other video etc.) Our mission to provide entertainment to make people are happy relax and enjoy. Welcome to my page.

07/04/2024

ناول
شین سترګې انجلۍ
برخه لومړی (برخه)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه په لسم ټولګي کې وم
چي د شازیه په نوم یوه انجلۍ باندي مین شوم
په لار به چي روان هم وم د شازیه سوچ به مې کولو
د شپي به تر ډیره په سوچ او فکر کې ډوب وم
سهار به اته بجې مکتب ته تلم
زمونږ کور د لاري په سر وو
شازیه به زمونږ د کور په لار مکتب ته تله
زه به د کور د دروازي سره ناست وم
د مکتب به ورستې کس زه وم
چي په اته نیمي بجي به وراغلم
د مکتب مدیر به راته هر ورځ په غوسه وه
ځکه شازیه به په اته نیمي بجي مکتب ته تله
چي شازیه به مکتب ته روانه وه نو زما دیدن به ورسره وشو
خو د ډیره کبره او غورور سره به په لار تله
تر یو کاله پوري
زه به په دې لار د شازیه لپاره ناست وم
خو شازیه په دی خبره نه وه
چي په ما باندي احمد مین دي
ما غوښتل چي څنګه یې خبره کړم
چي احمد ستا سره څومره مینه لري
ډیر وخت وروسته مې فکر وکړو
ماته یو ملګري د امریکا نه قلم ډالي کړی وه
ډیر ښایسته او په شوق جوړ شوی قلم وه
یو ورځ مې د کور یو کوچني ماشوم ته قلم ورکړه
اوورته مې وویل په دې لاره کینه
هغه جیني په دې لاره ځې او دغه قلم ورته ورکړه
ماشوم ډیر شوخ وو راته یې وویل څو روپي به ماته راکړي
ما ورته وویل څو چي ته غواړی
ماشوم خوشحاله شوو
او وویل سمده
زه د یو دیوال شاته پټ شوم
شازیه د ماشوم څنګ ته راورسیده
ماشوم په نرمو شونډو ورته وویل
ترور دا قلم یو هلک راته راکړي
چې دا جیني ته ورکړه
شازیه چي ډیره په غوسه وه
او په ماشوم یې سترګی ورواړولي
ورته وویل چي بیرته دا قلم هغه هلک ته ورکړه
او شازیه روانه شوه
ګورم چي د ماشوم په لاس کې قلم وه
ولي چي شازیه قلم نه واخیستي
ماشوم وویل
جینی ویل چي بیرته دا هغه هلک ته ورکړه
دماشوم دې خبري اوریدو مې زړه ډیر خفه کړ
او د افف غږ مې وکړ
زه هم مکتب ته روان شوم
په سوچ او فکر کې ډوب مې ځان تر مکتب پوری ورسوه
دصنف په دروازه چي ننوتم د استاذ په اجازه په خپله چوکي ،کې کیناستم
ملګرو به مې ښایسته ټوکي ټکالي کولي
خوزه به د خپلي میني غم وړي وم
او د خیال په ټال کي به مې زنګله
زما د څنګ خواږه ملګري چي یو شادب او بل خالد نومیده
ډیر په اخلاقو برابر وو
او هره خبر به یې زما منله
په دې ورځ زه ډیر غوسه او خفه وم
ځکه شازیه د قلم په نه اخیستو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

06/04/2024

Welcome to my page. Our mission to provide entertainment to people. Please support me.

Kia hayal hn?
06/04/2024

Kia hayal hn?

Allah is One.
06/04/2024

Allah is One.

13/10/2023

السلام علیکم!
Welcome to my page.
Please Dear Like Follow My Page ☆♡☆ & support me. 🌹🍎🍏🍇💕💞💖💘💻🙌👍✌👌💓💝💗☝👆👈👉👋☕

Address

Peshawar

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zarin Khan ZK posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share