04/11/2025
د ورځې په منځ کې د تیارو راتګ — یو طبیعي پدیدہ
کله ناکله داسې کیږي چې د ورځې په روښانه وخت، مثلاً د ۱۲ بجو په شاوخوا کې، ناڅاپه اسمان تور شي، رڼا ختمه شي او د شپې په څېر تیاره خپره شي. دا عموماً هغه وخت پیښیږي کله چې درنې، باراني یا طوفاني ورېځې (Cumulonimbus Clouds) د اسمان ډېره برخه پټوي.
دا ورېځې د قوي بادونو، باران، او کله ناکله د بریښنا (Thunderstorm) نښه وي. د دغو ورېځو دننه د اوبو څاڅکي او یخ ذرات دومره زیات وي چې د لمر رڼا نه پرېږدي چې ځمکې ته راورسي، نو د ورځې منځ هم تیاره ښکاري.
دا یوه طبیعي پدیده ده، نه روحاني نښه او نه هم د ګناهونو بدله.
فطرت خپل نظام لري، کله ناکله دا بدلونونه یوازې د موسم د علمي اصولو له مخې وي، نه د عذاب یا یرې نښې.
دغه پدیده “Midday Darkness” یا “Daytime Darkening Phenomenon” په نوم یادیږي — یوه طبیعي خو زړه راښکونکې نښه چې د فطرت ځواک موږ ته را یادوي.