26/02/2026
د ټول عالم ښایست ته ستا د نور شغله پکار وه
عالم ته ستا په احسانونو شکریه پکار وه
چې څومره حسن لرې دومره بیان شوی نه دی
ستا په ښایست خو یو دیرشمه سیپاره پکار وه
د مینې راز دی چې نامه دې زړه کې پټه ساتو
ګنې نامه دې د کعبې په دروازه پکار وه
اسماني دین دی تبدیلي پکې امکان نلري
زړه خو مې دا ویل چې تاته هم سجده پکار وه
زمونږ کعبه شته خو د دې کعبې کعبه کومه ده
کعبې ته ستاسو په جهت باندې قبله پکار وه
جبریل ویل نور درسره نه ځمه وزر مې سوځي
لکه بلال ورته د خپل سر نذرانه پکار وه
ستاسو د پښو خاورې د عرش په جبین خال پروت دی
حالنکې عرش ته ستا په تللو هنګامه پکار وه
جنت ښایسته دی خو بیا هم دومره نیمګړی ښکاري
جنت کې ستا د مدینې یوه دروازه پکار وه
وه سمندره په یو څاڅکي تشریح چېرته کیږي
ستاسو صفت ته لامحدوده زمانه پکار وه
ادریس په شعر کې کوي ستا خواږه نوم تذکره
نه نه توبه داسې غزل ته د حسّان خوږه لهجه پکار وه