29/12/2025
اتحاد افريدے
خپل نوم ئې خان ميران دے او تخلص يې اتحاد دے. خو په ادبي دنيا کښی په اتحاد افريدي مشهور دے. په کال 1930ء کښې د ښاغلي حياګل کره زيږېدلے دے. د شاعرۍ شروع يې په کال 1960ء کښې کړې ده. په قام ذخه خيل خېبر سلطان خيل دے. د تعليم څخه محرومه پاتې شوې وو او هيڅ ليک لوست يې نه شو کولې. خو بیا يې هم ″د کانړي کَرخه″ او ″ليده کاته″ په نوم کتابونه د قام مخې ته راوړي. اتحاد افريدے چې د ادب سره يې بې کچه مينه لرله او په شاعرۍ کښې د مينې او محبت نه علاوه د ژوند په مختلفو اړخونو د فکر باز زغلولے دے. په ادبي محفلونو او مشاعرو کښې به يې ډېره برخه اخيستله او تر لرې لرې به يې ځان رسولو. اتحاد افريدے د خپلې تپې يو با اعتماد او دروند مشر او د جرګو مرکو سړے وو. په ټيلي ويژن هم څرګند شوے وو او په اکثرو حجرو او محفلونو کښې د اتحاد افريدي صېب کلامونه هم زمزمه کېږي او خلک يې يو بل ته شعرونه هم وايي.
کاپی د خیبر شاعران پیج