Renaissance Books

Renaissance Books Renaissance Books: Empowering authors, Inspiring readers
(342)

11/04/2021
28/10/2020
21/08/2020
31/07/2019

لوستل یې بې ګټې نه دي!
((شګه او تیږه))
له پنده ډکه کیسه
دوه ملګري په یوه بیابان کې په سفر روان وو. په همدې جریان کې په څه خبره سره وران شو، دې یو خپل ملګري ته یوه کلکه څپېړه ورکړه. هغه هېڅ عکس العمل ښکاره نه کړ، فقط یې د بیابان په شګو ولیکل: (( نن خپل ډېر خواږه ملګري په مخ څپېړه راکړه.))
دوي خپل مزل ته ادامه ورکړه، په لاره کې سیند په مخه ورغی، ښه یې وګڼله چې پکې ولامبي. اوبو ته ورغلل، دا کوم، چې په څپېړه وهل شوی و، اوبو ته وښویېده. نږدې وه چې اوبو لاندې کړی وی، خو هغه بل ملګري لاس ورکړ او له مرګه یې وژغوره. ژغورل شوي کس چاکو راوایست او په ډبره یې دا جمله وکیندله: ((نن خپل ډېر خواږه ملګري له مرګه وژغورلم.))
ملګري یې ورته وویل: هغه بل ځل دې د څپېړې خبره په شګو ولیکله او له مرګه د ژغورنې خبره دې په تیږه وکیندله، دا ولې؟
ده ورته وویل:
د نورو د ناسم چلند خاطرې باید په شګو ولیکو، چې د عفوې له نري باد سره ختمې شي. خو د نورو د نیکۍ کولو خاطرې باید په تېږو وکینو، چې هیڅ باد یې د ړنګولو وس ونلري.


Address

Peshawar
25000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Renaissance Books posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share