Khpal Whak Zhag

Khpal Whak Zhag خپلواک آواز ، د نړۍ له هره کونجه.

30/07/2025

باجوړ کی د پنجابي جرنلانو اپریشن د تراهګرۍ خلاف ندﺉ
د پښتون قام د نسل کشۍ او د معدنیاتو قبضه کولو دپاره روان دﺉ

باجوڑ بیدار دی!عمری چوک کې پر عوامو د بې بنسټه او غیر اعلانیه ریاستي اپرېشن خلاف اوس ولس راپاڅېدلی دی!دا ظلم، دا جبر، دا...
30/07/2025

باجوڑ بیدار دی!
عمری چوک کې پر عوامو د بې بنسټه او غیر اعلانیه ریاستي اپرېشن خلاف اوس ولس راپاڅېدلی دی!

دا ظلم، دا جبر، دا بې عدالتي نور نشو زغملی!
باجوڑ ته نور د بارودو نه، د امن، انصاف او ژوند ضرورت دی!

اې د باجوړ ټول قبایلي ولسه!
دا ستاسو د عزت، امن، او بنيادي حقونو جګړه ده!
راووځئ! یو موټی شئ! خپل مظلوم وروڼه یوازې مه پرېږدئ!

په دې سخت وخت کې، یو د بل ملا وتړئ!
موږ به یو بل ته اوږه ورکوو، او تر هغه وخته به مزاحمت کوو، تر څو دا ظالمانه سيسټم ختم شي او ولس ته خپل حقونه وسپارل شي!

دا جنګ د امن دپاره دی، دا جنګ د خپلواکۍ دپاره دی!
باجوړ به خاموش نه وي!



نن د افغان ملت درې‌ رنګه ملي بيرغ ورځ ده — دا ورځ يوازې د يو ټوکر د لمانځنې ورځ نه ده، بلکې د هغه احساس، غيرت، قربانۍ، ا...
28/07/2025

نن د افغان ملت درې‌ رنګه ملي بيرغ ورځ ده —
دا ورځ يوازې د يو ټوکر د لمانځنې ورځ نه ده، بلکې د هغه احساس، غيرت، قربانۍ، او ارمانونو بيا راژوندي کول دي، چې زموږ د ملت د تېر نسل نه تر ننني نسل پورې په وينو کې څاڅي.

دا بيرغ، د تور، سور، او زرغون رنګونو دا مقدس ترکيب، د افغان ملت د پېړۍ پېړۍ مبارزې، استقلال، او خپلواکۍ نښه ده. دا هغه بيرغ دی چې د توپ، ټانک، او طیارې له سیوري لاندې هم و نه لوېد، هغه بيرغ چې د شهید ګيله‌من وزير د خولې وروستۍ ساه وه، هغه بيرغ چې ده يوازې په خپلو وينو نه، بلکې د خپل فکر، خپل ايمان، او د خپل قامي شعور په ژور درک سره سپېڅلی کړ.

نن چې دا بيرغ زموږ په کور، زموږ په زړه، زموږ پر هديره، زموږ پر احتجاج، زموږ پر ژړا، زموږ پر خوښۍ، زموږ پر درد، او زموږ پر ستوري ښکاري، دا د يوه ژوندي ملت نښه ده. دا هغه ملت دی چې که يې خاوره ټوټه شوې ده، خو بيرغ يې نه دی پرې ايښی. هغه ملت چې ممکنه ده بازار ته پرېنښودل شي، خو خپل بيرغ يې تر ټولو لوړ بازار ته پورته کړی دئ. د شعور، د وحدت، او د عزت بازار ته.

موږ دا بيرغ د قدرتونو له خولې راخستی دی، دا بيرغ مو د ډالرو او ډنډو نه وژغوراوه، دا بيرغ مو د هغو ادارو له ګواښونو ژغورلی دی، کومو ته چې دا بيرغ يو جرم ښکارېده. خو موږ دا جرم په وياړ واړاوه، دا سپکاوی مو شرف کړ، او دا بيرغ مو د افغان د ايمان برخه وګرځاوه.

