14/09/2025
د پښتو ژبې خوږ ژبے شاعر اديب محقق او نقاد ډاكټر شاكر اوركزي څېړنه چې په نامتو شاعر اديب محقق او نقاد محترم سعادت سحر صيب باندې ئې د''سعادت سحر ژوند او ادب)'' كړې ده ـ دا كتاب د خېره سره منګل كتاب كور پېښور كښې د چاپ پړاوونو نه راتېر شو ـ د سعادت سحر صيب ادبي او علمي خدمات بې شماره دي ـ د ارواښاد ايوب صابر،اجمل خټك او د ميا تقويم الحق كاكا خېل غوندې عالمانو په محفل كښې پاتې شوے دے دا ددې مشرانو بركت دے چې د سحر صيب قلم په پښتو ژبه كې بغېر د څه خنډه روان دے ـ ډاكټر شاكرورګزے ډېر د قدر وړ شخصىت دے چې خپل يو درون مشر په كار او زيار ئې څېړنه او كره كتنه وكړه اداره دواړو محترمو ته د زړهٴ د اخلاصه مباركي وركوي ـ او زلمي كهول ته خواست كوي چې دا كتاب دې ولولي چې د پښتو ژبې او ادب د يو مخلص مشر د كار او زيار نه خبر شي ـ