موږ ته دا شرف نه د واکمنو له اجازې راغلی، نه د کوم سفارت له سيوری، دا شرف د ولس له زړه راوتلی دی . هغه زړه چې هره ورځ د شهيد بچي د قبر څنګ ته ژاړي، خو وايي: "زما پلار د همدې بيرغ لپاره ژوند قربان کړ."

راځئ، چې دا بيرغ لا نور هم سپېڅلی وساتو. دا زموږ د افغانيت سند دی. دا زموږ د تشخص دئ. دا زموږ د هر شهيد وروستۍ وصيتنامه ده.
او که دا بيرغ مو وساتلی شو، نو يقين وکړئ:
افغانستان به بيا هم سره، بيا هم شنه، او بيا هم تور بيرغ لاندې يو موټی، سرلوړی، او آزاده وي.

د درې رنګه ملي بيرغ ورځ مو مبارک شه!
دا يوازې بيرغ نه، دا زموږ د ازادۍ دعا ده.
🇦🇫🇦🇫
انور سالار

"پښتون ملت ته یوه نېشنل ایجنډا – یوه لاره، یو هدف، یو چتر!"د سیاستونو تاریخ موږ ته دا را ښيي چې سیاسي اختلاف، مقابله، او...
14/07/2025

"پښتون ملت ته یوه نېشنل ایجنډا – یوه لاره، یو هدف، یو چتر!"

د سیاستونو تاریخ موږ ته دا را ښيي چې سیاسي اختلاف، مقابله، او نظریاتي توپیرونه د یو ولس بربادي نه وي – خو کله چې شخصي ګټې، انا، ضد، او د ریاست لخوا ورکړل شوې مراعات د سیاسي دریځ پر ځای ودرېږي، هلته ملتونه ماتې خوري.

پښتون ملت همداسې یو حالت ته رسېدلی دی. دا ملت هر څه لري – خاوره لري، تاریخ لري، قربانۍ لري، استعداد لري، خو هغه چې نه لري، هغه "وحدت او ګډه ملي اجنډا" ده. د همدې فقدان له وجې نن پښتانه په خپله خاوره کې غلام دي، ووژل شي، بې کوره شي، بې درکه شي – خو نه عدالت شته، نه ادارې ځواب ورکوي، او نه خپل پارلمان لري.
دا ملت اوس له یوه سوال سره مخ دی:

ایا دا ټول سیاسي رهبران، چې د پارلمان، واک، او شخصي ګټو لپاره هر ډول وسایل کاروي، کولی شي د پښتون د درد، د وینې، او د عزت لپاره همداسې یوځل سره کښیني؟

که نه شي کولی – نو بیا د ولس باور او اعتماد ته زیان رسول، د یووالي لار بندول، او د نیابتي جګړو قرباني ولس ته د نجات امیدونه ورکول یوه تاریخي جفا ده.

د منظور پښتین او پښتون ژغورنې غورځنګ دا ځانګړنه ده، چې دا هېڅ وخت د ذاتي سیاست، څوکۍ، مقام، یا د نورو د تحقیر سیاست نه دی کړی. منظور پښتین هغه یوازینی مشر دی چې:

له محمود خان اڅکزي نیولې تر ایمل ولي خان،

له مولانا فضل الرحمن تر خوشال خان کاکړ،

له قامي تحریکونو تر مذهبي جماعتونو پورې،
هر یوه ته د عزت او مکالمې دروازه خلاصه پرېښې ده.

په داسې حال کې چې نور مشران حتی د یو بل د سلام برداشت نه لري، منظور پښتین د ملي وحدت لپاره له شخصي خواشینیو، پخوانیو تهمتونو، او اختلافاتو پورته شوی. دا څه آسان کار نه و – خو هغه وکړ.

اوس وخت دا وایي:

که څوک په ريښتیا غواړي چې د پښتون د عزت خبره وکړي، نو باید دا ومني چې د شخصي دشمنیو، انفرادي ګټو، او د ریاست له ډالۍ شوې سیاست نه تیر شي. دا ممکنه ده، خو شرط یو دی:

خلوص، قرباني، او باور پر ملت.

او دا درې شیان، تر اوسه یواځې په منظور پښتین کې ښکاره لیدل کېږي. هغه نه څوکۍ غواړي، نه وزارت، نه دربار، نه امتیاز، نه دا دی د پردیو په دروازو د مقام سوال کوي. هغه یوازې دا وایي:
"پښتانه تر يو چتر لاندې راټول شي، تر يو ملت، يو شعار، او يو هدف لاندې ولاړ شي. دا زموږ د ژوندي پاتې کېدو یوازینۍ لار ده."
واقعيت دا دی:

محمود خان اڅکزی که هر څومره اصولي خبره کوي، خو هغه د خوشال خان کاکړ سره د ناستې لپاره چمتو نه دی.

ایمل ولي خان که هر څومره د پښتون دوستي دعوه کوي، خو د جمعيت مشرتابه ته د یو ملګري په سترګه نه ګوري.

خوشال کاکړ، محمود خان اڅکزی ، مولانا فضل الرحمن ، محسن داوړ، اسفندیار ولي خان، د هر یوه سیاست جدا دی – او هر یو ځانته حق پر جانب ګڼي.

خو ملت ته د تفرقې سیاست نه، د یووالي سیاست پکار دی. ملت ته فکري جګړه نه، بلکې د بقاء یو آواز پکار دی.

دا وخت د پند او شعور دی. که نن مشران د ذاتي رقابتونو نه پورته نه شي، نو سبا تاریخ به هغوی ته "د یو ملت د ماتې شریکان" ووايي.

منظور پښتین دا کار پیل کړی دی. ملت ورپسې روان دی.
خو ملت هم باید پوه شي چې د یووالي، قربانۍ، او شعور سفر کې تش لاس نه شي ولاړ پاتې کېدلای.

نو پېغام دا دی:

که رښتیا پښتون ملت د یوه نېشنل ایجنډا، د یوه غږ، او د یوه چتر غوښتونکی وي – نو د خلوص خاوند مشرتابه ته لاس ورکړي، بې غرضه یوالي ته کار وکړي، او خپل شعور له احساسه سیاست ته منتقل کړي.

زموږ د ژغورنې لاره یواځې د اتحاد، صداقت، او ملي مفکورې په بنیاد رغېږي.

انور سالار
Anwar Salar

08/07/2025

"موجودہ حالات اور تحریک کے تناظر میں، ملی مشر منظور پشتین نے آج ٹویٹر پر 'وزیرستان کا جاری بحران' کے عنوان سے اسپیس میں مفید اور مؤثر گفتگو کی۔"
https://www.facebook.com/share/v/19EU3HvXQH/

Manzoor Ahmad Pashteen
Khpal Whak Zhag

ښه راغلاست درته وايو ډېر قدرمن رحمان بونیري صیب د لوی افغان ملت سپيڅلي تحريک پښتون ژغورنې غورځنګ ته .دا د ټول ملت تحريک ...
31/05/2025

ښه راغلاست درته وايو ډېر قدرمن رحمان بونیري صیب د لوی افغان ملت سپيڅلي تحريک پښتون ژغورنې غورځنګ ته .
دا د ټول ملت تحريک دئ، د هر مظلوم تحريک دئ، و استعمار او سامراج ته لکه غر ولاړ دئ.
بونیري صیب ستاسو په راتګ بې حده خوشاله يو ، تاسو د مظلومانو صف غوره کړئ، د ملت پيوستون دپاره، د ظلم ختمولو دپاره، د خپلواکۍ دپاره، پر خپله خاوره خپل اختيار دپاره تاسو د يو کارکن په توګه پښتون ژغورنې غورځنګ خپل تحريک وبللو او ټول مشران دي د ځان مشران وګڼلو، وياړ او افتخار په تاسو ګران خبريال رحمان بونیري صیب.
Rahman Bunairee ❤️

د پښتون ژغورنې غورځنګ کوټي اولسوالۍ او سياسي ګوندونو له اړخه د غورځنګ بندي مشرانو د ناروا نيولو او افغان کډوالو د جبري ا...
06/05/2025

د پښتون ژغورنې غورځنګ کوټي اولسوالۍ او سياسي ګوندونو له اړخه د غورځنګ بندي مشرانو د ناروا نيولو او افغان کډوالو د جبري ايستلو او پر پي ټي ايم د بنديز او بلوڅ پيوستون غورځنګ مرکزي مشره ډاکټر مارنګ بلوڅ او نورو مرکزي مشرانو د ناروا نيولو پر ضد يو لويه احتجاجي لاريون ترسره شو✊
Khpal Whak Zhag

30/01/2025

په څوو يې خرڅ کړو پر دشمن زه ترې حساب غواړمه
تر غاړه نيسم خپل سالار ما احتجاج کړی دئ

ارمانه دغه بې ضمير ولس ته ناري وهم
د قام ناتار ، د قام ناتار ما احتجاج کړی دئ.

د پروفېسر ارمان لوڼي شهيد د شپږم تلين په مناسبت به د پښتون ژغورنې غورځنګ پروګرامونه
1: مرکزي جلسه په 1 د فروري جرمني فرانکفورټ ښار
2: 2م فروري سويډن مالمو ښار
3: 2م فروري کېنډا ټورنټو
4: 2م فروري کېنډا کالګري ولايت
5: 2م فروري هالېنډ هارلم ښار
ياده دي وي چي د يورپ په مختلفو هېوادونو او امريکا غونډي به وروسته اعلان شي

10/01/2025

په پښتون قامي جرګه کښې چي د کم قامي لښکر خبره شوې وه هغه هم دغه رنګه قامي لښکر جوړېدل وو کم لښکر چي له پاروند راسې په ژوب او قلعه سيف الله کښې د خپل قام د ځوانانو د ژغورني له پاره په دهشت ګردانو پسې وتلی وو او نن يې هغه دهشت ګردان خپل انجام ته ورسول
قامي لښکر د پښتون قام د تاريخ يوه برخه ده چي پښتانه د خپل وطن د ژغورنې له پاره د خپل دښمن مخ نيوای په شريکه سره کوي
پښتانه که خپل تحفظ کول غواړئ نو تر قبيلوي کمېټيانو بهتره ده چي قامي لښکر جوړ شي
Khpal Whak Zhag

26/12/2024

د پنجاب سپېړه د پښتون افغان اولس پر مخ باندي......
حال مو هم دا دئ.

د واهګه په پوله هره ورځ ګډا وي
د تورخم په پوله شپه او ورځ ويرونه
راجستان سره د سند دہ راشه درشه
باجوړ او کنړ واخېستل اورونه
ممتاز اورکزی۔

07/12/2024

اشرف غني بابا د لوی اففانستان ماشومانو سره مينه.
د ښځو تعليم دي بحال شي په افغانستان کښي.

انتہائی افسوسناک خبر پارا چنار حملے میں شہداء کی تعداد 81، خواتین شہدا کی تعداد 21 ہو گئی۔17 شیر خوار بچے۔ 21 بچوں کی عم...
21/11/2024

انتہائی افسوسناک خبر
پارا چنار حملے میں شہداء کی تعداد 81، خواتین شہدا کی تعداد 21 ہو گئی۔17 شیر خوار بچے۔ 21 بچوں کی عمریں 7 اور 13 سال کے درمیان ہے۔

https://www.facebook.com/share/v/1AovogLVrM/

Address

Qila Saifullah

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khpal Whak Zhag posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share